• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پوځ وروستي بریدونه غندو او «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد او ځینو ولسوالیو په تازه بریدونو کې ملکي تلفات اوښتي، چې پکې ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، طالبان دا بریدونه غندي او یو «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولي.

حمدالله فطرت په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې نن یو ځل بیا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او د مرورې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې په هاوانونو او توغندیو ویشتل شوي دي.

هغه ویلي، چې دغه بریدونه د ماسپښین شاوخوا دوه بجې پیل شوي او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون په ګډون د عامو خلکو کورونه هم پکې په نښه شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې په دې بریدونو کې ۳۰ محصلین او ټول ۷۰ تنه عام وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، څلور تنه نور وژل شوي دي.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري «نه بخښل کېدونکی جنګي جنایت، وحشت او پاروونکی عمل» دی، ځکه چې په وینا یې پکې ملکي وګړي، علمي او تحصیلي بنسټونه هدف ګرځول شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

•
•
•

نور کیسې

سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی
100%

د چمن او سپین بولدک سیمو کې د دوشنبې(غویي ۷مه) ورځې له سهار او بیا د ورځې په جریان کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ دوه ځله نښتې شوي، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی او په سیمه کې یې د درنو وسلو د ډزو له امله د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

په سیمه کې ازاد خبریال عبدالرزاق برق افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د چمن او سپین بولدک په سیمه کې سهار شاوخوا څلور بجې د دواړو لوریو د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام کړی دی. د راپور له مخې، دا نښته بیا د ورځې په شاوخوا ۱:۳۰ بجو یو ځل بیا تکرار شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د درنو وسلو او توپچي ډزو غږونو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځایي خلکو کې ویره خپره کړې.

د راپور له مخې، د چمن اړوند د لقمان، جهانګیر، باچا کليو او حاجي غفورزۍ اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

بل لور ته، په چمن کې د روغتونونو له لوري بېړنی حالت اعلان شوی، خو روغتیايي سرچینې وایي چې تر اوسه کوم ټپي روغتون ته نه دی وروړل شوی.

پاکستاني پوځي سرچینو بیا ادعا کړې، چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د افغانستان له لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو د پاکستان خاورې ته د داخلېدو هڅه وکړه، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې. د دغو سرچینو په وینا، په نښته کې اته وسله‌وال وژل شوي دي.

خو ځایي اوسېدونکي بیا وایي چې د دواړو لورو له خوا د توپچي درنې ډزې سره تبادله شوي.

د راپورونو له مخې، د پولې په شاوخوا لسګونو کلیو کې د خلکو ترمنځ د وېرې او اضطراب فضا خپره شوې او ژوند په ټپه درېدلی دی.

طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي
100%

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بیجار په مشرۍ د ایران د سیستان او بلوچستان والي د طالبانو د نیمروز ولایت له والي محمود سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر پروګرامونو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو تمرکز شوی او دواړو خواوو د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره پر همغږۍ هوکړه کړې ده.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د سرحدي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده، او کولی شي د سیمې په کچه اقتصادي ودې او ثبات ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د نیمروز والي له لوري هم د متقابلو همکاریو هرکلی شوی او ویل شوي، چې د دواړو ولایتونو ترمنځ همغږي به د سوداګرۍ او تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.

محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک ویلي، چې پر کونړ پوهنتون( سید جمال الدین افغان پوهنتون)د پاکستان برید د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د دې په اړه عملي اقدامات وکړي.

محمد اکر خپلواک په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې پاکستان دا ځل پر یو علمي مرکز، د کونړ پر پوهنتون، برید کړی دی.

هغه دا اقدام د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره نقض بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه یوازې د غندنې تر کچې نه شي محدودېدای.

خپلواک زیاته کړې، چې د دې ډول پېښو په وړاندې باید د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د ادارو له لارې جدي او عملي اقدامات ترسره شي.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ملکي او علمي مرکزونو پر ضد د بریدونو موضوع جدي وڅېړي او د داسې کړنو مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
د طالبانو دفاع وزارت: په پکتیا کې مو د وسلو او مهماتو د قاچاق مخه نیولې
100%

د طالبانو د دفاع وزارت اړوند ۲۰۳ منصوري قول اردو وایي، چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال لسګونه میله وسلې، مهمات او په تړاو یې دوه قاچاقبران نیول شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې قول اردو منسوبینو د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د شهرنو په سایمه کې ځانګړي کشفي عملیات ترسره کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملیاتو کې ۵۸میله تفنګچې، یو شمېر مرمۍ او یوه عراده فیلډر موټر نیول شوي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې، ددغه وسلو او مهماتو په تور یې دوه کسان هم نیولي دي.

د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: پر کونړ د پاکستاني پوځ بریدونه د تاوتریخوالي اندېښمنوونکې بڼه ښيي
100%

د بشري حقونو یو نړیوال بنسټ وايي، د کونړ ولایت په اسعداباد کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه د ملکي وګړو لپاره درانه زیانونه اړولي او د تاوتریخوالي یوه اندېښمنوونکې بڼه ښيي.

د دې بنسټ په وینا، د ځایي سرچینو او روغتیايي مرکزونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۴۸ملکي کسان، د ښځو، ماشومانو او محصلانو په ګډون، ټپیان شوي او یو شمېر نور هم وژل شوي دي. راپورونه ښيي چې بریدونه پر استوګنیزو سیمو او د سید جمال الدین افغان پوهنتون پر ودانیو شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، بریدونه په مستقیم ډول پر کورونو او تعلیمي مرکزونو ترسره شوي دي. یو محصل ویلي چې دا پېښه د درسي ساعتونو پر مهال رامنځته شوه، چې له امله یې زده‌کوونکي ټپیان او سخت وېرېدلي دي.

یاد بنسټ دغه وضعیت د نړیوالو بشردوستانه قوانینو خلاف بللی او ټینګار یې کړی چې ټول ښکېل لوري باید د ملکي وګړو او پوځي اهدافو ترمنځ توپیر وکړي. بنسټ همداراز د سمدستي، خپلواکې او شفافې پلټنې غوښتنه کړې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د تعلیمي مرکزونو د ساتنې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.