فرانسې افغانستان ته د ۴۲ ټنه خوراکي او طبي مرستو چوپه لېږلې ده

د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.

د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.