پاکستان د کونړ پر ملکي سیمو او پوهنتون د برید ادعاوې رد کړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت پر ملکي سیمو او د سید جمالالدین افغان پوهنتون د بریدونو په اړه راپورونه «بېاساس» دي او حقیقت نه لري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت پر ملکي سیمو او د سید جمالالدین افغان پوهنتون د بریدونو په اړه راپورونه «بېاساس» دي او حقیقت نه لري.
دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې د یاد پوهنتون او ملکي سیمو د هدف ګرځېدو ادعاوې «سپین دروغ» دي او د خلکو د همدردۍ جلبول او د هغه څه پټول دي چې دوی یې د طالبانو له لوري د وسلهوالو ډلو ملاتړ بولي.
په بیان کې ویل شوي، چې هېڅ ډول برید پر دغه پوهنتون نه دی شوی او ټولې دغه ادعاوې جعلي دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت زیاتوي، چې د دې هېواد پوځي عملیات د دقیقو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره کېږي او هدف یې یوازې د «ترهګرو ډلو بنسټیزې زېربناوې» دي.
همداراز یاد وزارت ویلي، که په افغانستان کې کوم پوځي اقدام ترسره کېږي، هغه به په رسمي ډول اعلان شي. د دوی په وینا، داسې راپورونه د «نیابتي ډلو د ملاتړ د پټولو» لپاره خپرېږي او د بهرنیو رسنیو له خوا مبالغه کېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان پوځ د کونړ ولایت پر ځینو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې بریدونو کې ۴ملکي وګړي وژل شوي او ۷۰نور ټپیان شوي دي.
هغه همداراز ویلي، چې د سید جمالالدین افغان پوهنتون هم هغه مهال هدف ګرځول شوی، چې زدهکوونکي په ټولګیو کې حاضر وو. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت بیا ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۰محصلین ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، ټپیان د اسعداباد روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.