• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ پر افغانستان د پاکستان د بریدونو د بې پرې پلټنې غوښتنه کړې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې د افغانستان د وروستۍ پېښې عاملان باید د خپلو کړنو مسوول وګرځول شي. بېنېټ زیاته کړې، چې د وروستیو او پخوانیو پېښو بېړنیو، خپلواکو او هر اړخیزو څېړنو اړتیا ده.

نوموړي پر خپل ایکس لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمان یوناما اندېښنه او خواخوږي تاییدوي او ټینګار کوي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وساتل شي.

دا په داسي حال کې ده چې پرون د کونړ او د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر سیمو د پاکستان له بریدونو وروسته پخوانی ولسمشر حامد کرزي دملګرو ملتونو له سازمان نه وغوښتل چې د دغو پېښو جدي او بې‌طرفه څېړنې وکړي.

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۵

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

یوناما وايي په اسعد اباد کې یې د لسګونو ملکي کسانو مرګ ژوبله مستنده کړې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۱
یوناما وايي په اسعد اباد کې یې د لسګونو ملکي کسانو مرګ ژوبله مستنده کړې
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ویلي چې د کونړ د اسعد اباد په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو له امله لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. یوناما وایي، د نړیوالو بشري قوانینو له مخې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول د زده کړو بنسټونه، باید خوندي وساتل شي.

یوناما د پاکستان له نوم یادونې پرته ویلي، چې په اسعد اباد کې یې د پوهنتون په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د لسګونو ملکي کسانو مرګ ژوبله مستنده کړې ده.

یوناما د وژل شویو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښودلې.

یوناما د وژل شویو او ټپي شویو کسانو شمېر نه دی یاد کړی، خو د افغانستان انټرنشنل د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې اووه تنه وژل شوي او ۷۵ تنه نور ټپیان دي.

جرمني تېره شپه په یوه چارټر الوتکه کې ۲۵ افغان پناه غوښتونکي کابل ته لېږدولي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱
جرمني تېره شپه په یوه چارټر الوتکه کې ۲۵ افغان پناه غوښتونکي کابل ته لېږدولي
100%

جرمني د افغان کډوالو د اخراج په لړ کې تېره شپه یوځل بیا ۲۵ کسان کابل ته لېږلي دي او دا عملیات د شپې په پټه شوي دي. د افغان پناه غوښتونکو الوتکه د لایپزیګ له هوايي ډګره پورته شوې او له یوې لنډې دمې وروسته کابل ته تللې ده.

د جرمني چارواکو دغه کسان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، د مخدره توکو په قاچاق، ډله‌ییز جنسي تېري، وژنو او نورو جدي جرمونو تورن کړي دي.

ویل کېږي چې ځینې پناه کسان مستقیم له زندانونو څخه هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې اخراج شوي کسان ټول نارینه دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان په جرمني کې د قانون له مخې په وتلو مکلف وو او د بېلابېلو جرمونو په تور محکوم یا تورن شوي وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا اقدام د جرمني د کورنیو چارو وزارت او په کابل کې د طالبانو ادارې ترمنځ د یوې عملي هوکړې پر بنسټ کېږي، څو د اخراج منظم بهیر ممکن شي.

همدارنګه ویل شوي چې دا اقدام د جرمني د حکومت د کډوالۍ د نوې تګلارې یوه برخه ده چې هدف یې د اخراج پروسې منظمول او سختول دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول اخراجونه د کډوالۍ د نوې پالیسۍ مهمه برخه ده او هغه کسان چې د جرمني له قوانینو سرغړونه کوي او جرمونه کوي، باید له هېواده وویستل شي.

هغه ویلي چې حکومت به یې دا لړۍ لا پسې پراخه کړي.

دا د جرمني د اوسني حکومت تر واک لاندې درېیم لوی ډله‌ییز اخراج دی. وړاندې هم په تېرو میاشتو کې ورته الوتنې شوې وې.

د بشري حقونو سازمانونه پر دا ډول اخراجونو نیوکې کوي او وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی او دا ډول شړنې د بشري حقونو د سرغړونو ګواښونه ډېروي.

