• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کندهاره د لومړي ځل لپاره امارات ته د ۲۰ ټُنه الوچو صادرات پیل شول

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د کندهار لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، په لومړي ځل له دغه ولایت څخه متحده عربي امارات ته د ۲۰ ټُنه الوچو صادرات پیل شول. د یاد دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، تر اوسه ۲ ټُنه الوچې صادرې شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د کندهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له‌مخې، دا لومړی ځل دی چې له کندهار ولایت څخه متحده عربي امارات ته د هوا له لارې الوچې صادرېږي.

د معلوماتو پر بنسټ، د دغو صادرېدونکو الوچو ټول ارزښت څه باندې ۷۰ زره ډالره په ګوته شوی او ویل کېږي د یوه خصوصي شرکت له لوري دغه چاره ترسره کېږي.

د صادروونکي شرکت په وینا، تر اوسه ۲ ټُنه الوچې امارات ته صادر شوي او پاتې نور به هم په راتلونکو ۲۰ ورځو کې صادرې شي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم: د پاکستان په بریدونو سره د افغانانو روحیه نه‌خرابېږي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
ندا محمد ندیم: د پاکستان په بریدونو سره د افغانانو روحیه نه‌خرابېږي
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کونړ کې د یوې دیني جامعې اړوند غونډه کې پر کونړ د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه د افغانانو روحیه نه‌شي خرابولی. پر کونړ د پاکستان په پروني بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ندا محمد ندیم په کونړ کې د عبدالله بن عباس دیني جامعې له رهبرۍ سره په کتنه کې پر کونړ د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او زیاته یې کړه: «په دې ډول بریدونو د افغانانو روحیه نه‌خرابیږي او تر دې په سختو حالاتو کې هم فاضلانو، محصلینو او زده‌کوونکو خپلو درسونو ته دوام ورکړی دی».

هغه تر دې مخکې د کونړ په اسعداباد ښار کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د وروستۍ پېښې د ټپي شویو محصلانو د پوښتنې پر مهال ویلي، چې دوی کمزوري نه‌دي، خو غچ به «د وخت په تناسب» اخلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: موږ کمزوري نه یو، له دښمن نه به «د وخت په تناسب» غچ اخلو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو پخواني ویاند اجمل عمر شینواري له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان د پرمختګونو پر اړوندو بنسټونو بریدونه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کونړ پر مرکز او ولسوالیو د درندو وسلو بریدونه وکړل او له امله یې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په وردګ پوهنتون کې زده‌کړیالانو ته د املاء او انشاء سیمینار پیل کړی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱
طالبانو په وردګ پوهنتون کې زده‌کړیالانو ته د املاء او انشاء سیمینار پیل کړی
100%

طالبانو په وردګ پوهنتون کې د املاء، انشاء او لیک نښو تر سرلیک لاندې څلور ورځنی علمي سیمینار پیل کړی دی. د یاد پوهنتون په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروګرام د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د لارښوونې پر بنسټ جوړ شوی دی.

د یاد پوهنتون سرپرست خیبر سیفي د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د دغه سیمینار د پیل مراسمو کې ویلي، چې د لیکوالۍ مهارتونه د محصلینو د علمي شخصیت بنسټ جوړوي او دغسې پروګرامونه د علمي پیاوړتیا لپاره اساسي رول لري.

د دغه پوهنتون په خبرپاڼه کې راغلي، دغه سیمینار د املايي اصولو، معیاري انشاء لیکنې او د لیک نښو د سمې کارونې پر بنسټیزو موضوعاتو متمرکز دی. ګډونوال به د څلورو ورځو په لړ کې د لیکنې په هنر کې عملي مهارتونه زده کړي او وبه توانېږي خپل علمي او ادبي افکار په روښانه او منظم ډول وړاندې کړي.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو پر دغې کړنې نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په اوسني عصر کې دا خورا جالبه ده، چې د پوهنتون زده‌کړیالانو ته د املاء په تړاو سیمینار ورکول کېږي.

د خواله رسنیو کاروونکو ویلي، د نړۍ په پوهنتونونو کې پر مختګونو او مصنوعي ځیرکتیا پر پراختیا بحثونه او تدریس کېږي، خو د افغانستان پوهنتونونو کې لا هم د ښوونځیو په څېر د لیک لوست هڅې کېږي.

هم‌مهاله نیوکې شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د پوهنتونونو درسي کېفیت هم خورا کمزوری شوی او په دې وروستیو کې طالبانو داسې استادان ګومارلي چې په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره علمي او اکاډمیک ظرفیتونه نه‌لري.

احمد مسعود: طالبان ښايي اکثریت پښتانه وي خو د پښتون د «باشرفه» قوم استازي نه‌دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۹ GMT+۱
احمد مسعود: طالبان ښايي اکثریت پښتانه وي خو د پښتون د «باشرفه» قوم استازي نه‌دي
100%

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د غویي اتمې د نمانځنې په انلاین مراسمو کې ویلي، چې ښايي د طالبانو اکثریت غړي پښتانه وي، خو پر افغانستان دغه حاکمه ډله د پښتنو استازي نه‌دي. هغه زیاته کړې، چې پښتانه سیاستوال باید د طالبانو پر خلاف عامه پوهاوی وکړي.

