د پاکستان په پنجاب ایالت کې د اورلګېدنې له امله درې ماشومان مړه شوي دي

بېګاه شپه د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوه ګودام دننه د اورلګېدنې له امله درې ماشومان مړه شوي دي. د راپورونو له مخې؛ دغه درې ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو، چې له دې ډلې یوې ماشومې په روغتون کې او دوو نورو روغتون ته د لېږد پرمهال ساه ورکړې ده.
د اورلګېدو لامل لاتراوسه نهدی روښانه شوی.
