• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محکمې د سویلي کوریا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې ته د څلور کلن بند سزا واوروله

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱

د سویلي کوریا استیناف محکمې د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ مېرمن کېم کیون هي ته د بډې اخیستو په تور د څلور کلن بند سزا واوروله. نوموړې چې د ګوښه شوي پخواني ولسمشر یون سوک یول مېرمن ده، د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۸مه) محکمې ته حاضره شوه.

د راپورونو له مخې؛ یادې محکمې د هغې سزا زیاته کړې او وروستۍ پرېکړه یې د څلورو کلونو بند په توګه اعلان کړې ده. دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې په سویلي کوریا کې د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې د فساد قضیه تل د پام وړ موضوع پاتې شوې ده.
تر دې وړاندې د سویلي کوریا ځانګړي څارنوال د دغه هېواد پخواني ولسمشر یون سوک یول لپاره د ۱۰ کلن بند سزا غوښتنه کړې وه. نوموړی تېرکال د ډسمبر په درېیمه نېټه د پوځي حکومت د اعلانولو له امله د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.

هغه د سویلي کوریا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی، چې د خپلې کاري دورې تر بشپړېدو وړاندې نیول کېږي. یون سوک یول د ډسمبر په درېیمه نېټه د څو ساعتونو لپاره پوځي حکومت اعلان کړ، چې د هغه دغه پرېکړه د خلکو او د پارلمان د استازو د پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه او له هغې وروسته یې پر وړاندې د سیاسي نا کراریو څپه راوپارېده. د سویلي کوریا پارلمان هغه د ډسمبر په ۲۴مه استیضاح او له واکه لرې کړ.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه
۱

طالبانو د الله داد فدایي له نیولو څو ورځې وروسته د هغه د جبري اعتراف ویډیو خپره کړه

۲
ځانګړی راپور

په ۲۰۰۱ کال کې له ماتې وروسته؛ پاکستان څنګه د طالبانو د بیا راټولېدو مرکز وګرځېد؟

۳

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۵
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور