• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران جګړې په نړۍ کې د برېښنایي موټرو تقاضا زیاته کړې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د امریکا او اسراییل له لوري د ایران پر ضد د جګړې له پیل وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د برېښنایي موټرو تقاضا زیاته شوې ده. د سون توکو د بیو لوړوالي خلک دې ته هڅولي، چې برېښنایي موټرو ته مخه کړي.

الجزیره وایي، چې د نړۍ دوه ستر اقتصادونه امریکا او چین کې د برېښنایي موټرو پلور زیات شوی دی. چینایي شرکتونو ویلي، چې په مارچ میاشت کې د دوی میاشتنی پلور ۸۲.۶ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

په امریکا کې هم د تېرې میاشتې پرمهال د برېښنایي موټرو پلور له ۸۲زرو څخه اوښتی دی. دغه شمېر د تېر کال پرتله کم دی؛ خو د فبرورۍ میاشتې پرتله تر ۲۰ سلنې زیاتوالی ښيي.
د دوبۍ د استوګنې تود بازار هم چې د اوږدې مودې لپاره د نړۍ تر ټولو پیاوړو بازارونو څخه شمېرل کېده، اوس په‌کې د فشار او ماتې نښې ښکاري. د بلومبرګ خبري شبکې په یوه راپور کې په دوبۍ کې د کورونو بیو راټیټېدو په اړه څېړنه کړې ده.
د راپور له مخې؛ په دوبۍ کې د کورونو بیې تر کرونا وبا وروسته د لومړي ځل لپاره راکمې شوې دي.
کارپوهان باور لري، چې د بیو دغه کمښت د امریکا او اسراییل له لوري له ایران سره د جګړې او د پانګه‌والو د باور کمېدو مستقیمه پایله ده.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۱۱ GMT+۱
پر لبنان د اسراییل په بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي
100%

د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. د یاد وزارت په وینا؛ په وژل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي، چې لاهم د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ نازک اوربند پرځای دی؛ خو دواړه خواوې یو بل د اوربند په سرغړونې تورنوي. رویټرز راپور ورکړی، د اسراییل پوځ د لبنان «حایلي سیمې» خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه سیمې او د سویلي لبنان له ځینو سیمو ووځي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په بیت‌المقدس کې د کابینې یوې غونډه ته ویلي: «زموږ لپاره تر ټولو مهم د اسراییل او د خپلو سرتېرو امنیت او د خلکو خوندیتوب دی». هغه زیاته کړې، اسراییل به د هغو اصولو له مخې عمل کوي چې له امریکا او لبنان سره پرې هوکړه شوې ده.

بلخوا حزب‌الله ویلي، تر هغې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي؛ څو اسراییل خپل بریدونه او له اوربند څخه سرغړونې ونه دروي. راپورونه ښيي، چې د مارچ له پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په جګړو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. که څه هم د امریکا په منځګړیتوب اوربند د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړې؛ خو نښتې لاهم په بشپړ ډول نه‌دي درېدلې.

د شمالي کوریا مشر د روسیې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۵۳ GMT+۱
د شمالي کوریا مشر د روسیې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ
100%

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کېم جونګ اون د روسیې له دفاع وزیر سره په لیدنه کې د پیونګ یانګ له‌خوا د مسکو د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

کېم جونګ اون په دغه لیدنه کې وویل، چې د شمالي کوریا ځواکونو او د روسیې پوځ یو کال مخکې د کورسک سیمه ازاده کړه او د دواړو هېوادونو همکاري به دوام ومومي.

هغه وویل: «د شمالي کوریا دولت به په راتلونکي کې هم په بشپړه توګه د د روسیې فدراسیون د هغو سیاستونو ملاتړ وکړي، چې د دغه هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، امنیت او ګټو د ساتنې لپاره دي».

د شمالي کوریا مشر زیاته کړه: «د روسیې پوځ او خلک به هرو مرو په خپلې عادلانه او سپېڅلې مبارزه کې بریالي شي». کېم همداراز د روسیې له مشرتابه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو مننه وکړه.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس ویلي، چې د دغه هېواد مشر او د روسیې دفاع وزیر په خپله لیدنه کې «د نړۍوال او سیمه‌ییز کړکېچن وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل».

