• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د بې‌سرپرستو ښځو د تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۹ GMT+۱

په کابل کې د افغاني سره میاشت ټولنې په مرکزي مرستون کې د بې‌سرپرستو ښځو او اړمنو کورنیو د تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو. په دې مراسمو کې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو او یو شمېر کورنیو ګډون درلود.

د طالبانو په ولکه کې د افغاني سره میاشت تولنې مشر، شهاب‌الدین دلاور، د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې دا نندارتون د ټولنې د یوه محروم قشر د اقتصادي فعالیتونو کې د ونډې څرګندونه کوي. د هغه په وینا، سره میاشت د بې‌سرپرستو او کونډو ښځو لپاره سرپناه، د زده‌کړې زمینه او مسلکي مهارتونو د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، چې دا ښځې تر درې کلونو پورې په مرستونونو کې تر ملاتړ لاندې وي او د زده‌کړو ترڅنګ نغدي مرستې او نور امکانات هم ترلاسه کوي.

دلاور همداراز ټینګار وکړ، چې د دې ادارې په رهبرۍ کې پرېکړه شوې، څو د ښځو د تولیداتو لپاره یو ځانګړی بازار جوړ شي، تر څو د لاسي صنایعو د ودې او د ښځو د کارموندنې زمینه برابره شي.

بل لور ته، د«ای ایف ار سي» مرستیالې هما نادري وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې د بې‌سرپرستو ښځو د ملاتړ لپاره پراخې هڅې شوې دي او مرستونونه د بشري مرستو د وړاندې کولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغې په خبره، دا مرکزونه اوس د درې کلونو لپاره د موقتي سرپناه په توګه کارول کېږي او ښځو ته د خیاطۍ، حکاکۍ، قالین‌بافۍ، ګلدوزۍ او نورو مسلکي مهارتونو د زده کړې زمینه برابروي.

د یادونې وړ ده، چې دا پنځه ورځنی نندارتون د افغاني سره میاشتې ټولنېله لوري په کابل کې د دې ادارې په مرکزي مرستون کې جوړ شوی او موخه یې د بې‌سرپرستو ښځو د تولیداتو بازارموندنه او له اړمنو کورنیو ملاتړ ښودل شوې ده.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۴
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
طالبان او ایراني چارواکي د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي
100%

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د بیجار په مشرۍ د ایران د سیستان او بلوچستان والي د طالبانو د نیمروز ولایت له والي محمود سره لیدلي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د ایران او افغانستان د سرحدي ولایتونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر پروګرامونو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د اقتصادي، سوداګریزو او سرحدي همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو تمرکز شوی او دواړو خواوو د ګډو پروژو د عملي کېدو لپاره پر همغږۍ هوکړه کړې ده.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د سرحدي اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده، او کولی شي د سیمې په کچه اقتصادي ودې او ثبات ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د نیمروز والي له لوري هم د متقابلو همکاریو هرکلی شوی او ویل شوي، چې د دواړو ولایتونو ترمنځ همغږي به د سوداګرۍ او تګ راتګ په اسانتیا کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو ستره محکمه: په تېرو دریو میاشتو کې مو د ښځو اړوند له ۴ زرو ډېرې قضیې څېړلي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۱۳ GMT+۱
د طالبانو ستره محکمه: په تېرو دریو میاشتو کې مو د ښځو اړوند له ۴ زرو ډېرې قضیې څېړلي
100%

د طالبانو سترې محکمې ادعا کړې، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند ۴زره او ۲۱قضیو ته رسیدنه کړې ده. د طالبانو دا ادعا په داسې حال کې ده، چې دغه ډلې په افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د ښځو پر اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

یادې محکمې د یکشنبې په ورځ (د غویي۶مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه قضیې د میراث، د ملکیت حق او د ښځو په نوم د اسنادو د ثبت موضوعات رانغاړي.

د خبرپاڼې له مخې، له دې قضیو څخه ۱،۲۷۵یې د «مالکیت او میراث» پورې تړاو لري، ۲،۴۶۲قضیې د هغو ملکیتي اسنادو ثبت پورې اړه لري چې د مهر له ټاکلو سره د ښځو په نوم ثبت شوي، او ۲۸۴نورې قضیې د ښځو د ملکیت او میراث د سندونو د ترلاسه کولو په اړه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، پوهنتونونه او طبي انستیتوتونه یې د ښځو پر مخ تړلي، او همداراز یې په دولتي ادارو، کورنیو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

همدارنګه د ښځو پر ټولنیز حضور هم سخت محدودیتونه وضع شوي چې د هغوی د ژوند په بېلابېلو برخو یې ژور اغېز کړی دی.

