د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا (امسو) مشر حامد عبیدي د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» په ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د یاد سازمان موندنې او اندېښنې شریکې کړې او زیاته یې کړه، چې د دغه سازمان نوې څېړنه چې ډېر ژر به خپره شي، په پاکستان کې د افغانانو بشري حقونو وضعیت بیانوي.
حامد عبیدي په دې ناسته کې وویل: «دوی د افغانانو د وضعیت په اړه یوه څېړنه چمتو کړې چې پهکې د جبري اېستلو د پلان (ای ایف ار پي) منفي اغېزې مستندې شوې دي».
عبیدي زیاته کړه، د دوی موندنې ښيي، چې پاکستان د افغان کډوالو حقونه او ټول نړۍوال معیارونه تر پښو لاندې کړي دي.
د امسو مشر د ملګرو ملتونو د «شکنجې پر خلاف کمېټې» کې چې د پاکستان د قانون او عدالت وزیر عقیل ملک، په جېنوا کې د پاکستان سفیر او ورسره مل پلاوي هم حضور درلود د پوښتنې په بڼه مطرح کړل: «ایا پاکستان دا ارزونه کړې، چې په جبري ډول اېستل شوي افغانان په خپل هېواد کې له کومو احتمالي خطرونو، شکنجې او یا مرګ سره مخ کېدای شي»؟
حامد عبیدي د ملګرو ملتونو د شکنجې پر خلاف له کمېټې څخه وغوښتل، چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د افغانانو د وضعیت د ارزونې لپاره یو خپلواک او بېپرې نظارتي میکانیزم ومني.
هغه زیاته کړه: «د اخراج د مخنیوي اصل رعایتول یوازې یو حقوقي بحث نه، بلکې د انساني کرامت د خوندیتوب یوازنۍ لار ده».
د هغه په باور، پاکستان له خطر سره د مخ افغانانو په اېستلو سره افغانان له هېڅ ډول قانوني ملاتړ پرته د خطرونو په منځ کې پرېږدي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو ورځو کې سره له دې چې په جبري ډول د افغانانو د اېستنې بهیر چټک کړی، د اسلاماباد ډېریو ښارګوټو ته په جدي ډول سپارښتنه کړې، چې له خپلو ښارګوټو د ویزو لرونکو افغانانو په ګډون ټول افغان کډوال وباسي او هېڅ ښارګوټی د دې حق نهلري چې افغانانو ته د اوسېدو ځای په کرایه ورکړي.
د پاکستان حکومت دغې چارې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې نورو هېوادونو ته د تګ په تمه شپې او ورځې تېروي سخت اندېښمن کړي دي.