بریټانیا د ایران سفیر د سفارت پر ټولنیزو رسنیو د ناسمو څرګندونو له امله احضار کړی

بریټانیا په لندن کې د ایران سفیر د سفارت پر ټولنیزو رسنیو د هغو څرګندونو له امله احضار کړی، چې لندن «ناسمې او تاوتریخوالي هڅوونکې» بللې دي.

بریټانیا په لندن کې د ایران سفیر د سفارت پر ټولنیزو رسنیو د هغو څرګندونو له امله احضار کړی، چې لندن «ناسمې او تاوتریخوالي هڅوونکې» بللې دي.
د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له سفیر سره په کتنه کې ویل شوي چې د ایران سفارت باید داسې هر ډول خپرونې او اړیکې بندې کړي چې په بریټانیا یا نړیواله کچه د تاوتریخوالي د هڅونې په توګه تعبیرېدای شي.
د راپورونو له مخې، د ایران سفارت په خپل ټیلیګرام چینل کې له ایرانیانو غوښتي وو چې په بریټانیا کې د خپل هېواد د دفاع لپاره د یوه کمپاین برخه شي او د رضاکارۍ لپاره چمتووالی وښيي.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ د دوشنبې په ورځ د پاکستان سترې محکمې ته عریضه وړاندې کړې؛ څو د هغې پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې درج شوې قضیه کې د ضمانت نه ورکولو پرېکړه وننګوي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه عریضه د ماهرنګ د وکیل جبران نصیر لهخوا د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (BYC) د مرکزي تنظیموونکي په استازیتوب ثبت شوې ده. د بلوچستان سترې محکمې د روان کال (د فبرورۍ په ۲۳مه) د ماهرنګ بلوڅ د ضمانت غوښتنه رد کړې وه او یاده قضیه د کوټې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې ثبت شوې وه.
د پولیسو په راپور کې چې د ۲۰۲۴کال (د جنورۍ په ۶مه) ثبت شوی، ادعا شوې چې په وار، وار غوښتنې سره ماهرنګ بلوڅ اړینو قانوني جلسو ته نهده حاضره شوې او په عامه لاریونونو او پرلتونو کې یې ګډون ته دوام ورکړی.
په دغه قضیه کې پر هغې دا تور هم لګېدلی، چې هغې د بلوچستان د ازادۍ پوځ له ډلې سره مرسته کړې او دغه قضیه د ترهګرۍ ضد قانون د اړوندو مادو له مخې ثبت شوې ده.
ماهرنګ بلوڅ اوسمهال د کوټې په زندان کې ده او لومړی ځل د ۲۰۲۴کال (د مارچ ۲۲مه) ونیول شوه او د عامه نظم د ساتنې قانون له مخې د ۳۰ ورځو لپاره په بند کې پاتې شوه، چې دغه موده دوه ځلې وغځېده. وروسته بیا د یوې بلې قضیې په تړاو هم نیول شوې وه.
د اوسنۍ قضیې له مخې؛ سره له دې چې هغه له مخکې څخه په زندان کې وه خو د ۲۰۲۵کال د اګست په ۲۱مه په رسمي ډول ونیول شوه. هغې تر دې وړاندې هم د خپلې نیونې پر ضد قانوني اقدام کړی و او د بلوچستان سترې محکمې د پرېکړې پر وړاندې یې اعتراض ثبت کړی و.
دغه قضیه په داسې حال کې سترې محکمې ته رسېدلې، چې د ماهرنګ بلوڅ د نیونې قضیې په پاکستان کې د بشري حقونو او سیاسي فعالینو غبرګونه راپارولي.
د جنوبي سوډان په هوايي فضا کې د یوې کوچنۍ مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له امله ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د بيبيسي انګلیسي د راپور له مخې، دغه الوتکه د دوشنبې په سهار د پلازمېنې جوبا په لور روانه وه، خو د الوتنې شاوخوا ۳۰دقیقې وروسته یې د هوايي ترافیک له کنټرول سره اړیکه پرې شوه.
د جنوبي سوډان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، چې د پېښې د علت معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
لومړني راپورونه ښيي، چې ښايي الوتکه د خرابو هوايي شرایطو، په ځانګړي ډول د لید د سخت کمښت له امله غورځېدلې وي.
د مسافرو د نوملړ له مخې، په دې الوتکه کې ۱۵ کسان سپاره وو، چې پکې یو پیلوټ او ۱۴مسافر شامل وو. له دې ډلې ۱۳کسان د جنوبي سوډان او دوه نور د کینیا وګړي وو.
جنوبي سوډان په وروستیو کلونو کې د هوايي چلند پېښو له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوی، او د دغه هېواد د الوتنو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
امریکا او ایران د ملګرو ملتونو په یوه مهمه غونډه کې، وروسته له هغې لفظي شخړه کې ښکېل شول چې تهران د اټومي وسلو د نهخپرېدو تړون (این ټي پي) د ارزونې کنفرانس مرستیال مشر وټاکل شو. واشنګټن دا چاره «د منلو وړ نه» بولي.
