• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېلان ماسک محکمې ته: د اوپن‌اې‌ای مفکوره زما وه خو مدیرانو یې لوری بدل کړ

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۱

د نړۍ لوی میلیاردر، د ټېسلا او سپېس‌اېکس بنسټ‌اېښودونکي اېلان ماسک د اوپن‌اې‌ای د راتلونکې په اړه په یوې حساسې محکمه کې وویل، چې د دې شرکت د جوړېدو مفکوره د هغه وه، خو وروسته د شرکت مدیرانو یې لوری بدل کړی دی.

ماسک د سې شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د شاهد په توګه محکمې ته حاضر شو او خپله دعوه یې د اوپن‌اې‌ای، د دې شرکت د اجراییوي رییس سم التمن او د شرکت د مشر ګرېګ بروکمن پر ضد د خیریه فعالیتونو د اصولو د دفاع هڅه وبلله. هغه ادعا وکړه، چې دا شرکت له خپل اصلي ماموریت، یعنې د بشریت له خدمت څخه لرې شوی او پر یوه ګټندویه بنسټ بدل شوی دی.

ماسک د محکمې په لومړۍ ورځ وویل: «که د خیریه بنسټونو لوټل عادي شي، نو په امریکا کې به د خیریه مرستو بنسټ له منځه لاړ شي». هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د اوپن‌اې‌ای مفکوره، نوم‌اېښودنه، د مهمو کارکوونکو جذب او لومړنی مالي تمویل ټول د ده له لوري ترسره شوي او هدف یې د یوه غیرانتفاعي بنسټ جوړول وو.

په مقابل کې، د اوپن‌اې‌ای او التمن وکیل ویلیام ساوېت د خپلې دفاع په ترڅ کې منصفه پلاوي ته وویل، چې دا خپله ماسک وو، چې له پیل څخه یې غوښتل دا بنسټ پر یوه ګټې محور شرکت بدل کړي او حتی غوښتل یې په پای کې یې مشري په لاس کې واخلي. د هغه په وینا، ماسک چې په دې هڅه کې ناکام شو، نو بیا یې دعوه وکړه او په ۲۰۲۳ کال کې یې خپل د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «xAI» جوړ کړ.

ساوېت زیاته کړه، چې د ماسک هدف «په سر کې درېدل» وو او دا قضیه د هغه د غوښتنو د نه پوره کېدو پایله ده. په همدې حال کې، د ماسک وکیل سټیون مولو ادعا وکړه، چې د اوپن‌اې‌ای مدیران د شتمنۍ د راټولولو په لټه کې دي او دا شرکت د مایکروسافټ په څېر پانګه‌والو د جذب له لارې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړه، له خپل اصلي مسیر څخه اوښتی دی.

ماسک په خپله دعوه کې له اوپن‌اې‌ای او مایکروسافټ څخه د ۱۵۰ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې د دې بنسټ خیریه برخې ته ځانګړې شي. هغه همداراز غواړي، چې اوپن‌اې‌ای بېرته خپل غیرانتفاعي جوړښت ته وګرځي او التمن او بروکمن له خپلو مدیریتي دندو لرې شي.

د محکمې په بهیر کې، د امریکا فدرالي قاضي ایوون ګونزالېز راجرز د ټولنیزې شبکې اېکس کې د ماسک د څرګندونو له امله هغه ته خبرداری هم ورکړ. ماسک مخکې التمن «درغل‌ګر» بللی او هغه یې د یوه خیریه بنسټ د ناوړه ګټې اخیستنې په تور تورن کړی وو. قاضي ترې وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل فعالیت محدود کړي؛ هغه غوښتنه چې ماسک او التمن دواړو ومنله.

تمه کېږي، چې په دې محکمه کې به د التمن او د مایکروسافټ د اجراییوي رییس ساتیا نادېلا په څېر څېرې هم شاهدي ورکړي. دا قضیه د اوپن‌اې‌ای د داخلي اختلافاتو او د دې شرکت د بدلون بهیر ته بې‌ساری نظر وړاندې کوي، له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د یوه غیرانتفاعي څېړنیز لابراتوار په توګه پیل شو، تر دې چې اوس له ۸۵۰ میلیارده ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکی ټکنالوژیکي لوی شرکت ګرځېدلی دی.

ماسک د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې لرلې او د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره تر لیدنې او د ګوګل د بنسټ‌اېښودونکي لېري پېج سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلی وو، چې باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یو بنسټ جوړ شي.

په مقابل کې، د اوپن‌اې‌ای وکیلانو ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا خوندیتوب د ماسک لپاره لومړیتوب نه وو او حتی هغه د دې برخې پر کارکوونکو ملنډې وهلې.

اوپن‌اې‌ای وروسته له هغې چې ماسک له مدیره پلاوي ووت، خپل جوړښت بدل کړ او په ۲۰۱۹ کال کې یې ګټې محور څانګه جوړه کړه، څو وکولای شي د ګوګل اړوند د مصنوعي ځیرکتیا لابراتوار «ډیپ‌ماینډ» په څېر سیالانو سره سیالي وکړي. دا شرکت اوس د «Anthropic» په څېر نورو شرکتونو له زیاتېدونکې سیالۍ سره مخ دی.

دا قضیه کولای شي د اوپن‌اې‌ای د احتمالي عامه ونډو د وړاندې کولو پروګرامونه هم اغېزمن کړي او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې او خوندیتوب په اړه عامه اندېښنې لا پسې زیاتې کړي.

ترویج لرونکی

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

څنګه کولای شو د وېښتانو د ژر سپینېدو مخه ونیسو؟

۲

د طالبانو د مخابراتو وزیر ویلي د ډیجیټلي سکټور د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

•
•
•

نور کیسې

سي‌اېن‌اېن: ايران به ډېر ژر پاکستان ته يو نوی وړانديز وسپاري

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستاني چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو څو ورځو کې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ايران څخه يو اصلاح شوی وړانديز ترلاسه کړي.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي جمهوريت له وروستي وړانديز څخه خوشاله نه‌دی او هغه به ونه مني.

د دغو سرچينو په وينا، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي به له روسيې څخه تر راستنېدو وروسته په تهران کې د ايران له مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

سرچينو زياته کړې، چې دا بهير ورو روان دی، ځکه د ایران اسلامي جمهوريت له مشر مجتبی خامنه‌يي، سره چې د اوسېدو ځای يې پټ ساتل کېږي، اړيکه ټينګول ستونزمن کار دی.

دوی وايي، چې دا بهير لا هم روان دی او بدلون په‌کې راځي او همداراز ډېر څه په دې پورې تړلي دي چې ايا ايران به يو داسې اصلاح شوی وړانديز وړاندې کړي، چې د امريکا لپاره د منلو وړ وي که نه.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي وو، چې ايران امريکا ته ويلي: «د ړنګېدو په حالت کې دی» او ټينګار يې کړی وو، چې تهران غواړي د هُرمز تنګی پرانيستی پاتې شي، په داسې حال کې چې «هڅه کوي د خپل مشرتابه وضعيت روښانه کړي.»

تر دې مخکې «اکسیوس» هم د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی وو، چې ټرمپ د تهران په اړه د دوو لارو تر منځ پاتې دی: يا نوي پوځي بريدونه وکړي او يا انتظار وباسي څو وڅېړي چې ايا روان بنديزونه کولای شي اسلامي جمهوريت دې ته وهڅوي چې د خپلو اټومي وسلو د پروګرام د پای ته رسولو په اړه خبرو ته کېني که نه.

په راپور کې ويل شوي، د ټرمپ ځينې لوړپوړي سلاکاران باور لري، چې بايد د هُرمز تنګي کلابندي وساتل شي او نور اقتصادي بنديزونه هم ولګول شي، څو پر ايران فشار زيات شي.

