• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي اوسېدونکي: پاکستاني ځواکونو د کونړ پر خاص کونړ ولسوالۍ د درندو وسلو بریدونه پیل کړي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۱

په کونړ کې ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو پر خاص کونړ ولسوالۍ د درندو وسلو بریدونه پیل کړي دي. د سېمې د اوسېدونکي په وینا، د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد کمپ او شالۍ ډاک اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي او خوندي ځایونو ته روان دي.

سیمه ییزو سرچینو ددغو بریدونو له امله د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو او پاکستان هم تراوسه ددغو بریدونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تېره ورځ پر اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې ۷ کسان ووژل شول او شاوخوا ۷۵ نور ټپیان شول.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د خلکو پر خوښیو فشار؛ په هوټلونو کې د ودونو مراسم د شپې تر ۱۲ بجو محدود شول

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱
کندهار کې د خلکو پر خوښیو فشار؛ په هوټلونو کې د ودونو مراسم د شپې تر ۱۲ بجو محدود شول
100%

کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له لوري د ودونو د مراسمو په اړه نوې پرېکړه شوې، چې له مخې یې باید د واده ټول مراسم په هوټلونو کې د شپې تر ۱۲ بجو مخکې پای ته ورسېږي. د سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه به له راتلونکې اوونۍ په رسمي ډول عملي شي.

که څه هم د یاد ریاست مسوولینو د دغه محدودیت د وضع کولو په اړه روښانه دلیل نه‌دی وړاندې کړی؛ خو دغه اقدام په ښار کې د خلکو او د ودونو تالارونو د مالکانو ترمنځ پراخ بحثونه راپارولي دي.

کندهار کې په وروستیو کلونو کې د ودونو ډېری مراسم په هوټلونو او تالارونو کې ترسره کېږي، ځکه چې ډېری کورنۍ په خپلو کورونو کې د لویو مراسمو د ترسره کولو لپاره کافي ځای او امکانات نه‌لري.

کندهار کې د ودونو د یوه تالار مسوول د نوم نه ښودلو په شرط ویلي: «په اوس وخت کې د خلکو ډېری ودونه ان تر سهاره دوام کوي؛ ځکه دودونه اوږده دي او کورنۍ غواړي ټول مراسم په ارام ډول ترسره کړي. که موږ خلکو ته ووایو، چې باید تر ۱۲ بجو مخکې مراسم ختم کړي هغوی جنجال کوي او دغه پرېکړه زموږ پر کاروبار مستقیم منفي اغېز لري».

هغه زیاتوي، چې د ودونو لپاره د امکاناتو برابرول د ښار د اقتصاد یوه مهمه برخه ده او سلګونه کسان په‌کې په مستقیمه او نامستقیمه توګه کار کوي؛ نو هر ډول محدودیت کولای شي د هغوی پر عایداتو هم اغېز وکړي.

بل لور ته عام خلک هم دغه پرېکړه غیر عملي او له دودونو سره په ټکر کې بولي؛ ځکه تر ۱۲ بجو مراسم پای ته نه‌شي رسېدای. د کندهار یو اوسېدونکی منیر احمد په دې اړه وایي: «زموږ د واده مراسم لنډ نه‌دي، بېلابېل پړاوونه لري او په ځانګړي ډول د ښځو مراسم اکثره تر سهاره دوام کوي. دا ناشونې ده، چې ټول دغه رسمونه دې تر نیمې شپې مخکې پای ته ورسېږي».

سرچینې وايي، ښایي د یادې پرېکړې موخه د ښځو د مراسمو محدودول وي؛ ځکه د ودونو پرمهال ښځې خپل ځانګړي دودونه، خوښۍ، سندرې او مراسم ترسره کوي. د دوی په باور؛ دغه ډول اقدامات د خلکو پر شخصي ژوند او کلتوري دودونو مستقیم اغېز کوي.

د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولینو تراوسه په دې اړه وضاحت نه‌دی ورکړی. په ټولنیزو حلقو کې هم پر یادې پرېکړې نیوکې کېږي او ډېری کسان وایي، دغه ډول محدودیتونه د خلکو د خوښیو کمولو لامل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار کې د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست تر دې وړاندې هم پر خلکو او په ځانګړي ډول پر ښځو یو لړ سخت محدودیتونه لګولي دي. د خلکو په وینا؛ دغه اقداماتو د دوی ټولنیز ژوند محدود کړی او د خوښیو او دودیزو مراسمو ترسره کول یې تر پخوا ډېر ستونزمن کړي دي.

په فاریاب کې د ۱.۱۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۱
په فاریاب کې د ۱.۱۲ مېلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا درې پروژې پیل شوې
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۸مه) خبر ورکړی، چې ملاعبدالغني برادر په فاریاب ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش درې پروژې پرانیستې دي.

