په نایجریا کې د یوه برید له امله ۲۹ کسان وژل شوي دي

د نایجریا چارواکو ویلي، چې وسلهوالو کسانو د دغه هېواد د اداماوا ایالت پر یوه کلي برید کې لږترلږه ۲۹ کسان وژلي دي. داعش په ټېلګرام پاڼه د یوه بیان په خپرولو د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی.
د ځايي چارواکو او اوسېدونکو په وینا؛ وسلهوال بریدګر د ګومبي سیمې ته ننوتل او د څو ساعتونو لپاره یې پر خلکو ډزې وکړې. په دغه برید کې د مالي زیانونو او د ځایي اوسېدونکو د ملکیتونو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.
