• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورالحق انور: د مخالفینو موخه واک ته رسېدل دي څو د بهرنیانو له لارښوونو سره سم عمل وکړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور د یتیم‌تاق د سمنټو فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې ادعا کړې، چې اوس د دوی مخالفین د ګوتو په شمېر پاتې دي. د نوموړي په وینا؛ د هغوی موخه واک ته رسېدل دي، څو د بهرنیانو له لارښوونو سره سم عمل وکړي.

هغه ویلي:« د دغه کسانو غوښتنې د ولس له ارادې سره تړاو نه‌لري؛ بلکې غواړي خپل شخصي اهداف عملي کړي او حتی له ځان وروسته خپل اولادونه واک ته ورسوي». هغه زیاته کړې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانانو ترمنځ یووالی او پیوستون رامنځته شوی دی.
د هغه په وینا؛ دوی هغه ټولې لارې تړلې دي، چې د نفرت او کرکې لامل کېدې. انور همداراز ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله اخوندزاده د فرمان له مخې ټولو هغو کسانو ته عمومي عفو اعلان شوې چې له دې مخکې یې جرمونه ترسره کړي وو. هغه وایي، چې تراوسه هم پر دغه فرمان عمل کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې طالبان هڅه کوي د تېرو شلو کلونو پاتې ستونزې او شاته‌والی له‌منځه یوسي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو او د قومونو او قبایلو وزیرانو هم ورته ادعاوې کړې وې او ویلي یې و، چې په افغانستان کې د دوی مخالفې جبهې او ډلې هیڅ فعالیت او حضور نه‌لري.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

محلي سرچینې: پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
محلي سرچینې: پاکستاني پوځیانو په سپین بولدک کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل،چې د پاکستاني پوځ په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر کلیو د هاوان مرمۍ توغولې دي. د سرچینو په وینا، له دې برید وروسته طالبانو هم غبرګون ښودلی او پر نږدې پاکستاني پوستو یې ډزې پیل کړې دي.

تر دې مهاله د نننۍ نښتو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي خو د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ډزو غږونه لا هم اورېدل کېږي.

سرچینې زیاتوي چې تېره شپه هم د سپین بولدک ولسوالۍ په اوږدو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه طالبانو پر پاکستاني پوځیانو «غچ‌اخیستونکی» برید کړی دی.

د معلوماتو له مخې تر دې مخکې تېره ورځ پاکستاني پوځیانو د دوستۍ دروازې ته نږدې یو ځايي مزدور ماشوم په ډزو وژلی و چې د همدې پېښې په غبرګون کې شاوخوا د شپې لس بجې طالبانو د عبدالله کنډک په سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو برید وکړ.

د ځايي سرچینو په وینا، په برید کې ۶ پاکستاني پوځیان وژل شوي یو بل ټپي او نیول شوی او د یوه وژل شوي پوځي جسد هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

پاکستاني چارواکو تر اوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي ویلي، چې له پېښې وروسته سیمې ته امبولانسونه ورغلي خو د طالبانو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

طالبانو د غويي ۷مه کمونیستي یرغل او ۸ مه د خدای ستر نعمت ګڼلی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۳ GMT+۱
طالبانو د غويي ۷مه کمونیستي یرغل او ۸ مه د خدای ستر نعمت ګڼلی
100%

طالبانو د غويي د اوومې او اتمې نیټې په مناسبت په یوه پیغام کې د ثور اوومې کودتا کمونیستي یرغل او د ثور اتمه د خدای ستر نعمت ګڼلی. دې ډلې دا هم ویلي، چې د ثور له اتمې نیټې وروسته تنظیمي جګړو او داخلي شخړو د خلکو هیلې په نهیلۍ بدلې کړې.

د طالبانو ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خپاره شوي پیغام کې ویلي چې ۴۸ کاله وړاندې، د ۱۳۵۷ کال د غويي پر اوومه نېټه، د هغه وخت د حکومت پر وړاندې ترسره شوې «کمونیستي کودتا» په افغانستان کې د «کمونیستي یرغل» لپاره زمینه برابره کړه.

د ۱۳۵۷ کال د غويي په ۲۸مه د افغانستان د خلکو ډیموکراتیک ګوند د هغه وخت ولسمشر محمد داود خان حکومت د یوې پوځي کودتا له لارې نسکور کړ. په دې پېښه کې داود خان، د هغه د کورنۍ غړي او ساتونکي په ماڼۍ کې ووژل شول.

د طالبانو په پیغام کې راغلي چې دا کودتا د افغانستان د خاورې د نیولو او د کمونیستي ایډیالوژۍ د تپل کېدو په موخه شوې وه. دوی ټینګار کړی چې افغانانو د شلمې پېړۍ پر مهال په هېواد کې د شوروي «استعماري خوب» د عملي کېدو مخه نیولې ده.

طالبانو د ۱۳۷۱ کال د غويي اتمه یوه تاریخي او ویاړلې ورځ بللې او دا یې د «خدای لوی نعمت» ګڼلی.

دا ورځ د مجاهدینو د بریا له ورځې سره برابره ده، چې د ډاکټر نجیب الله حکومت پکې سقوط وکړ او مجاهدین کابل ته ننوتل.

په اعلامیه کې ویل شوي چې افغانانو هغه مهال هیله لرله چې له ۱۴ کلنې جګړې وروسته به سوله راشي، خو د جهادي ډلو ترمنځ اختلافاتو کورنۍ جګړې رامنځته کړې او دا هیلې یې له منځه یوړې.

طالبانو ویلي چې د دوی تحریک د همدې لپاره رامنځته شوی و، څو یووالی رامنځته کړي، ګډوډي ختمه کړي او یو شرعي نظام جوړ کړي او په وینا یې دا هدف اوس ترلاسه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د غويي اتمه پخوا عامه رخصتي وه، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته دا ورځ له رسمي کلیزې څخه لرې شوې ده.

