• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او افغان متحدین؛ د کډوالۍ نوې پالیسۍ نړیوال غبرګونونه پارولي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۲۲ GMT+۱

د امریکا له لوري د افغان متحدینو له قطره څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته احتمالي لېږد سختې اندېښنې راپورته کړې، چې منتقدین یې د واشنګټن د پناه غوښتنې د پالیسۍ بدلون او له خپلو افغان همکارانو سره د ژمنو ماتول بولي.

د ډېپلوماټ مجلې په یو تحلیلي راپور کې ویل شوي، چې امریکا له هغو افغان متحدینو سره چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکايي ځواکونو، ډیپلوماټیکو او بشري ماموریتونو ملاتړ کړی، د «بیا مېشتولو» نوې تګلاره پر مخ وړي چې د جدي نیوکو او اندېښنو سبب ګرځېدلې ده.

راپور کې راغلي، چې د افغان تخلیې شوو کسانو د قطر له موقتي مرکزونو څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته د لېږد احتمال مطرح شوی، هغه هېواد چې له پراخو داخلي شخړو، ناامنۍ او بې‌ځایه کېدو له بحرانونو سره مخ دی.

دغه افغانان، چې پکې ژباړونکي، قراردادي کارکوونکي، مدني فعالان او د امریکا د ماموریتونو نور همکاران شامل دي، د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي خطرونو له امله ایستل شوي وو او له هغه وخت راهیسې د ځانګړې کډوالۍ ویزو او پناه غوښتنې د پروسو په انتظار پاتې دي.

راپور خبرداری ورکوي، چې د دوی احتمالي انتقال داسې هېواد ته چې د هغوی لپاره نه ژبني، نه کلتوري او نه هم حقوقي مناسب شرایط لري، کولی شي دوی له نوو ګواښونو او بې‌ثباتۍ سره مخ کړي. همدارنګه ټینګار شوی چې بېرته افغانستان ته ستنېدل د احتمالي ځورونې او غچ اخیستنې جدي خطرونه لري.

منتقدین وايي، دا ډول تګلاره یوازې د افغانانو موضوع نه ده، بلکې د امریکا د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نظام په عمومي بدلون دلالت کوي، چې پکې د «مسولیت لېږد» او د زیان‌منو کسانو د انتقال سیاستونه زیاتېږي.

راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات کولی شي د امریکا نړیوال باور او اعتبار ته زیان ورسوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې دغه هېواد د راتلونکو نړیوالو ماموریتونو لپاره پر محلي همکارانو تکیه لري.

په راپور کې راغلي: که افغان متحدین، چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکا تر څنګ کار کړی، له قطره کانګو ته انتقال شي، نو راتلونکو شریکانو ته به امریکا کوم باور وړاندې کولی شي؟

راپور ټینګار کړی چې لا هم فرصت شته چې امریکا خپله تګلاره بدله کړي او د افغان متحدینو د ویزو او پناه غوښتنې پروسې په خوندي او مناسب چاپېریال کې چټکې کړي، نه دا چې هغوی بې‌ثباته او ناامنه هېوادونو ته انتقال کړي.

په پای کې راپور خبرداری ورکوي چې که دا پالیسي عملي شي، نو انساني، سیاسي او ستراتیژیکې پایلې به یې اوږدمهاله او جدي وي، او دا به د امریکا د نړیوال اعتبار لپاره د یو مهمې ازموینې ټکی وي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د کونړ پر ملکي سیمو او پوهنتون د برید ادعاوې رد کړې

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۶ GMT+۱
پاکستان د کونړ پر ملکي سیمو او پوهنتون د برید ادعاوې رد کړې
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت پر ملکي سیمو او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون د بریدونو په اړه راپورونه «بې‌اساس» دي او حقیقت نه لري.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د یاد پوهنتون او ملکي سیمو د هدف ګرځېدو ادعاوې «سپین دروغ» دي او د خلکو د همدردۍ جلبول او د هغه څه پټول دي چې دوی یې د طالبانو له لوري د وسله‌والو ډلو ملاتړ بولي.

په بیان کې ویل شوي، چې هېڅ ډول برید پر دغه پوهنتون نه دی شوی او ټولې دغه ادعاوې جعلي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاتوي، چې د دې هېواد پوځي عملیات د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي او هدف یې یوازې د «ترهګرو ډلو بنسټیزې زېربناوې» دي.

همداراز یاد وزارت ویلي، که په افغانستان کې کوم پوځي اقدام ترسره کېږي، هغه به په رسمي ډول اعلان شي. د دوی په وینا، داسې راپورونه د «نیابتي ډلو د ملاتړ د پټولو» لپاره خپرېږي او د بهرنیو رسنیو له خوا مبالغه کېږي.

په همدې حال کې، د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت پر ځینو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې بریدونو کې ۴ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰نور ټپیان شوي دي.

