دغه څلور ورځنۍ سروې چې د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېده، ښيي چې ۳۴ سلنه امریکایان د ټرمپ د سپینې ماڼۍ کړنې تاییدوي، چې دا د مخکینۍ سروې (چې د اپرېل له ۱۵ تر ۲۰ ترسره شوې وه) له ۳۶ سلنې څخه کمه ده. په همدې حال کې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د هغه د واک له پیل سره دا کچه ۴۷ سلنه وه.
سروې څرګندوي چې د ژوند د لګښتونو په برخه کې د ټرمپ ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی او یوازې ۲۲ سلنه خلک د دې برخې د مدیریت څخه راضي دي. شنونکي وایي، د پټرولو بیو چټک زیاتوالی د خلکو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز کړی دی.
راپور زیاتوي چې د امریکا او اسراییل له لوري پر ایران د فبرورۍ ۲۸ بریدونو وروسته، د تېلو نړیوال بازار ګډوډ شوی او د پټرولو بیې تر ۴۰ سلنې ډېرې لوړې شوې دي. دا وضعیت د امریکايي کورنیو پر اقتصادي حالت دروند فشار اچولی دی.
په ورته وخت کې، که څه هم د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ اوربند شخړه یو څه راکمه کړې، خو د ایران له لوري ګواښونه لا هم د تېلو د صادراتو مخه نیسي، چې له امله یې د انرژۍ نړیوالې بیې لوړې پاتې دي.
د بیو دغه زیاتوالی پر امریکايي کورنیو سخت اغېز کړی او د ټرمپ د جمهوري غوښتونکو تر منځ یې اندېښنې زیاتې کړې دي چې کېدای شي د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې د امریکا کانګرس کنټرول له لاسه ورکړي.
که څه هم د جمهوري غوښتونکو اکثریت (۷۸ سلنه) لا هم وایي چې د ټرمپ ملاتړ کوي، خو د همدې ګوند ۴۱ سلنه خلک د ژوند د لګښتونو په اړه د هغه له مدیریت څخه ناخوښ دي.
خپلواک رایه ورکوونکي، چې کېدای شي په ټاکنو کې مهم رول ولوبوي، د کانګرس د ټاکنو په اړه د پوښتنې پر مهال دیموکراتانو ته د ۱۴ امتیازو په توپیر ترجیح ورکوي (۳۴ سلنه د ۲۰ سلنې پر وړاندې). څلورمه برخه خلکو ویلي چې لا یې هم پرېکړه نه ده کړې.
که څه هم د امریکا او ایران تر منځ شخړه وروسته له هغې یو څه سړه شوې چې دواړو لورو د همدې میاشتې په پیل کې پر اوربند هوکړه وکړه، خو د ایران ګواښونه لا هم د دې لامل شوي چې ډېری د تېلو بارونه د فارس خلیج څخه ونه وځي. دا چاره په امریکا او نړۍ کې د انرژۍ بیې لا زیاتوي، ځکه نړیوال اقتصاد خپلې زېرمي کاروي او غوښتنه محدودوي.
یوازې ۳۴ سلنه امریکایان له ایران سره د امریکا شخړه تاییدوي، چې دا د اپرېل له نیمایي (۳۶ سلنه) او د مارچ له نیمایي (۳۸ سلنه) څخه کمه ده.
وروستۍ سروې چې په ټول هېواد کې او په انلاین ډول ترسره شوې، د ۱,۲۶۹ امریکایي بالغو خلکو نظرونه راټول کړي، چې پکې ۱,۰۱۴ راجستر شوي رایه ورکوونکي شامل و او د تېروتنې اندازه یې ۳ سلنه ښودل شوې ده.