د مسکو د برید په اړه تازه جزییات؛ یوه بریدګر ته «د افغانستان پاسپورټ» ورکړل شوی و

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱
د مسکو د برید په اړه تازه جزییات؛ یوه بریدګر ته «د افغانستان پاسپورټ» ورکړل شوی و
100%

د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د مسکو د کروکوس تالار د برید په اړه نوي جزییات خپاره کړي دي. په راپور کې ویل شوي، د دغه برید له ترسره کوونکو څخه یو کس چې رجب‌علي‌زاده نومېږي؛ د ۲۰۲۴کال په پیل کې د ترکیې په اکسارای ښار کې د افغانستان پاسپورټ ترلاسه کړی و.

په راپور کې راغلي، چې رجب‌علي‌زاده د دغه ترهګریز برید له امله په روسیه کې په عمري بند محکوم شوی دی. هغه د ۲۰۲۳کال په نیمایي کې د تاجکستان په یوه بازار کې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوی و.

د قضیې په اسنادو کې ویل شوي، چې د داعش خراسان څانګې غړو سملاسي له هغه سره د موبایل په پېرلو کې مرسته وکړه، د ټېلګرام حساب یې ورته جوړ کړ او ورته یې امر وکړ چې په یوه افراطي چټ ګروپ کې پیغامونه خپاره کړي. وروسته یو کس ورسره اړیکه ونیوله او ورته یې وړاندیز وکړ، چې د داعش یوې ډلې سره د یوځای کېدو لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

د څېړنو له مخې؛ دغه بریدګر د «ترهګریزو» بریدونو د ترسره کولو لپاره هر ډول امر ته چمتو و.

د محکمې د اسنادو له مخې؛ هغه د ۲۰۲۴کال په پیل کې د ترکیې اکسارای ښار ته ولاړ، هلته ورته د افغانستان پاسپورټ برابر شو او په یوه داسې اپارتمان کې ځای پرځای کړل شو، چې نور کسان هم په‌کې د داعش سره د یوځای کېدو لپاره اوسېدل.

ویل شوي، چې هغوی د ویډیويي روزنو له لارې د «ترهګریزو» بریدونو او د کلاشینکوف په څېر وسلو د کارولو زده‌کړې ترلاسه کولې. په دوسیه کې راغلي، چې رجب‌علي‌زاده په ۲۰۱۸کال کې په تاجکستان کې افراطي شوی و او د ټېلګرام په افراطي چېنلونو کې یې د تاوتریخوالي ویډیوګانې کتلې.

د مسکو د کروکوس تالار مرګونی برید د ۲۰۲۴کال (د مارچ په ۲۲مه) د مسکو په څنډه کې شوی و. بریدګرو تر راتګ وروسته پر خلکو ډزې وکړې او وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه. په دغه پېښه کې لږترلږه ۱۴۵ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو. د داعش خراسان څانګې د یاد برید مسوولیت منلی و.

تر ۱۷کلن ځنډ وروسته؛ طالبانو په حیرتان بندر کې د نفتي زېرمو د بیا فعالېدو خبر ورکړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱
تر ۱۷کلن ځنډ وروسته؛ طالبانو په حیرتان بندر کې د نفتي زېرمو د بیا فعالېدو خبر ورکړی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت خبر ورکړی، چې تر ۱۷کلن ځنډ وروسته په حیرتان بندر کې د کابل بانک (۲) د نفتي زېرمو د بیارغونې پروژه پیل شوې ده. د دغه شرکت په وینا؛ د یادو زېرمو ټولیز ظرفیت ۶۰زره ټنه دی، چې اوس‌مهال ترې شاوخوا ۲۰زره ټنه استفاده کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تېلو او ګازو دولتي شرکت نن دوشنبه (د غويي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هڅې روانې دي چې پاتې ۴۰زره ټنه ظرفیت هم په نږدې راتلونکي کې فعال شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه زېرمې له ۱۷کلونو وروسته بېرته فعالې شوې او د بیارغونې چارې یې د حیرتان بندر د تېلو او ګازو ریاست تر څار لاندې روانې دي. دغه شرکت زیاتوي، چې د رېل پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې؛ څو دغه زېرمو ته د واګونونو د رسېدو زمینه برابره شي.

د طالبانو تر واک لاندې د تېلو او ګازو دولتي شرکت په باور؛ د دغه پروژې بشپړ فعالېدل به د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا، د ذخیره کولو ظرفیت لوړولو او د بېړنیو حالاتو پرمهال د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.

طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱
طالبان وايي په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي، په کابل کې یې ۷۵زره سوالګر راټول کړي چې له دې ډلې یې ۴۰زره مسلکي کسان وو. نوموړي زیاته کړې، چې د اړمنو سوالګرو سره یې مرستې کړې دي.

عبدالرحمان منیر وايي، چې په کابل کې له ۷۵زره راټول شویو سوالګرو څخه شاوخوا ۳۵زره وړ او مستحق کسان وو. د منیر په خبره؛ له همدغه مستحقو سوالګرو سره د طالبانو تر واک لاندې د سرې میاشتې ادارې له‌خوا مرستې شوې دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې هڅه کوي دغه سوالګرو ته د کار زمینه برابره کړي او نورو ته د لاس نیوي څخه یې راوګرځوي.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې کاري فرصتونه خورا محدود شوي، اقتصادي سرچینې کمې شوې او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله ډېر کسان سوالګرۍ ته اړ شوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د کورونو سرپرستي پر غاړه لري او پر ښځو د طالبانو د محدودیتونو له امله په خپله د کاروبار اجازه نه‌لري.