د دغه معاونیت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه پروژو کې د فاریاب له مرکزي سب‌سټېشن څخه تر بلچراغ او ګرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، په بلچراغ ولسوالۍ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلو ولټ سب‌سټېشن جوړول او همداراز په بلچراغ او پشتون‌کوټ ولسوالیو کې د ټرانسفارمرونو له لارې د برېښنا د وېش شبکو پراخول شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ ټاکل شوې ده چې په دغه پروژو کې شاوخوا ۱ مېلیارد او ۱۲۰ مېلیونه افغانۍ ولګول شي، چې مالي لګښت یې له دولتي بودجې تمویلېږي؛ خو د پروژې عملي چارې د خصوصي سکتور له‌خوا پر مخ وړل کېږي او تمه ده چې په درېیو کلونو کې به بشپړې شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه پروژو په بشپړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې راکمې او خلکو ته به نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.‏

ریچارډ بېنېټ طالبانو ته: قوانین باید د خلکو د ساتنې لپاره وي، نه د زیان رسولو لپاره

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ طالبانو ته: قوانین باید د خلکو د ساتنې لپاره وي، نه د زیان رسولو لپاره
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د طالبانو د جزایي اصول‌نامې د اصلاح په موخه په یوه لیک کې له هغوی غوښتي، چې دغه قانون اصلاح کړي او په افغانستان کې د هغو قوانینو د تطبیق مخه ونیسي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان له کړو ژمنو سرغړونه کوي.

بینېټ طالبانو ته په خطاب ویلي، قوانین باید داسې جوړ شي چې د ټولنې د وګړو ساتنه وکړي؛ نه دا چې د وېرې او ډار فضا رامنځته کړي او خلکو ته د زیان رسولو زمینه برابره کړي. هغه غوښتنه کړې، چې طالبان دې د دغه قانون له تطبیق څخه لاس واخلي او په افغانستان کې داسې قوانین پلي کړي چې د ښځو، ماشومانو، لږکیو او د ټولنې د ټولو قشرونو ژوند، انساني کرامت او حقونه خوندي کړي.

بېنېټ د طالبانو جزایي قانون مبهم بللی او ویلي یې دي، چې دا د نړۍوالو قوانینو او بشري حقونو خلاف دی. نوموړي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره د دغه قانون بېلابېلې برخې ارزولې او دا یې یو داسې چوکاټ بللی، چې د ظالمانه چلند، زور زیاتي او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو د نقض زمینه برابروي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پای کې ویلي، چې دوی هڅه کوي په افغانستان کې د بشري وضعیت څار ته دوام ورکړي؛ څو خلکو ته د عادلانه، روښانه او د انساني کرامت او بشري حقونو تر سیوري لاندې د ژوند کولو زمینه برابره شي.

افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱
افغانستان د ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمېدو له ګواښ سره مخ دی
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د سې‌شنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.

یونېسف ویلي، دغه کړکېچ لا له وړاندې ماشومان له زده‌کړو او روغتیايي پاملرنې څخه محروموي او د ښځینه مسلکي کسانو پورې اړوند بنسټیز خدمات او اقتصاد هم کمزوری کوي. یادې ادارې په یوې نوې څېړنه کې موندلې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه له ۲۱ سلنې نه ۱۷.۷ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د نجونو پر زده‌کړو بندیز

واک ته د طالبانو له رسېدو او د نجونو پر منځنۍ زده‌کړو له بندیز را وروسته له یو مېلیون نه زیاتې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یونېسف ویلي، که دغه حالت تر ۲۰۳۰کال پورې همداسې دوام وکړي؛ نو له دوو مېلیونو څخه زیاتې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو وروسته له زده‌کړو بې‌برخې پاتې شي.

د یونېسف اجراییه مشره کاټرین رسل وايي: «موږ له واکمنو چارواکو غوښتنه کوو، چې د نجونو پر منځنیو زده‌کړو بندیز لرې کړي او له نړۍوالې ټولنې هم غواړو چې د نجونو د زده‌کړې د حق ملاتړ ته ژمنه پاتې شي».

د بنسټیزو خدمتونو ګواښ

راپور وایي، چې افغانستان له دوه‌ګوني کړکېچ سره مخ دی: له یوې خوا روزل شوې ښځینه مسلکي کسان له لاسه ورکول کېږي او له بلې خوا د راتلونکې نسل لپاره به همدا تشه پاتې وي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ تر ۲۰۳۰ کال پورې ښایي هېواد تر ۲۰زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي. د زده‌کړو سکتور لا له وړاندې اغېزمن شوی.
د بنسټیزو زده‌کړو په برخه کې د ښځینه ښوونکو شمېر له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې په ۲۰۲۲کال کې نږدې ۷۳زره څخه په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۶۶زره ته ټیټ شوی. دغه کمښت د ماشومانو په ځانګړي ډول د نجونو زده‌کړې له ګواښ سره مخ کوي.

