• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو غونډه په بېشکک کې ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د قرغزستان په بېشکک ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو غونډې په څنډه کې د ایران، چین، قزاقستان او تاجکستان له لوړپوړو دفاعي چارواکو سره لیدلي دي. په یاده غونډه کې د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د سیمې امنیت او دفاعي موضوعاتو په اړه خبرې کوي.

د نړۍوالې سولې، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او پوځي همکاریو موضوعات د یادې غونډې د اجنډا مهمې برخې دي. د روان کال د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په لوېدیځه اسیا او منځني ختیځ کې کړکېچونو نړۍوال وضعیت ترینګلی کړی دی.

دغه سازمان چې د سیمې له لویو سیاسي او اقتصادي بنسټونو څخه ګڼل کېږي، ښايي د دغه شخړو د اغېزو کمولو لپاره پر لارو چارو هم بحث وکړي. د شانګهای همکارۍ سازمان یو سیمه‌ییز سازمان دی، چې د مرکزي اسیا هېوادونه چین، روسیه، پاکستان، هند او ایران په‌کې شامل دي او د امنیتي، اقتصادي او سیاسي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۳

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور