د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یو پلاوی د درملو په برخه کې د همکارۍ لپاره بنګله دېش ته لاړ

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوی بنګلهدېش ته په یوه رسمي سفر تللی. یاد وزارت وایي چې د سفر موخه د درملو تولیدي شرکتونو تخنیکي څارنه، د مخکیني هوکړهلیک تعقیب او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درملو په برخه کې د همکاریو پیاوړتیا ده.
