• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انارکلي هنریار: د کونړ پر پوهنتون برید د هېواد د پرمختګ د مخنیوي هڅه ده

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د پارلمان غړې انارکلي هنریار وایي، چې د هېواد د تعلیمي او علمي بنسټونو په نښه کول قصدي اقدام دی او دا ډول کړنې د افغانستان د پرمختګ او خپلواکۍ د مخنیوي هڅه ده.

انارکلي هنریار په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې پر کونړ پوهنتون(سید جمال الدین افغان پوهنتون) وروستي بریدونه تصادفي نه دي، بلکې د هغې په وینا، دا ډول اقدامات د یو هېواد د پرمختګ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

هغې ویلي، چې که څوک غواړي د یو هېواد پرمختګ او خپلواکي زیانمنه کړي، نو لومړی یې تعلیمي او علمي ادارې په نښه کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې لکه څنګه چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او لوړو زده‌کړو دروازې تړلې دي، همدارنګه د هغې په وینا پاکستان هم په کونړ پوهنتون برید کړی دی.

هنریار دغه برید د افغانستان د «زاړه دښمن» له لوري یو «دوګونی او فریبکارانه عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې د هېواد د علمي بنسټونو پر ضد مستقیمه حمله ده.

ترویج لرونکی

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي
۱

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۴

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

۵

د بشري مرستو نړیوال بنسټ: د طالبانو او پاکستان اړیکې د باور پر بنسټ پیاوړې کېږي

•
•
•

نور کیسې

سعودي عربستان په کندهار کې راستنو شویو کډوالو ته نږدې زر خوراکي کڅوړې وېشلي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۶ GMT+۱
سعودي عربستان په کندهار کې راستنو شویو کډوالو ته نږدې زر خوراکي کڅوړې وېشلي
100%

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت وایي، چې د ملک سلمان د بشري مرستو او امدادي مرکز له لوري، د توحید فاونډېشن په همکارۍ، د کندهار ولایت د کډوالو او راستنو شوو کورنیو لپاره ۹۹۲ خوراکي کڅوړې وېشل شوې دي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د ملک سلمان د بشري مرستو او امدادي مرکز له لوري د توحید فاونډېشن په همکارۍ د کندهار ولایت په مرکز کې د راستنو شوو او کډوالو کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوې ده.

د سفارت په وینا، دا اقدام د افغانستان د خوړو امنیت او بېړنیو حالاتو د پروژې برخه ده، چې د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره پلې کېږي.

سفارت زیاتوي چې د دې مرستې موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې له کډوالۍ او راستنېدو وروسته له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

امریکا او افغان متحدین؛ د کډوالۍ نوې پالیسۍ نړیوال غبرګونونه پارولي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
امریکا او افغان متحدین؛ د کډوالۍ نوې پالیسۍ نړیوال غبرګونونه پارولي
100%

د امریکا له لوري د افغان متحدینو له قطره څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته احتمالي لېږد سختې اندېښنې راپورته کړې، چې منتقدین یې د واشنګټن د پناه غوښتنې د پالیسۍ بدلون او له خپلو افغان همکارانو سره د ژمنو ماتول بولي.

د ډېپلوماټ مجلې په یو تحلیلي راپور کې ویل شوي، چې امریکا له هغو افغان متحدینو سره چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکايي ځواکونو، ډیپلوماټیکو او بشري ماموریتونو ملاتړ کړی، د «بیا مېشتولو» نوې تګلاره پر مخ وړي چې د جدي نیوکو او اندېښنو سبب ګرځېدلې ده.

راپور کې راغلي، چې د افغان تخلیې شوو کسانو د قطر له موقتي مرکزونو څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته د لېږد احتمال مطرح شوی، هغه هېواد چې له پراخو داخلي شخړو، ناامنۍ او بې‌ځایه کېدو له بحرانونو سره مخ دی.

دغه افغانان، چې پکې ژباړونکي، قراردادي کارکوونکي، مدني فعالان او د امریکا د ماموریتونو نور همکاران شامل دي، د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي خطرونو له امله ایستل شوي وو او له هغه وخت راهیسې د ځانګړې کډوالۍ ویزو او پناه غوښتنې د پروسو په انتظار پاتې دي.

راپور خبرداری ورکوي، چې د دوی احتمالي انتقال داسې هېواد ته چې د هغوی لپاره نه ژبني، نه کلتوري او نه هم حقوقي مناسب شرایط لري، کولی شي دوی له نوو ګواښونو او بې‌ثباتۍ سره مخ کړي. همدارنګه ټینګار شوی چې بېرته افغانستان ته ستنېدل د احتمالي ځورونې او غچ اخیستنې جدي خطرونه لري.

منتقدین وايي، دا ډول تګلاره یوازې د افغانانو موضوع نه ده، بلکې د امریکا د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نظام په عمومي بدلون دلالت کوي، چې پکې د «مسولیت لېږد» او د زیان‌منو کسانو د انتقال سیاستونه زیاتېږي.

راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات کولی شي د امریکا نړیوال باور او اعتبار ته زیان ورسوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې دغه هېواد د راتلونکو نړیوالو ماموریتونو لپاره پر محلي همکارانو تکیه لري.