د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال د پوځي وضعیت ارزونې لپاره کونړ ته تللی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۶ GMT+۱
د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال د پوځي وضعیت ارزونې لپاره کونړ ته تللی
100%

د طالبانو دفاع وزارت وایي چې ددغه وزارت مرستیال مالي خان صدیق د کونړ ولایت اړوند ډیورنډ کرښې له پوستو لیدنه کړې ده. نوموړي دغه راز د کونړ په ولایتي روغتون کې د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې له ټپي شویو کسانو سره هم لیدلي او نغدي مرسته یې ورسره کړې ده.

د طالبانو دفاع وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۸مه وویل، چې دغه لیدنه د پوځي وضعیت ارزونې او له مېشتو سرتېرو سره د خبرو لپاره شوې ده.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې مالي خان صدیق په دغه سفر کې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا او ولسونو څخه د دفاع په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي ټینګار کړی چې د دفاع وزارت ټول مسوولان او سرتېري د طالبانو ادارې د استحکام او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته ژمن دي.

مالي خان صدیق پر اسعد اباد د پاکستان له بریدونو یوه ورځ وروسته اسعد اباد ته تللی دی.

نن هم د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ پاکستان بریدونه کړي، خو طالبانو تراوسه ددغو بریدونو ځواب نه دی ور کړی.

میرضیایف د ازبکستان له چارواکو او سوداګرو له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱
میرضیایف د ازبکستان له چارواکو او سوداګرو له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په تاشکند کې یوې لویې غونډه کې د دغه هېواد له چارواکو، سوداګرو او خلکو غوښتي، چې له افغانستان سره اړیکې پراخه کړي. نوموړي افغانان زیارکښ او د بډایه کلتور لرونکي بللي دي.

شوکت میرضیایف د دواړو هېوادونو ترمنځ پیاوړې همکاري ګټوره یاده کړې او زیاته کړې یې ده: «موږ باید له هغوی سره دوستان، وروڼه او ګاونډیان واوسو». په دغه غونډه کې د ازبکستان والیانو له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
د فرغانې والي خیرالله بازاروف وویل، چې په افغانستان کې د پانګونې او صادراتي پروژو لپاره پراخ چمتووالی لري. د اندیجان والي شوهرات عبدالرحمانوف بیا وویل، له افغانستان سره یې د یو مېلیارډ ډالرو په ارزښت لوی صادراتي تړون لاسلیک کړی چې له ډلې به یې د ۲۰۲۶کال په ترڅ کې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي او خدمات وړاندې شي.

د سرخان دریا والي الوګبیک قاسیموف تر غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې افغانستان د ازبکستان د صادراتو لپاره مهم او نوی بازار یاد کړ او زیاته یې کړه، غواړي سږکال خپل ټول صادرات یو مېلیارد ډالرو ته ورسوي چې نیمایي برخه به یې افغانستان ته ولاړه شي.

افغانستان لاهم د ازبکستان له مهمو بهرنیو سوداګریزو شریکانو څخه دی. په ۲۰۲۵کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۱.۶۷۸ مېلیارد ډالرو ته ورسېده، چې دا د ۲۰۲۴کال پرتله ۵۴۰ مېلیون ډالره او د ۲۰۲۳کال پرتله ۸۱۱ مېلیون ډالره زیاتوالی ښيي.

ځايي اوسېدونکي: پاکستاني ځواکونو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ د درندو وسلو بریدونه پیل کړي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱
ځايي اوسېدونکي: پاکستاني ځواکونو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ د درندو وسلو بریدونه پیل کړي
100%

په کونړ کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو پر خاص کونړ ولسوالۍ د درندو وسلو بریدونه پیل کړي دي. د سېمې د اوسېدونکي په وینا، د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد کمپ او شالۍ ډاک اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي او خوندي ځایونو ته روان دي.

سیمه ییزو سرچینو ددغو بریدونو له امله د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو او پاکستان هم تراوسه ددغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تېره ورځ پر اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول او شاوخوا ۷۵ نور ټپیان شول.