له زرو ډېر د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران او د هغوی د کورنیو غړي له افغانستان نه تر تېښتې وروسته له یو کال څخه زیات وخت کېږي، چې د دوحې په څنډه کې په یوې امریکايي اډې کې شپې سبا کوي.
په داسې حال کې چې د امریکا د حکومت له لوري له قطر نه کانګو ته د افغانانو د لېږد طرحې په اړه بحثونه زیات شوي، دغه پناهغوښتونکو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې د خپلو اندېښنو، افغانستان ته د بېرته ستنېدو له وېرې او د ناڅرګند برخلیک په اړه خبرې کړې دي.
رسولي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی ژباړن و او اوس له ۱۹ میاشتو راهیسې د السیلیه په پنډغالي کې ژوند کوي، وویل: «موږ ټول په سخت ډار کې ژوند کوو. نه یوازې زه او زما کورنۍ؛ بلکې ټول هغه کسان چې دلته دي، داسې احساس کوو چې له ټولې نړۍ ډېر لرې پاتې یو».
دغه پنډغالی د دوحې په څنډه کې په یوې دښته کې موقعیت لري او په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته د هغو افغانانو د لېږد او د دوسیو ارزونې ځای شو، چې امریکا ته د تګ هیله یې لرله.
دوی وايي، که افغانستان ته بېرته ستانه شي، له احتمالي امنیتي ګواښونو سره به مخ شي. خو د دغه پنډغالي د پناهغوښتونکو د دوسیو ارزونې بهیر د ډونالډ ټرمپ د پرېکړې له امله چې د پناهغوښتونکو منل یې ځنډولي وو؛ په ټپه درېدلی دی.
۳۶کلن رسولي زیاته کړې: «افغانستان ته ستنېدل زموږ لپاره خوندي نهدي او بله روښانه لاره هم نهلرو». شبنم چې پلار یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و وویل، چې د دغه پنډغالي اوسېدونکو کانګو ته د لېږد په اړه هېڅ رسمي معلومات نهدي ترلاسه کړي.
خو هغې ټینګار وکړ، چې د دغه خبر خپرېدو د پناهغوښتونکو ترمنځ «اندېښنې او رواني فشار» زیات کړی دی. شبنم زیاته کړه: «زموږ اندېښنه امنیت دی. موږ یو ښه او خوندي هېواد ته تګ غواړو؛ څو وکولای شو خپل ژوند له سره پیل کړو».
۳۸ کلن محمود چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی همکار و، له څه باندې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره په دغه پنډغالي کې ژوند کوي. هغه وویل: «د بیا مېشتېدو او د پنډغالي د تړل کېدو په اړه بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي».
د افغان پناهغوښتونکو کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږد طرحې د امریکايي مخورو څېرو او د دغه هېواد د کانګرس د غړو پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.
تر اوسه امریکا دا نهده تایید کړې، چې دغه پناه غوښتونکي به کانګو ته ولېږي؛ خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه پنډغالي د اوسېدونکو درېیم هېواد ته لېږد کولای شي هغوی ته امنیت او د نوي ژوند د پیل فرصت برابر کړي.
طالبانو هم د دغه خبر له خپرېدو وروسته په قطر کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې «په ډاډ او ارام زړه» افغانستان ته بېرته ستانه شي.