• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کابل ته د کابلوف له سفر سره هممهاله؛ محمد صادق په اسلام‌اباد کې د روسیې له سفیر سره لیدلي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته په سفر تللی، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام‌اباد کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي. مسکو له دې وړاندې د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری ښودلی و.

محمد صادق د سې شنبې په ورځ، د غویي اتمه، پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په اسلام‌اباد کې یې د روسیې له سفیر البرټ پی خوریف سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، وروستي سیمه‌ییز پرمختګونه، د امنیتي وضعیت بدلونونه او د پولې پورې غاړې ترهګرۍ د سیمې پر سولې او ثبات اغېزې د بحث اصلي محورونه وو.

محمد صادق له خوریف سره داسې مهال ګوري چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف کابل ته په سفر تلل او د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یې کتلي دي.

له دې وړاندې روسیې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي په برخه کې همکارۍ ته تیاری ښودلی و.

د چین د ارومچي له ناستې وروسته د غويي پر اوومه یوځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې پیل شوې دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

عراق کې د افغان مساپرو وضعیت؛ زرګونه ځوانان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
عراق کې د افغان مساپرو وضعیت؛ زرګونه ځوانان په زندانونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي
100%

په عراق کې مېشتو یو شمېر افغان ځوانانو افغانستان انټرنشنل ته خپل پیغامونه استولي او وايي، په دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغانان د کار موندنې په موخه دغه هېواد ته تللي، خو ډېری یې د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله په زندانونو کې په بد وضعیت کې شپې سبا کوي.

د دغو ځوانانو په وینا، زرګونه افغان کډوال د غیر قانوني استوګنې له امله عراقي ځواکونو نیولي او اوس مهال په زندانونو کې ساتل کېږي. دوی زیاتوي چې په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت خورا خراب دی او له لومړنیو انساني حقونو بې‌برخې دي.

دغو مساپرو له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل چې «زرګونه افغان کډوال» په عراق کې د غیر قانوني اوسېدو په تور نیول شوي دي. بندیان شکایت کوي چې په زندانونو کې د هغوی وضعیت د اندېښنې وړ دی، د خوراک او روغتیايي اسانتیاوو کمی دی او د انساني معیارونو خلاف چلند ورسره کېږي.

یوه عراق کې مېشتي افغان مساپر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې په زندانونو کې بندیانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یو وخت خواړه ورکول کېږي. د هغه په وینا، ډېری بندیان ناروغان شوي او د درملنې لپاره هېڅ مناسب امکانات نه لري.

هغه وویل: «په زندانونو کې افغان بندیانو ته په ۲۴ ساعتونو کې یوازې یوه ډوډۍ او یو رومي بانجان ورکول کیږي. ډېری بندیان ناروغان شوي او هېڅ درملنه نه شته.»

د هغه په وینا کله چې افغان مساپر ونیول شي، کورنیو ته یې احوال نه ورکول کیږي چې عزیزان یې بندیان شوي او حتا د ټلیفون د استفادې اجازه هم ترې اخیستل کیږي.

یو بل افغان مساپر وویل چې څو میاشتې یې په عراق کې کار وکړ خو د کار څښتن یې پیسې ورنه کړې او پولیسو ته ی معرفي کړ.

د هغه په وینا، کله چې پولیس مساپر نیسي، د خوشې کولو لپاره زر تر ۱۱ سوه ډالر ترې غواړي او که څوک یې ورنه کړي زندان ته یې بیایي.

بل مسافر هم ادعا کوي چې حتا د قانوني اسنادو لرل هم د خلاصون ضمانت نه دی.

هغه وویل: « زه بندي وم، پاسپورټ او د یونیسف پاڼه دواړه مې لرل، خو بیا هم خوشې نه شوم. بالاخره د دوه سوه امریکایي ډالرو په بدل کې یې پرېښودم، خو زما ډېر ملګري لا هم بنديان دي».

یو بل مساپر بیا د تبعیضي چلند یادونه کوي او وایي: «که پاکستانی، بنګالی یا ایرانی ونیول شي، له ۱۵ تر ۳۰ ورځو وروسته خپل هېواد ته لېږل کېږي، خو افغانان بیا تر اوو، اته او حتا نهو میاشتو پورې په زندان کې ساتل کېږي».

