نرګس نهان په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې په افغانستان کې د تېرو حکومتونو د سقوطونو اصلي لاملونو کې یو هم د سیاسي جوړښت او د حکومتولۍ ناسمې کړنې وې.
هغې زیاته کړې چې دا جوړښتونه په کابل کې د یوې محدودې ډلې د غوښتنو او ګټو پر بنسټ جوړ شوي وو، په داسې حال کې چې د ټولنې د نورو قشرونو، په ځانګړي ډول ښځو، ځوانانو او ولایتونو اړتیاوې او واقعیتونه پکې له پامه غورځول شوي وو.
د هغې په وینا، همدې حالت د ولس او حکومت ترمنځ واټن دومره زیات کړ چې خلک نور د نظام ملاتړ ته نه هڅول کیدل.
نرګس نهان ټینګار کړی چې هېڅ حکومت د خلکو له رښتیني ملاتړ پرته نه شي پاتې کېدای.
هغې ویلي، افغانستان تر بل هر وخت زیات داسې نظام ته اړتیا لري چې د هېواد ټولنیز، جنسیتي، قومي او جغرافیایي تنوعات په پام کې ونیسي او د شفافیت، حساب ورکونې او د خلکو له اړتیاوو سره تړلی وي.
نوموړې وړاندې ویلي چې د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت باید د یوې محدودې ډلې د شخصي خوښې پر بنسټ ونه ټاکل شي، بلکې باید د مسلکي او پراخو بحثونو، علمي غونډو او د نورو هېوادونو له بریالیو تجربو د ګټې اخیستنې له لارې وټاکل شي.
هغې زیاته کړې چې هدف باید داسې نظام وي چې د بېلابېلو قومي ډلو د څو محدودو کسانو د ګټو لپاره نه، بلکې د هېواد د اساسي ستونزو د حل لپاره کار وکړي.
نرګس نهان ویلي، داسې نظام باید رامنځته شي چې د ملي مشارکت ترڅنګ د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول ښځو او ځوانانو لپاره عدالت او هوساینه تضمین کړي او د تلپاتې ثبات زمینه برابره کړي.