ځايي سرچینې: پاکستاني پوځ د کونړ پر مرکز اسعد اباد د درندو وسلو بریدونه پیل کړي

په کونړ کې ځايي سرچینو څو شیبې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني پوځ په مرکز اسعداباد کې پر بېلابېلو سیمو او سیدجمال الدین افغان پوهنتون ددرندو وسلو بریدونه کړي دي. د عیني شاهدانو په وینا دا پېښه مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.
