د جرمني چارواکو دغه کسان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، د مخدره توکو په قاچاق، ډلهییز جنسي تېري، وژنو او نورو جدي جرمونو تورن کړي دي.
ویل کېږي چې ځینې پناه کسان مستقیم له زندانونو څخه هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې اخراج شوي کسان ټول نارینه دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه کسان په جرمني کې د قانون له مخې په وتلو مکلف وو او د بېلابېلو جرمونو په تور محکوم یا تورن شوي وو.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت په وینا، دا اقدام د جرمني د کورنیو چارو وزارت او په کابل کې د طالبانو ادارې ترمنځ د یوې عملي هوکړې پر بنسټ کېږي، څو د اخراج منظم بهیر ممکن شي.
همدارنګه ویل شوي چې دا اقدام د جرمني د حکومت د کډوالۍ د نوې تګلارې یوه برخه ده چې هدف یې د اخراج پروسې منظمول او سختول دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا ډول اخراجونه د کډوالۍ د نوې پالیسۍ مهمه برخه ده او هغه کسان چې د جرمني له قوانینو سرغړونه کوي او جرمونه کوي، باید له هېواده وویستل شي.
هغه ویلي چې حکومت به یې دا لړۍ لا پسې پراخه کړي.
دا د جرمني د اوسني حکومت تر واک لاندې درېیم لوی ډلهییز اخراج دی. وړاندې هم په تېرو میاشتو کې ورته الوتنې شوې وې.
د بشري حقونو سازمانونه پر دا ډول اخراجونو نیوکې کوي او وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن دی او دا ډول شړنې د بشري حقونو د سرغړونو ګواښونه ډېروي.