د دغو مساپرو په وینا، په زندانونو کې د افغان بندیانو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ډېری یې له جسمي او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

په عراق کې مېشت افغان مساپر له طالبانو نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو سازمانونو غواړي چې د دوی وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د بندیانو د ژر تر ژره خوشې کېدو او بېرته هېواد ته د ستنېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ضمیر کابلوف: روسیه چمتو ده چې له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته عملي بڼه ورکړي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
ضمیر کابلوف: روسیه چمتو ده چې له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته عملي بڼه ورکړي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، کابلوف په دې لیدنه کې ویلي چې مسکو له کابل سره د اقتصادي همکاریو عملي بڼې ته چمتو دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دې لېدنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دې دوه‌اړخیز تعاملات لا ډېر پراخ شي.

متقي په خپلو خبرو کې د اقتصادي همکاریو پر پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون پر فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار کړی، چې دده په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په منظم او دوامدار ډول پرمختګ وکړي.

د وزارت په وینا، د سیمې د وضعیت په تړاو، دواړو لوریو د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي. همداراز، د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا هم خبرې شوې دي.

یاد وزارت د ضمیر کابلوف له قوله ویلي، چې نوموړي د طالبانو او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر وستایه او څرګنده یې کړه چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي همکاریو ته، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي بڼه ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او د سیمې د ثبات ترڅنګ اقتصادي اتصال ته هم وده ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي نن سې شنبه د غویي اتمه، کابل ته سفر کړی او د خپل سفر په ترڅ کې به له نورو طالب چارواکو سره هم وګوري.

روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پیژندلي دي، خو لا هم مسکو له طالبانو سره په اړیکو کې پښه نیولی دی.

د پکتیکا د یحیاخېلو ولسوالۍ قومي مشرانو او طالبانو د ولور کچه ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکلې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۰۳ GMT+۱
د پکتیکا د یحیاخېلو ولسوالۍ قومي مشرانو او طالبانو د ولور کچه ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکلې
100%

د پکتیکا د یحیا خېلو ولسوالۍ قومي مشرانو او طالبانو په ګډه په دې ولسوالۍ کې د ولور اندازه ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکلې ده. دوی خبرداری ور کړی، چې که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو ۵۰۰ زره افغانۍ به جریمه شي. د ا پرېکړه د ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ شوې ده.

ددې پرېکړې په تړاو په خپرو شویو سندونو کې د ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره د ملا هبت الله د فرمان د پلي کېدو یادونه شوې او طالبانو پکې د قومي مشرانو لاسلیکونه اخېستي دي.

د قومي مشرانو او طالبانو په دې ګډه پرېکړه کې زیاتره مادې په ودونو کې د زیاتو لګښتونو د مخنیوي په تړاو دي.

په یوه ماده کې ویل شوي، چې د نکریزي شپه به نه وي او د ناوې د وړلو پرمهال ډوډۍ نه ور کول کیږي او دا مراسم باید له غرمې وروسته د محدودو کسانو په ګډون وشي.

په پنځمه ماده کې راغلی، چې زوم د پښه خلاصي په موخه له واده مخکې د خسر کور ته یوازې له پنځو کسانو سره تلای شي او ښځې مطلق بندې دي.

په شپږمه ماده کې راغلي، چي له ناوې سره باید له دوه موټرو زیاتې ښځې لاړې نشي او سړي باید له څلورو تنو ډېر نه وي. خو د ښځو د شمېر په تړاو د موټر ډول نه دی ښودل شوی.

په اوومه ماده کې راغلي، چې که مېرمنې فاتحې ته ځي خوراک او دیګ بخار به له ځان سره نه وړي.

په اتمه ماده کې د اختر په ورځو کې د مړو کورونو ته د فاتحې لپاره ورتلل په شریعت کې ممنوع بلل شوي دي.

په نهمه ماده کې د حاجیانو او عمره کوونکو ډالۍ تر زم زم اوبو، خورما او تسپو محدودې شوې او د حاجیانو د پرتمین هرکلي مخه یې نیولې ده.

په دوولسمه ماده کې راغلي، چې له بالغې پېغلې او یا هم کونډې سره باید د هغوی په خوښه نکاح وشي او د شپې له نهو بجو وروسته پټاکۍ الوزول بند دي.

100%

دا سند د طالبانو د پکتیکا د یحیا خېلو ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو امریت او امربالمعروف مدیریت مسوولانو لاسلیک کړی دی او په لاندې برخه کې یې لیکلي، چې له دغه فرمان او پرېکړو سرغړوونکو سره به قانوني چلند کېږي.

