د پېښور په حسنخېلو سیمه کې پر یوه جومات ډرون برید شوی

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په حسنخېلو سیمه کې د دوشنبې په سهار پر یوه جومات ډرون برید شوی دی. د راپور له مخې، په یاده سیمه کې چاودنه هم شوې ده؛ خو په دواړو پېښو کې د مرګ ژوبلې راپور نهدی ورکړل شوی.
په راپور کې راغلي، چې د چاودنې موخه یوه ځایي حجره وه؛ خو لاتراوسه د چاودنې د نوعیت په اړه څه نهدي ویل شوي.
د ځايي خلکو په وينا؛ دغه ډرون بريد چې د سهار په شاوخوا لسو بجو وشو، د قمر سر جامع جومات ته يې زيان ورساوه. دوی زياته کړې، چې په جومات کې څوک نه وو؛ نو له همدې امله چاته پهکې مرګ ژوبله نهده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې (د غویي په ۴مه) هم د خیبرپښتونخوا د پېښور په حسنخېلو سیمه کې پر یوه جومات ډرون برید شوی و؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نهو ورکړل شوی.
د پولیسو د لومړني راپور له مخې؛ یوه ناپېژانده ډرون د حسنخېلو په سیمه کې سهار وختي پر سپین جومات برید کړی.