د روغتیا پر سکتور اغېزې

یونېسف زیاته کړې، ښايي دغه اغېزې د روغتیا په برخه کې ډېرې سختې وي؛ ځکه چې ټولنیز دودونه ډېری وخت ښځو ته اجازه نه‌ورکوي، چې په نارینه ډاکټرانو تداوي وکړي. یونېسف خبرداری ورکړی، چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په مستقیم ډول د مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او د ماشومانو د روغتیايي خدمتونو لاسرسی کم کړي او ښځې او ماشومان به له ګواښ سره مخ کړي.

د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه هم هر کال شاوخوا ۸۴ مېلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او ښایي دغه زیان نور هم زیات شي؛ ځکه هرکال نجونې او ښځې له زده‌کړو او دندو بې‌برخې پاتې کېږي.

د یونېسف د څېړنې له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې له ۳.۷ مېلیونو څخه زیات ماشومان په دولتي ښوونځیو کې بېړنۍ مرستې ترلاسه کړې او ۴۴۲زره ماشومان چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، د ټولنې پر بنسټ له ښوونیزو پروګرامونو ګټه پورته کړې ده.

یادې ادارې همداراز ۲۳۲ ښوونځي جوړ کړي یا یې بیا رغولي دي. کاټرین رسل ویلي:«د افغان نجونو د منځنیو زده‌کړو مخنیوی ټول ملت له خپلو وړتیاوو بې‌‌برخې کوي».

قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
قطر کې افغان پناه‌غوښتونکي کانګو ته د لېږد او افغانستان ته د ستنېدو له امله اندېښمن دي
100%

یوشمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د قطر د السیلیه په پنډغالي کې مېشت دي وايي، تر میاشتو ستونزو وروسته افغانستان ته د بېرته ستنېدو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې افغانستان ته په ستنېدو خوندي نه‌دي او غواړي یو خوندي هېواد ته ولېږدول شي.

له زرو ډېر د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستان نه تر تېښتې وروسته له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې د دوحې په څنډه کې په یوې امریکايي اډې کې شپې سبا کوي.

په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت له لوري له قطر نه کانګو ته د افغانانو د لېږد طرحې په اړه بحثونه زیات شوي، دغه پناه‌غوښتونکو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو اندېښنو، افغانستان ته د بېرته ستنېدو له وېرې او د ناڅرګند برخلیک په اړه خبرې کړې دي.

رسولي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و او اوس له ۱۹ میاشتو راهیسې د السیلیه په پنډغالي کې ژوند کوي، وویل: «موږ ټول په سخت ډار کې ژوند کوو. نه یوازې زه او زما کورنۍ؛ بلکې ټول هغه کسان چې دلته دي، داسې احساس کوو چې له ټولې نړۍ ډېر لرې پاتې یو».

دغه پنډغالی د دوحې په څنډه کې په یوې دښته کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته د هغو افغانانو د لېږد او د دوسیو ارزونې ځای شو، چې امریکا ته د تګ هیله یې لرله.

دوی وايي، که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له احتمالي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي. خو د دغه پنډغالي د پناه‌غوښتونکو د دوسیو ارزونې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې د پناه‌غوښتونکو منل یې ځنډولي وو؛ په ټپه درېدلی دی.

۳۶کلن رسولي زیاته کړې: «افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نه‌دي او بله روښانه لاره هم نه‌لرو». شبنم چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و وویل، چې د دغه پنډغالي اوسېدونکو کانګو ته د لېږد په اړه هېڅ رسمي معلومات نه‌دي ترلاسه کړي.

خو هغې ټینګار وکړ، چې د دغه خبر خپرېدو د پناه‌غوښتونکو ترمنځ «اندېښنې او رواني فشار» زیات کړی دی. شبنم زیاته کړه: «زموږ اندېښنه امنیت دی. موږ یو ښه او خوندي هېواد ته تګ غواړو؛ څو وکولای شو خپل ژوند له سره پیل کړو».

۳۸ کلن محمود چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار و، له څه باندې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه پنډغالي کې ژوند کوي. هغه وویل: «د بیا مېشتېدو او د پنډغالي د تړل کېدو په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي».

د افغان پناه‌غوښتونکو کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحې د امریکايي مخورو څېرو او د دغه هېواد د کانګرس د غړو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

تر اوسه امریکا دا نه‌ده تایید کړې، چې دغه پناه غوښتونکي به کانګو ته ولېږي؛ خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه پنډغالي د اوسېدونکو درېیم هېواد ته لېږد کولای شي هغوی ته امنیت او د نوي ژوند د پیل فرصت برابر کړي.

طالبانو هم د دغه خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې «په ډاډ او ارام زړه» افغانستان ته بېرته ستانه شي.