د ملاهبت الله د فرمانونو د تطبیق لپاره طالبان له بېلابېلو لارو څخه کار اخلي خو په ټول افغانستان کې ددې فرمانونو تطبیق کول ستونزمن ګڼل کېږي.

د انځوریزو رسنیو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله فرمانونه د کندهار په ګډون په جنوبي ولایتونو کې پلي شوي دي خو د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې دغه فرمان نه دی پلی شوی او د طالبانو ګڼ وزارتونه د ساکښو انځورونه خپروي.

د بحرین محکمې دوه افغانان سپاه پاسداران ته د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم کړل

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۵ GMT+۱
د بحرین محکمې دوه افغانان سپاه پاسداران ته د جاسوسۍ په تور په عمري بند محکوم کړل
100%

د بحرین د ترهګریزو جرمونو د څارنوالۍ رییس ویلي چې د دغه هېواد لوړې جزايي محکمې د جاسوسۍ په دوو بېلابېلو قضیو کې پنځو کسانو ته د عمر بند سزا اورولې، چې دوه تنه پکې افغانان دي. پر دغو کسانو تور دی، چې د ایران سپاه پاسداران ته یې جاسوسي کوله.

د بحرین د دولتي اژانس د رپوټ له مخې، تورنو کسانو د بحرین پر ضد دښمنانه کړنې کولې او د دغه هېواد د ملي ګټو د زیانمنولو په هدف یې کار کاوه.

محکمې د پنځو کسانو لپاره د عمر قید سزا واوروله، یو تورن برائت ترلاسه کړ او د ضبط شویو وسایلو د ضبط حکم یې وکړ. همدارنګه پرېکړه وشوه چې دوه افغانان به (سره له دې چې په عمر بند محکوم شوي) د خپلو سزاوو له بشپړولو وروسته له بحرین څخه دایمي وشړل شي.

د څارنوالۍ د څرګندونو له مخې، د لومړۍ قضیې په ترڅ کې د جنایي څیړنو ادارې موندلې چې د ایران سپاه پاسداران له یوه افغان تورن کس سره اړیکه نیولې وه او هغه یې په بحرین کې د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره ګومارلی و.

د رپوټ له مخې، هغه ته د حساسو او مهمو تاسیساتو د څارنې، انځور اخیستلو اومعلوماتو د راټولولو دنده سپارل شوې وه. وروسته څرګنده شوې چې دغه کس یوه مهمه ودانۍ څارلې او معلومات یې د پیسو په بدل کې لېږدولي دي.

وروسته همدغه کس یو بل افغان وګړی هم په همدغو فعالیتونو کې شامل کړی و او دواړه کسان له هغو وسایلو سره نیول شوي چې د استخباراتي کارونو لپاره کارېدل.

یادې محکمې ویلي، چې تورنو کسانو ته د د هغوی د څرګندونو اورېدو وخت ورکړل شوی و.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: موږ کمزوري نه یو، له دښمن نه به «د وخت په تناسب» غچ اخلو

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۱
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: موږ کمزوري نه یو، له دښمن نه به «د وخت په تناسب» غچ اخلو
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د کونړ په اسعداباد ښار کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د وروستۍ پېښې د ټپي شویو محصلانو د پوښتنې پر مهال ویلي، چې دوی کمزوري نه دي، خو غچ به «د وخت په تناسب» اخلي.

ندیم ویلي چې د پاکستان له لوري د ښځو، ماشومانو، محصلانو او بېګناه ملکي وګړو وژل او ټپي کیدل نه په اسلامي شریعت کې جواز لري او نه هم په نړیوالو قوانینو کې، چې دوی ورته درناوی لري.

ندیم زیاته کړې: «نور دې افغانان خلک نه ازمویي، افغانانو ډېرې قربانۍ ورکړې او له سختیو سره عادت دي، خو خپل هوډ او حوصله به له لاسه ور نه کړي.»

هغه زیاته کړې، چې « افغانانو نوې سا اخیستې او د خپل اسلامي نظام او هېواد جوړونې، د علم او اقتصاد پرمختګ ته متوجې شوي دي»، خو په وینا یې له همدې امله دښمنان ورته ستونزې جوړوي.

ندیم د سید جمال الدین افغاني پوهنتون له مسوولانو او استادانو غوښتي چې خپل علمي بهیر فعال وساتي، درسونو ته دوام ورکړي او د تدریسي بهیر د ځنډېدو مخه ونیسي.