ډونالډ ټرمپ: موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
ډونالډ ټرمپ: موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې نړۍ له ناارامو او غیرعادي حالاتو سره مخ ده او «موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

ټرمپ دا څرګندونې د سي بي ایس شبکې په۶۰ دقیقې په خپرونه کې کړې دي. هغه په دې مرکه کې هغه کس چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال یې برید کړی و، «ډېر ناروغ انسان» وباله او زیاته یې کړه چې یاد کس «لومړی یو سخت مذهبي عیسوی و، خو وروسته د مذهب ضد شو او په شخصیت کې یې ډېر بدلونونه راغلي وو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره اندېښمن شوی و، ټرمپ وویل چې اندېښنه یې نه درلوده او زیاتوي: «زه ژوند درک کوم. موږ په یوې لېونۍ نړۍ کې ژوند کوو».

هغه د خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ د غبرګون په اړه هم وویل چې نه غواړي ووایي هغه وېرېدلې وه، ځکه خلک نه خوښوي چې داسې یادونه وشي، خو ټینګار یې وکړ چې په داسې حالت کې هر څوک وېرېږي. د هغه په وینا، ملانیا ښايي ژر درک کړې وه چې پېښه عادي نه ده او وضعیت جدي دی.

ټرمپ زیاته کړه،چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې مېرمن ډېره خواشینې ښکارېده.

د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۱
د شمالي کوریا مشر: د روسیې له پالیسیو ملاتړ ته دوام ورکوم
100%

د شمالي کوریا مشر کېم‌جونګ‌اون د روسیې له دفاع وزیر سره په کتنه کې ویلي، هېواد به یې د روسیې له سیاستونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) ویلي، د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف په مشرۍ یو روسي پلاوی د هغو شمالي کوریايي سرتېرو په ویاړ د جوړ شوي څلي د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون لپاره شمالي کوریا ته تللی، چې د روسیې په کورسک سیمه کې له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي وو.

کیم‌جونګ‌اون په دې کتنه کې وویل: «د شمالي کوریا حکومت به له خپل حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او امنیتي ګټو څخه د دفاع په برخه کې د روسیې له پالیسیو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي».

شمالي کوریا وروسته له هغه چې له روسیې سره یې د دوه اړخیز دفاع تړون لاسلیک کړ، نږدې ۱۴ زره سرتېري په کورسک کې د روسي ځواکونو ترڅنګ جګړې ته واستول.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ په وینا، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا هم ټينګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې روسیې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې پر اوکراین بریدونه پیل کړل او د هغه هېواد د نږدې پنځمې برخې له نیولو سربېره لا هم د دواړو لورو تر منځ جګړه روانه ده.

د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د اروپايي احصایې ادارې: افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتنې تر ټولو لویه ډله ده
100%

د اروپايي احصایې ادارې «یورواسټاټ» تازه شمېرې ښيي، چې سره له دې چې په اروپا کې د پناه غوښتنې د منلو کچه په څرګند ډول کمه شوې، خو افغان پناه غوښتونکي لا هم د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د ملاتړ تر ټولو لویه برخه جوړوي.

د یورواسټاټ د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۳۶۱زره او ۳۲۵د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه په اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې په مثبت ځواب منل شوي دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۴کال په پرتله نږدې ۲۰سلنه کمښت ښيي.

د راپور له مخې، جرمني له څه باندې ۱۰۳زره منل شویو غوښتنو سره تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي منلي او د ټولو مثبتو پرېکړو شاوخوا ۲۹سلنه برخه یې خپله کړې ده. ورپسې هسپانیا او فرانسه په دویم او درېیم مقام کې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پناه غوښتونکي د ۲۷سلنې ونډې سره د ملاتړ ترلاسه کوونکو په سر کې ځای لري. تر هغوی وروسته دوینزویلا وګړي له ۱۶سلنې، او د سوریې او اوکراین وګړي هر یو له ۵سلنې سره په راتلونکو کتارونو کې راغلي دي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې د «فرعي ملاتړ» په برخه کې تر ټولو ډېر کمښت ثبت شوی، چې دا ډول ملاتړ عموماً د جګړه ځپلو سیمو خلکو ته ورکول کېږي او د تېر کال په پرتله نږدې ۵۰سلنه راکم شوی دی.

سره له دې، افغان پناه غوښتونکي لا هم د هغو ډلو له جملې څخه دي چې د منلو لوړه کچه لري او د پناه غوښتنې د ارزونې په دواړو پړاوونو، یعنې لومړني ارزونه او استیناف کې، د مخکښو ملیتونو په کتار کې پاتې دي.