طالبان: کانونه باید په مسلکي ډول وکېندل شي څو عواید زیات شي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
طالبان: کانونه باید په مسلکي ډول وکېندل شي څو عواید زیات شي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت‌الله بدري په بادغیس کې د کانونو د لیدنې په ترڅ کې ویلي، له طبیعي زېرمو څخه باید په مسلکي ډول ګټه واخیستل شي، څو عواید زیات شي. د څارونکو په وینا، کانونه د طالبانو د عوایدو اصلي سرچینې ګڼل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هدایت‌الله بدري بادغیس ته د سفر په ترڅ کې له بېلابېلو کانونو او د ګچ له کارخونو له لیدنې سربېره د کانونو د استخراج بهیر، تخنیکي چارو او د کارکوونکو فعالیتونه ارزولي دي.

بدري ویلي، له کانونو باید په معیاري ډول ګټه واخیستل شي، څو عواید زیات شي او همداراز یې زیاته کړې: «له طبیعي زېرمو څخه باید په مسلکي ډول ګټه واخیستل شي، تر څو ملي عواید زیات او خلکو ته د کار زمینه برابره شي».

د څارونکو په باور، طالبان پرته له دې چې د کاني سیمې د اوسېدونکو د ژوند هوساینې لپاره کوم کار وکړي، له کاني اړخه د عوایدو ډېره برخه دوی او قراردادي شرکتونه اخلي. د کاني سیمو اوسېدونکو او په ځانګړې توګه د تخار او بدخشان اوسېدونکو د طالبانو د دغې چارې په تړاو څو ځلي غبرګون ښودلی او د هغوی لاریونونه او اعتراضونه بیا د طالبانو له لوري ځپل شوي دي.

د سرو زرو د کانونو پر سر د کندهاري او بدخشاني طالبانو پټه شخړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

یاد طالب چارواکي همداراز اړوندو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د کان کېندنې اصولو او د کارکوونکو خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د شنونکو په وینا، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او کارګر ان معیاري حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د بادغیس د مقر ولسوالۍ په سنجیتک سیمه کې د ګچ کان دی او د مرکز قلعه‌ نو په قیامت قول سیمه کې د ګچو کارخونې دي.

طالبان وایي د جوزجان یتیم‌تاق د سمنټو فابریکې چارې سبا پیلېږي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۴۱ GMT+۱
طالبان وایي د جوزجان یتیم‌تاق د سمنټو فابریکې چارې سبا پیلېږي
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د جوزجان ولایت د یتیم‌تاق د سمنټو فابریکې عملي چارې به سبا په رسمي ډول پیل شي.

د یاد وزارت ویاند همایون افغان نن یکشنبه (د غويي ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه پروژه به سبا رسما پرانیستل شي. د هغه په وینا، د فابریکې ټول لګښت شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالره دی او په ورځ کې د ۳۰۰۰ټنه سمنټو د تولید وړتیا لري.

چارواکي زیاتوي چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

افغانستان کې اوس مهال د سیمنټو سترې فابریکې په هرات، کندهار بغلان، کندز او ځینو نورو ولایتونو کې فعالیت لري. د دې تر څنګ افغانستان د خپلې اړتیا وړ سمنټ له ایران او پاکستان څخه هم واردوي. له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، د دوغارون او اسلام‌کلا له لارې هر کال شاوخوا ۴زره ټنه د تربت‌جام سمنټ افغانستان ته صادرېږي.

طالبان: په درې ولایتونو کې پنځه مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورل شوي

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۲۱ GMT+۱
طالبان: په درې ولایتونو کې پنځه مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورل شوي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایي، د غزني، بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې یې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او نورو ستونزو ژغورلې دي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د یادو ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندي کولو په موخه دغه پنځه مېرمنې له بېلابېلو ستونزو ژغورلې دي.

د وزارت په وینا، په دغو قضیو کې د کورني تاوتریخوالي، کورني بند، نفقې او میراث اړوند ستونزې شاملې وې، چې مېرمنې ترې د ناوړه دودونو له امله محرومې شوې وې.

خبرپاڼه زیاتوي چې د تېرې حمل میاشتې په ترڅ کې په ټول هېواد کې د مېرمنو اړوند له ۴۰۱څخه ډېرو قضیو ته رسېدنه شوې، چې پکې د میراث، ولور، نفقې، کورني بند، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح قضیې شاملې دي.