احمد مسعود وویل: «نن ورځ د پښتنو روښان فکران تر هر چا ډېر مسوولیت لري، چې د طالبانو پر وړاندې عامه پوهاوی وکړي او د دغې فتنې پر وړاندې ودرېږي».

د نوموړي په خبره، هر هغه څوک چې طالبان پښتانه بولي، نو دا ډول افکار د دوی د خوځښت لپاره ډېر زیان لري.

د مقاومت جبهې مشر د خپلې وینا په لړ کې زیاته کړه، چې افغانستان د «هېڅ ډلې، هېڅ خوځښت او هېڅ مجموعې» پورې تړاو نه‌لري او یوازې خلک یې وارثان دي. د هغه په وینا: «هر هغه نظام چې ولسي مشروعیت، داخلي مشروعیت او بهرنۍ اړیکې ونه‌لري مشروعیت نه‌لري».

د احمد مسعود په باور، هغه ډله چې د ښځو ازادۍ سلبوي، د خلکو حقونه یې نه‌وي خوندي کړي، ځوانان یې غلي کړي وي او ډول ډول بندیزونه یې لګولي وي،‌ هېڅکله مشروع نظام نه‌شي ګڼل کېدای.

تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د مشر دغو څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

نورالله نوري: داعش او مقاومت جبهه نشته، یوازې تبلیغات دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تېره اونۍ د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر نورالله نوري په بدخشان کې یوې غونډې ته وویل، چې د مقاومت په نوم جبهه یوازې تش تبلیغات کوي او په افغانستان کې هېڅ ډول ولسي ریښې نه‌لري. نوموړي همدا راز ادعا وکړه، چې د دغې جبهې غړي هم په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌لري او یوازې پر تبلیغاتو اخته دي.

طالبانو د کندهار د نېش ولسوالۍ د فلورایټ کان هم په قرارداد ورکړ

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
طالبانو د کندهار د نېش ولسوالۍ د فلورایټ کان هم په قرارداد ورکړ
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د کندهار د نېش ولسوالۍ د فلورایټ کان د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په پانګونې سره یوه داخلي شرکت ته په قرارداد ورکړ. د دې قرارداد ۳۵ سلنه عواید طالبان اخلي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د کندهار د نېش ولسوالۍ د «کندي غنیګي» سیمې د فلورایټ کان د شاوخوا ۱۴۵ میلیونه افغانیو په پانګونې سره یوه داخلي شرکت ته د ۳۰ کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمان قانت ویلي: «د دغه کان تړون د امارت د ۳۵ سلنې رویالټۍ یا پروسس شوې برخې په بدل کې د دېرش کلونو لپاره په دې شرط عقد کېږي، چې د کانونو له قانون، طرزالعمل او خپلو ژمنو سره سم کار او فعالیت وکړي».

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد شوی شرکت د رویالټۍ له ورکړې سربېره، له خپلو ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو او د چاپېریال ساتنې په برخو کې هم مکلف دی او نږدې ۱۵۰ کسانو ته به په‌کې د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ د تازه راپور له‌مخې، افغانستان په داسې بڼه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي، چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

اسټرالیایي انسټیټیوټ: افغانستان په بې‌سارې توګه خپله کاني شتمني له لاسه ورکوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د راپور له مخې، افغانستان مهم او حیاتي معدني توکي د ارزښت د ځنځیر په تر ټولو ټیټه کچه صادروي، په داسې حال کې چې نور هېوادونه، په ځانګړي ډول چین، د پروسس، بیې ټاکلو او ستراتېژیک نفوذ واګی په لاس کې اخلي. په دې توګه هغه سرچینې چې کولی شول د افغانستان د ثبات او سوکالۍ بنسټ وګرځي، په داسې ډول مدیریت کېږي، چې هېواد له دې فرصت څخه بې‌برخې کوي.

د بشري حقونو څار سازمان له پاکستانه غوښتي چې د ملکي افغانانو خوندیتوب ته ‌پام وکړي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱
د بشري حقونو څار سازمان له پاکستانه غوښتي چې د ملکي افغانانو خوندیتوب ته ‌پام وکړي
100%

د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د توغندیزو بريدونو له دوام سره سم د بشري حقونو څار بنسټ يو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد او طالبان باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. همدا تېره ورځ هم پاکستان پر کونړ توغندیز بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دې بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په وسله‌والو شخړو کې ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي، چې د پوځي عملياتو پر مهال «په پرله‌پسې توګه لازم احتياط» وکړي، څو ملکي وګړو ته زیان ونه‌رسېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری ورکړ، چې د دې اصل نه مراعت کولی شي د انساني تلفاتو لامل شي او د ملکي وګړو د حقونو جدي سرغړونه رامنځته کړي. دغه بنسټ له ټولو خواوو غوښتي، چې د عامو خلکو پر وړاندې د خطرونو د کمولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

پر کونړ د پاکستان په پروني بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور یې ټپیان شوي دي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم د پاکستان دغه بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر تر ژره یې ودروي.