د راپور له مخې، ټرمپ له حکومت څخه بهر له ځينو څېرو سره هم مشورې کړي او هغه ته سپارښتنه شوې، چې له دې بند حالت څخه د وتلو لپاره پوځي اقدام هم په پام کې ونيسي.

د ټرمپ د يوه سلاکار په وينا، هغه په دې وروستيو کې ويلي: «يوازنی څه چې د اسلامي جمهوريت مشران پرې پوهېږي، بم دی».

ازبکستان او بېلاروس د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشف د بېلاروس له سفیر الکساندر اوګورودنیکوف سره د افغانستان په اړه د همکاریو پر راتلونکو امکاناتو خبرې اترې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا لیدنه د سه‌شنبې په ورځ (غویي ۸مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوې، چې پکې دواړو لورو د افغانستان اړوند عملي همکاریو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

په دې خبرو کې ټینګار شوی، چې دواړه هېوادونه به خپلې اړیکې او ګډې همکارۍ لا پیاوړې کوي، په ځانګړي ډول د افغانستان د وضعیت په تړاو به دوامداره سلا مشورې روانې ساتي.

په ناسته کې د ازبکستان او بېلاروس ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو اړوند یو شمېر نور موضوعات هم څېړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، بېلاروس تېر کال افغانستان ته د خپلو نفتې توکو صادرات ۳۸۱ زره ټنو ته لوړ کړي، چې دا شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ برابره زیاتوالی ښيي.

بل لور ته، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې، سره له سیاسي او اقتصادي ننګونو، په دوامداره توګه پراخې شوې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه هر کال سلګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي او ازبکستان د افغانستان له مهمو سیمه‌ییزو سوداګریزو شریکانو څخه ګڼل کېږي.

افغانستان ازبکستان ته سکاره، کرنیز محصولات او خام مواد صادروي، او په بدل کې ترې برېښنا، سون توکي او تولیدي توکي واردوي. دواړو لورو مخکې هم څو ځله د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د کچې د یو میلیارد ډالرو څخه د زیاتېدو خبره کړې ده.

تازه نظر پوښتنه؛ امریکایان د اقتصادي فشارونو له امله د ټرمپ له کړنو ناخوښ دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

په امریکا کې د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تایید کچه د هغه د اوسنۍ دورې تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې ده، ځکه چې د ژوند د لګښتونو لوړوالی او له ایران سره جګړې د امریکایانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

دغه څلور ورځنۍ سروې چې د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده، ښيي چې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ د سپینې ماڼۍ کړنې تاییدوي، چې دا د مخکینۍ سروې (چې د اپرېل له ۱۵ تر ۲۰ ترسره شوې وه) له ۳۶ سلنې څخه کمه ده. په همدې حال کې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د واک له پیل سره دا کچه ۴۷ سلنه وه.

سروې څرګندوي چې د ژوند د لګښتونو په برخه کې د ټرمپ ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او یوازې ۲۲ سلنه خلک د دې برخې د مدیریت څخه راضي دي. شنونکي وایي، د پټرولو بیو چټک زیاتوالی د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي چې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د فبرورۍ ۲۸ بریدونو وروسته، د تېلو نړیوال بازار ګډوډ شوی او د پټرولو بیې تر ۴۰ سلنې ډېرې لوړې شوې دي. دا وضعیت د امریکايي کورنیو پر اقتصادي حالت دروند فشار اچولی دی.

په ورته وخت کې، که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ اوربند شخړه یو څه راکمه کړې، خو د ایران له لوري ګواښونه لا هم د تېلو د صادراتو مخه نیسي، چې له امله یې د انرژۍ نړیوالې بیې لوړې پاتې دي.

د بیو دغه زیاتوالی پر امریکايي کورنیو سخت اغېز کړی او د ټرمپ د جمهوري غوښتونکو تر منځ یې اندېښنې زیاتې کړې دي چې کېدای شي د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې د امریکا کانګرس کنټرول له لاسه ورکړي.

