د متحده عربي اماراتو وتل، چې د اوپیک یو پخوانی غړی هېواد دی، کولای شي په دې ډله کې ګډوډي رامنځته کړي او کمزورې یې کړي، ځکه دې ډلې تر ډېره هڅه کوله له داخلي اختلافاتو سره سره یو متحد دریځ وساتي.
د اماراتو د انرژۍ وزیر سهیل محمد المزروعي ویلي چې دا پرېکړه د هېواد د انرژۍ د ستراتیژیو له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له سعودي عربستان سره یې سلا مشوره کړې، ویلي چې اماراتو دا موضوع له هېڅ بل هېواد سره نه ده شریکه کړې.
هغه وویل: «دا د پالیسي اړوند تصمیم دی، چې د اوسنیو او راتلونکو پالیسیو او د تولید د کچې له ارزونې وروسته نیول شوی دی».
د اوپیک خلیجي هېوادونه لا دمخه د هرمز تنګي له لارې د صادراتو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي.
المزروعي ویلي چې د اماراتو وتل به د بازار پر وضعیت ډېر لوی اغېز ونه لري، ځکه د هرمز تنګي وضعیت خپله حساس دی.
د اماراتو وتل د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره یو بری هم بلل شوی، چې مخکې یې پر اوپیک نیوکې کړې وې او ویلي یې وو چې دغه سازمان د تیلو بیې لوړوي او نړۍ ته زیان رسوي.
ټرمپ دا هم ویلي وو چې امریکا د خلیجي هېوادونو پوځي ملاتړ کوي، خو هغوی بیا د تیلو د لوړو بیو له لارې له دې وضعیته ناوړه ګټه اخلي.
متحده عربي اماراتو پر نورو عربي هېوادونو نیوکه کړې وه چې د ایران د پرلهپسې بریدونو پر وړاندې یې کافي ملاتړ نه دی کړی.
د اماراتو د ولسمشر سلاکار انور قرقاش ویلي چې د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونو یو بل ته لوژستیکي ملاتړ ورکړی، خو سیاسي او پوځي دریځ یې تر ټولو کمزوری و.