د سهيل اپريدي په مشرۍ ګډې قبايلي، حکومتي او اپوزيسيون جرګې د ډرون بريدونو کلک مخالفت وکړ

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهیل اپريدي په مشرۍ د قبايلي ولسواليو حکومتي او اپوزيسيون پارلماني غړو ګډې جرګې په دې صوبه کې د ډرون بریدونو په کلکه مخالفت وکړ.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير سهیل اپريدي په مشرۍ د قبايلي ولسواليو حکومتي او اپوزيسيون پارلماني غړو ګډې جرګې په دې صوبه کې د ډرون بریدونو په کلکه مخالفت وکړ.
په دې ګډه جرګه کې چې د سېشنبې په شپه (د غويي ۸مه) د سهیل اپریدي په کور کې جوړه شوې وه، په دې صوبه کې د ډرون بریدونو او ترهګرۍ پرضد موافقه وشوه او په قبايلي ولسواليو کې امنيت ټينګول او د خلکو ساتنه لومړیتوب وګرځول شو.
د جرګې په اعلاميه کې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ايالتي اسمبلۍ د ځانګړې غونډې د جوړېدو پرېکړه وشوه او وويل شول، چې په همدې تړاو به د جمعې په ورځ د کابينې ځانګړې غونډه راوبلل شي او همداراز د شنبې په ورځ به بيا لويه قبايلي جرګه جوړه شي.
په اوسنۍ ګډه جرګه کې ګډونوال پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته په دې صوبه کې ترهګري او ډرون بریدونه چې غوڅ اکثریت قربانیان یې عام خلک دي، د منلو وړ نهدي.
د جرګې ګډونوالو همداراز د «تېروتنې» په نوم د ملکي وګړو وژنه په کلکه رد کړه او له نوې تېکنالوژۍ سره سره په تکراري ډول «تېروتنې» یې نظامي «ناکامي» وبلله.
سهیل اپریدي په دې جرګه کې وويل: «صوبه نوره د ناامنۍ جوګه نهده او پرېکړه کوونکي به پوهېږي چې د ولس وينه ارزانه نهده».
په دې جرګه کې ټولو سياسي ګوندونو په همدې تړاو له سياسي اړيکو پرته په ګډه د تګلارې پر جوړولو سلا وکړه.