که څه هم د جمهوري غوښتونکو اکثریت (۷۸ سلنه) لا هم وایي چې د ټرمپ ملاتړ کوي، خو د همدې ګوند ۴۱ سلنه خلک د ژوند د لګښتونو په اړه د هغه له مدیریت څخه ناخوښ دي.

خپلواک رایه ورکوونکي، چې کېدای شي په ټاکنو کې مهم رول ولوبوي، د کانګرس د ټاکنو په اړه د پوښتنې پر مهال دیموکراتانو ته د ۱۴ امتیازو په توپیر ترجیح ورکوي (۳۴ سلنه د ۲۰ سلنې پر وړاندې). څلورمه برخه خلکو ویلي چې لا یې هم پرېکړه نه ده کړې.

که څه هم د امریکا او ایران تر منځ شخړه وروسته له هغې یو څه سړه شوې چې دواړو لورو د همدې میاشتې په پیل کې پر اوربند هوکړه وکړه، خو د ایران ګواښونه لا هم د دې لامل شوي چې ډېری د تېلو بارونه د فارس خلیج څخه ونه وځي. دا چاره په امریکا او نړۍ کې د انرژۍ بیې لا زیاتوي، ځکه نړیوال اقتصاد خپلې زېرمي کاروي او غوښتنه محدودوي.

یوازې ۳۴ سلنه امریکایان له ایران سره د امریکا شخړه تاییدوي، چې دا د اپرېل له نیمایي (۳۶ سلنه) او د مارچ له نیمایي (۳۸ سلنه) څخه کمه ده.

وروستۍ سروې چې په ټول هېواد کې او په انلاین ډول ترسره شوې، د ۱,۲۶۹ امریکایي بالغو خلکو نظرونه راټول کړي، چې پکې ۱,۰۱۴ راجستر شوي رایه ورکوونکي شامل و او د تېروتنې اندازه یې ۳ سلنه ښودل شوې ده.

بریتانیا: د طالبانو تګلارې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت ویلي، اندېښمنوونکې نوې شمېرې ښيي چې د طالبانو تګلارې د افغانستان لپاره اوږدمهاله زیانونه لري. بل خوا یونیسف ویلي، که پر نجونو او ښځو محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د شاوخوا ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د دوی په وینا، د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه د ټولنې پر بنسټونو منفي اغېز کوي او د ټولو افغانانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخامخوي.

دغه هېواد یو ځل بیا ټینګار کړی، چې یاد محدودیتونه باید ژر تر ژره لغوه شي، څو افغانان وکولای شي په تعلیم، کار او ټولنیزو چارو کې په مساوي ډول ګډون ولري.

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق(یونیسف) خبرداری ورکړی، چې که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام ومومي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۵ زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

د یونیسف په وینا، دغه وضعیت کولی شي د هېواد د پوهنې او روغتیايي سکتورونو پر راتلونکې جدي منفي اغېزې ولري او د خدماتو کیفیت لا نور هم ټیټ کړي.

بریټانیا د ایران سفیر د سفارت پر ټولنیزو رسنیو د ناسمو څرګندونو له امله احضار کړی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۸ GMT+۱

بریټانیا په لندن کې د ایران سفیر د سفارت پر ټولنیزو رسنیو د هغو څرګندونو له امله احضار کړی، چې لندن «ناسمې او تاوتریخوالي هڅوونکې» بللې دي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له سفیر سره په کتنه کې ویل شوي چې د ایران سفارت باید داسې هر ډول خپرونې او اړیکې بندې کړي چې په بریټانیا یا نړیواله کچه د تاوتریخوالي د هڅونې په توګه تعبیرېدای شي.

د راپورونو له مخې، د ایران سفارت په خپل ټیلیګرام چینل کې له ایرانیانو غوښتي وو چې په بریټانیا کې د خپل هېواد د دفاع لپاره د یوه کمپاین برخه شي او د رضاکارۍ لپاره چمتووالی وښيي.