خیبرپښتونخوا کې د امنیتي کامرو د پروژې پنځه کار کوونکي وسله والو تښتولي

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د امنيتي کامرو پروژې پنځه کارکوونکي تښتولي. دغه پېښه د مومسي خېل کلي کې هغه مهال رامنځته شوه چې یاد کارکوونکي د کامرو نصبولو په تخنیکي چارو بوخت وو.
بنو ته څېرمه لکي مروت ولسوالۍ کې دوه جلا جلا پېښو کې يو د نیمه پوځي ځواک سرتېری او بل د نشه يي توکو د مخنيوي ادارې کار کوونکی وژل شوي دي.
د پاکستاني رسنۍ «اېکسپرېس ټريبيون» د راپور له مخې، پوليسو ويلي، بنو کې د دوشنبې په ورځ د پنځه کار کوونکو تښتولو پېښه رامنځته شوې، او وسلوالو پنځه کارکوونکي له سیمې څخه نامعلومه لوري وړي دي.
پوليسو ويلي، د دوی د موندلو لپاره د لټون عملیات پیل کړل شوي دي.
په ورته مهال، د لکي مروت ولسوالۍ په شادي خېل کلي کې د ملېشې ځواک يو سرتېری جمیل د وسلوالو له خوا په خپل کور کې ووژل شو. بله پېښه د ډوډې سیمه کې شوې چې پکې د نشه يي توکو ادارې کارکوونکی فریدالله وتښتول شو او وروسته ووژل شو.
پولیسو تایید کړې چې د دواړو وژل شویو جسدونه روغتون ته انتقال شوي دي.
د خيبرپښتونخوا سويلي ولسوالۍ د تېرې اوږدې مودې راهسې د ناامنۍ سره مخ دي.