په راپور کې راغلي: که افغان متحدین، چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکا تر څنګ کار کړی، له قطره کانګو ته انتقال شي، نو راتلونکو شریکانو ته به امریکا کوم باور وړاندې کولی شي؟

راپور ټینګار کړی چې لا هم فرصت شته چې امریکا خپله تګلاره بدله کړي او د افغان متحدینو د ویزو او پناه غوښتنې پروسې په خوندي او مناسب چاپېریال کې چټکې کړي، نه دا چې هغوی بې‌ثباته او ناامنه هېوادونو ته انتقال کړي.

په پای کې راپور خبرداری ورکوي چې که دا پالیسي عملي شي، نو انساني، سیاسي او ستراتیژیکې پایلې به یې اوږدمهاله او جدي وي، او دا به د امریکا د نړیوال اعتبار لپاره د یو مهمې ازموینې ټکی وي.

پاکستان د کونړ پر ملکي سیمو او پوهنتون د برید ادعاوې رد کړې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۶ GMT+۱
پاکستان د کونړ پر ملکي سیمو او پوهنتون د برید ادعاوې رد کړې
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت پر ملکي سیمو او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بریدونو په اړه راپورونه «بې‌اساس» دي او حقیقت نه لري.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د یاد پوهنتون او ملکي سیمو د هدف ګرځېدو ادعاوې «سپین دروغ» دي او د خلکو د همدردۍ جلبول او د هغه څه پټول دي چې دوی یې د طالبانو له لوري د وسله‌والو ډلو ملاتړ بولي.

په بیان کې ویل شوي، چې هېڅ ډول برید پر دغه پوهنتون نه دی شوی او ټولې دغه ادعاوې جعلي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاتوي، چې د دې هېواد پوځي عملیات د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي او هدف یې یوازې د «ترهګرو ډلو بنسټیزې زېربناوې» دي.

همداراز یاد وزارت ویلي، که په افغانستان کې کوم پوځي اقدام ترسره کېږي، هغه به په رسمي ډول اعلان شي. د دوی په وینا، داسې راپورونه د «نیابتي ډلو د ملاتړ د پټولو» لپاره خپرېږي او د بهرنیو رسنیو له خوا مبالغه کېږي.

په همدې حال کې، د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت پر ځینو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې بریدونو کې ۴ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز ویلي، چې د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون هم هغه مهال هدف ګرځول شوی، چې زده‌کوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت بیا ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰محصلین ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، ټپیان د اسعداباد روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د پاکستان پوځ وروستي بریدونه غندو او «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
د پاکستان پوځ وروستي بریدونه غندو او «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولو
100%

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد او ځینو ولسوالیو په تازه بریدونو کې ملکي تلفات اوښتي، چې پکې ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، طالبان دا بریدونه غندي او یو «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولي.

حمدالله فطرت په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې نن یو ځل بیا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او د مرورې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې په هاوانونو او توغندیو ویشتل شوي دي.

هغه ویلي، چې دغه بریدونه د ماسپښین شاوخوا دوه بجې پیل شوي او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون په ګډون د عامو خلکو کورونه هم پکې په نښه شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې په دې بریدونو کې ۳۰ محصلین او ټول ۷۰ تنه عام وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، څلور تنه نور وژل شوي دي.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري «نه بخښل کېدونکی جنګي جنایت، وحشت او پاروونکی عمل» دی، ځکه چې په وینا یې پکې ملکي وګړي، علمي او تحصیلي بنسټونه هدف ګرځول شوي دي.

سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی
100%

د چمن او سپین بولدک سیمو کې د دوشنبې(غویي ۷مه) ورځې له سهار او بیا د ورځې په جریان کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ دوه ځله نښتې شوي، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی او په سیمه کې یې د درنو وسلو د ډزو له امله د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

په سیمه کې ازاد خبریال عبدالرزاق برق افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د چمن او سپین بولدک په سیمه کې سهار شاوخوا څلور بجې د دواړو لوریو د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام کړی دی. د راپور له مخې، دا نښته بیا د ورځې په شاوخوا ۱:۳۰ بجو یو ځل بیا تکرار شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د درنو وسلو او توپچي ډزو غږونو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځایي خلکو کې ویره خپره کړې.

د راپور له مخې، د چمن اړوند د لقمان، جهانګیر، باچا کليو او حاجي غفورزۍ اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

بل لور ته، په چمن کې د روغتونونو له لوري بېړنی حالت اعلان شوی، خو روغتیايي سرچینې وایي چې تر اوسه کوم ټپي روغتون ته نه دی وروړل شوی.

پاکستاني پوځي سرچینو بیا ادعا کړې، چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د افغانستان له لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو د پاکستان خاورې ته د داخلېدو هڅه وکړه، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې. د دغو سرچینو په وینا، په نښته کې اته وسله‌وال وژل شوي دي.

خو ځایي اوسېدونکي بیا وایي چې د دواړو لورو له خوا د توپچي درنې ډزې سره تبادله شوي.

د راپورونو له مخې، د پولې په شاوخوا لسګونو کلیو کې د خلکو ترمنځ د وېرې او اضطراب فضا خپره شوې او ژوند په ټپه درېدلی دی.