د دغو ځوانانو په وینا، زرګونه افغان کډوال د غیر قانوني استوګنې له امله عراقي ځواکونو نیولي او اوس مهال په زندانونو کې ساتل کېږي. دوی زیاتوي چې په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت خورا خراب دی او له لومړنیو انساني حقونو بېبرخې دي.
دغو مساپرو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې «زرګونه افغان کډوال» په عراق کې د غیر قانوني اوسېدو په تور نیول شوي دي. بندیان شکایت کوي چې په زندانونو کې د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی، د خوراک او روغتیايي اسانتیاوو کمی دی او د انساني معیارونو خلاف چلند ورسره کېږي.
یوه عراق کې مېشتي افغان مساپر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په زندانونو کې بندیانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو وخت خواړه ورکول کېږي. د هغه په وینا، ډېری بندیان ناروغان شوي او د درملنې لپاره هېڅ مناسب امکانات نه لري.
هغه وویل: «په زندانونو کې افغان بندیانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یوه ډوډۍ او یو رومي بانجان ورکول کیږي. ډېری بندیان ناروغان شوي او هېڅ درملنه نه شته.»
د هغه په وینا کله چې افغان مساپر ونیول شي، کورنیو ته یې احوال نه ورکول کیږي چې عزیزان یې بندیان شوي او حتا د ټلیفون د استفادې اجازه هم ترې اخیستل کیږي.
یو بل افغان مساپر وویل چې څو میاشتې یې په عراق کې کار وکړ خو د کار څښتن یې پیسې ورنه کړې او پولیسو ته ی معرفي کړ.
د هغه په وینا، کله چې پولیس مساپر نیسي، د خوشې کولو لپاره زر تر ۱۱ سوه ډالر ترې غواړي او که څوک یې ورنه کړي زندان ته یې بیایي.
بل مسافر هم ادعا کوي چې حتا د قانوني اسنادو لرل هم د خلاصون ضمانت نه دی.
هغه وویل: « زه بندي وم، پاسپورټ او د یونیسف پاڼه دواړه مې لرل، خو بیا هم خوشې نه شوم. بالاخره د دوه سوه امریکایي ډالرو په بدل کې یې پرېښودم، خو زما ډېر ملګري لا هم بنديان دي».
یو بل مساپر بیا د تبعیضي چلند یادونه کوي او وایي: «که پاکستانی، بنګالی یا ایرانی ونیول شي، له ۱۵ تر ۳۰ ورځو وروسته خپل هېواد ته لېږل کېږي، خو افغانان بیا تر اوو، اته او حتا نهو میاشتو پورې په زندان کې ساتل کېږي».
د دغو مساپرو په وینا، په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ډېری یې له جسمي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.
په عراق کې مېشت افغان مساپر له طالبانو نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو سازمانونو غواړي چې د دوی وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو او بېرته هېواد ته د ستنېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.