د اټومي وسلو د نهخپرېدو تړون (این ټي پي) د پلي کېدو د ارزونې ۱۱مه نړیواله غونډه د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکز، نیویارک کې پیل شوه، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ پر اټومي مسایلو توندې ناندرۍ راپورته شوې دي.
په دې غونډه کې ایران د کنفرانس له لسګونو مرستیالانو څخه د یو په توګه وټاکل شو، چې د غیر متعهدو هېوادونو ډلې له لوري نومول شوی و. خو د امریکا استازي دا پرېکړه په کلکو ټکو وغندله.
د امریکا د وسلو د کنټرول او نهخپرېدو د ادارې مرستیال کریسټوفر ییو ویلي چې د ایران ټاکنه «د این ټي پي اصولو ته سپکاوی» دی. هغه ادعا کړې چې ایران د اوږدې مودې راهیسې د دې تړون د ژمنو پر وړاندې «بېپروايي» ښودلې او له نړیوالو اټومي څارونکو سره یې همکاري نه ده کړې.
هغه زیاته کړې: «د ایران ټاکنه نه یوازې شرموونکې ده، بلکې د دې کنفرانس اعتبار ته زیان رسوي.»
بل لور ته، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې لپاره د ایران استازي رضا نجفي د امریکا دا څرګندونې رد کړې او هغه یې «بېاساسه او سیاسي» وبللې. نوموړي ویلي: «دا د منلو وړ نه ده چې امریکا، چې یوازینی هېواد دی چې اټومي وسلې یې کارولي، ځان د نورو د حساب ورکولو قاضي ګڼي.»
د ایران اټومي پروګرام د واشنګټن او تهران ترمنځ د روانو سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.
ایران بیا ټینګار کوي چې د یورانیمو بډایه کول یې یوازې د سولهییزو موخو لپاره دي، خو لوېدیځ هېوادونه اندېښنه لري چې دا پروګرام ښايي د اټومي وسلو جوړولو ته لاره هواره کړي.
په همدې حال کې، ایراني سرچینو د کړکېچ د حل لپاره یو نوی وړاندیز هم مطرح کړی، چې له مخې به یې د اټومي پروګرام بحث تر جګړې وروسته وځنډول شي او د خلیج د لېږد رالېږد اړوند اختلافات به حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وایي د ایران په اړه د امریکا «سرې کرښې» روښانه دي او واشنګټن به د خپلې امنیتي تګلارې پر پلي کولو ټینګ ولاړ وي.
د فرانسې حکومت ویلي، چې د ایرباس بنسټ په ملاتړ سره شاوخوا ۴۲ټنه بشري مرستې د افغانستان ملکي وګړو لپاره د اروپا د بشري هوايي دهلېز له لارې لیږدول شوې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا مرستې د بحران او ملاتړ د همغږۍ مرکز له خوا تنظیم شوې دي او په کې ۲۶۸۰بکسونه د درملیزو چمتو خوړو او شاوخوا یو ټن طبي تجهیزات شامل دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه مرستې به ملګرو ملتونو ته وسپارل شي او د هغو شاوخوا ۳۲۰۰ماشومانو د درملنې لپاره به وکارول شي، چې تر پنځه کلنۍ کم عمر لري او د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بشري هوايي دهلېز یوه برخه ده، چې د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان د حیاتي خوراکي توکو د کمښت د مخنیوي لپاره پیل شوی دی.
تر دې وړاندې هم د درې ورته پروازونو له لارې له ۲۷۰ټنو څخه زیات د درملیزو خوړو مرستې افغانستان ته انتقال شوې دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په کې ۷،۵میلیونه ماشومان او امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې د خوارځواکۍ له جدي ګواښسره مخ دي.
په اعلامیه کې همداراز ټینګار شوی، چې فرانسه به د ملګرو ملتونو او په افغانستان کې د فعالو نادولتي سازمانونو له لارې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د بریتانیا پاچا چارلز او د هغه مېرمن کامیلا د دوشنبې په ماسپښین په یوه رسمي دولتي سفر امریکا ته رسېدلي دي.
دا څلور ورځنی رسمي دولتي سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ځینو وروستیو پېښو او سیاسي ترینګلتیاوو له امله لا حساسې شوې دي.
دغه سفر د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا په مراسمو کې له ډزو وروسته ترسره کېږي، چې د امریکا او بریتانیا ترمنځ د امنیتي اندېښنو او سیاسي بحثونو فضا یې لا زیاته کړې ده.
دا سفر د چارلز درېیم د واکمنۍ تر ټولو مهم او اغېزناک دولتي سفر بلل کېږي. همداراز دا سفر د امریکا د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې له نمانځلو سره هممهاله ترسره کېږي، چې تاریخي اهمیت لري.
راپورونه وايي، دا په تېرو شلو کلونو کې امریکا ته د بریتانیا د یوه پاچا لومړنی رسمي سفر دی، چې د دواړو اوږدمهالو متحدینو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا هڅه ګڼل کېږي.