هغه همداراز ویلي، چې د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون هم هغه مهال هدف ګرځول شوی، چې زده‌کوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت بیا ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰محصلین ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، ټپیان د اسعداباد روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

د پاکستان پوځ وروستي بریدونه غندو او «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۳ GMT+۱
د پاکستان پوځ وروستي بریدونه غندو او «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولو
100%

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ ولایت پر مرکز اسعداباد او ځینو ولسوالیو په تازه بریدونو کې ملکي تلفات اوښتي، چې پکې ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي، طالبان دا بریدونه غندي او یو «نه‌بخښل کېدونکی جنګي جنایت» یې بولي.

حمدالله فطرت په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې نن یو ځل بیا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او د مرورې ولسوالۍ بېلابېلې سیمې په هاوانونو او توغندیو ویشتل شوي دي.

هغه ویلي، چې دغه بریدونه د ماسپښین شاوخوا دوه بجې پیل شوي او د سید جمال‌الدین افغان پوهنتون په ګډون د عامو خلکو کورونه هم پکې په نښه شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې په دې بریدونو کې ۳۰ محصلین او ټول ۷۰ تنه عام وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، څلور تنه نور وژل شوي دي.

هغه دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې دا د پاکستاني فوځي رژیم له لوري «نه بخښل کېدونکی جنګي جنایت، وحشت او پاروونکی عمل» دی، ځکه چې په وینا یې پکې ملکي وګړي، علمي او تحصیلي بنسټونه هدف ګرځول شوي دي.

سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستان نښتې؛ په چمن کې روغتونونو بېړنی حالت اعلان کړی
100%

د چمن او سپین بولدک سیمو کې د دوشنبې(غویي ۷مه) ورځې له سهار او بیا د ورځې په جریان کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ دوه ځله نښتې شوي، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی او په سیمه کې یې د درنو وسلو د ډزو له امله د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

په سیمه کې ازاد خبریال عبدالرزاق برق افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د چمن او سپین بولدک په سیمه کې سهار شاوخوا څلور بجې د دواړو لوریو د ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې، چې نږدې دوه ساعته یې دوام کړی دی. د راپور له مخې، دا نښته بیا د ورځې په شاوخوا ۱:۳۰ بجو یو ځل بیا تکرار شوې ده.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د درنو وسلو او توپچي ډزو غږونو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته ځایي خلکو کې ویره خپره کړې.

د راپور له مخې، د چمن اړوند د لقمان، جهانګیر، باچا کليو او حاجي غفورزۍ اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي او خوندي سیمو ته کډه شوي دي.

بل لور ته، په چمن کې د روغتونونو له لوري بېړنی حالت اعلان شوی، خو روغتیايي سرچینې وایي چې تر اوسه کوم ټپي روغتون ته نه دی وروړل شوی.

پاکستاني پوځي سرچینو بیا ادعا کړې، چې نښته هغه مهال پیل شوه کله چې د افغانستان له لوري د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله‌والو د پاکستان خاورې ته د داخلېدو هڅه وکړه، چې په وینا یې امنیتي ځواکونو پرې ډزې وکړې. د دغو سرچینو په وینا، په نښته کې اته وسله‌وال وژل شوي دي.

خو ځایي اوسېدونکي بیا وایي چې د دواړو لورو له خوا د توپچي درنې ډزې سره تبادله شوي.

د راپورونو له مخې، د پولې په شاوخوا لسګونو کلیو کې د خلکو ترمنځ د وېرې او اضطراب فضا خپره شوې او ژوند په ټپه درېدلی دی.

طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي
100%

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بیجار په مشرۍ د ایران د سیستان او بلوچستان والي د طالبانو د نیمروز ولایت له والي محمود سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر پروګرامونو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو تمرکز شوی او دواړو خواوو د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره پر همغږۍ هوکړه کړې ده.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د سرحدي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده، او کولی شي د سیمې په کچه اقتصادي ودې او ثبات ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د نیمروز والي له لوري هم د متقابلو همکاریو هرکلی شوی او ویل شوي، چې د دواړو ولایتونو ترمنځ همغږي به د سوداګرۍ او تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.

محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۳۰ GMT+۱
محمد اکرم خپلواک: پر کونړ پوهنتون برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد اکرم خپلواک ویلي، چې پر کونړ پوهنتون( سید جمال الدین افغان پوهنتون)د پاکستان برید د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده او نړیواله ټولنه باید د دې په اړه عملي اقدامات وکړي.

محمد اکر خپلواک په ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، چې پاکستان دا ځل پر یو علمي مرکز، د کونړ پر پوهنتون، برید کړی دی.

هغه دا اقدام د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره نقض بللی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه یوازې د غندنې تر کچې نه شي محدودېدای.

خپلواک زیاته کړې، چې د دې ډول پېښو په وړاندې باید د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د ادارو له لارې جدي او عملي اقدامات ترسره شي.

هغه پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ملکي او علمي مرکزونو پر ضد د بریدونو موضوع جدي وڅېړي او د داسې کړنو مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.