سیدهاشم موسوي په امریکا کې د «امیرلنډ کاپ» سیالۍ اتل شو

د افغانستان د بدن جوړونې فدراسیون خبر ورکړی، چې د یادې برخې پخوانی اتل سیدهاشم موسوي د امریکا د «امیرلنډ کاپ» سیالیو کې د نارینهو د بدن ښکلا په کټګورۍ کې اتلولي خپله کړې ده. دغه ورزشکار له کلونو ځنډ وروسته د بدن جوړونې اتلولۍ سیالیو ته راستون شوی.

