• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي برېټانیا ته ډاډ ور کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کاریږي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت، په دوحه کې د څو اړخیزو ناستو، د سیمې د حالاتو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

متقي په دې لیدنه کې ویلي چې د امریکا او ناټو د حضور د دورې په پرتله د افغانستان اوسنی امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان غواړي له نړیوالې ټولنې سره مثبتې اړیکې ولري او د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد کارېدو ته پرېنږدي.

په ورته وخت کې، ریچارډ لېنډسي د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د افغانانو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

لېنډسي ویلي چې د بریتانیا حکومت او ولس له افغانستان او افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی. نوموړي همداراز ویلي چې له افغانستان سره د لا ډېرې ښکېلتیا لپاره به خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

اروپايي پارلمان د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو په اړه نوی قانون تصویب کړ

•
•
•

نور کیسې

کابلوف او سراج الدین حقاني د مسکو او کابل ترمنځ پر امنیتي او سیاسي همکاریو غږېدلي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
کابلوف او سراج الدین حقاني د مسکو او کابل ترمنځ پر امنیتي او سیاسي همکاریو غږېدلي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ددغه وزارت وزیر سراج‌الدین حقاني د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او دوه اړخيزو امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۸مه وویل، چې په دې ناسته کې په سيمه کې د مثبت تعامل او ثبات په اړه نظريات شريك شول.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او کابلوف ویلي و، چې مسکو له کابل سره د اقتصادي همکاریو عملي بڼې ته چمتو دی.

روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پیژندلي دي، خو لا هم مسکو له طالبانو سره په اړیکو کې پښه نیولی دی.

د سیمې خلک: په چمن کې د طالبانو د هاوان مرمۍ له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۱
د سیمې خلک: په چمن کې د طالبانو د هاوان مرمۍ له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی
100%

د بلوچستان ایالت د چمن ولسوالۍ اړوند د حاجي نورعلي سرپل کلي ټهیکدار سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال د طالبانو د هاوان یوه مرمۍ د یوه ملکي وګړي پر کور لګېدلې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ځايي سرچینو ویلي، مرمۍ د نور محمد په کور ولګېده چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو، لکه باچا ملیزي، ملیزي، اډه کهول ملیزي او لقمان کلیو ته څېرمه د طالبانو سرحدي ځواکونو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا شخړه د یکشنبې په ماښام هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لګول شوي ازغن تار د لرې کولو هڅه کوله.

پاکستاني ځواکونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مرکز په نښه کړی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۴ GMT+۱
پاکستاني ځواکونو په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو نظامي مرکز په نښه کړی
100%

د کونړ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستاني ځواکونو د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو پر نظامي مرکز برید کړی او برید لا هم روان دی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له برید وروسته طالبان له مرکزه وتلي دي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکو نن سې شنبه، د غويي پر ۸مه وویل، چې پاکستاني ځواکونو پر هجرت اباد او شالۍ ډاک سیمو له بریدونو وروسته د طالبانو نظامي مرکز په نښه کړی دی.

یو ځايي اوسېدونکي وویل، په په روانو بریدونو کې یوه مېرمن او یو ماشوم ټپيان شوي دي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د طالبانو له مرکزه لوګي پورته کېږي.

له دې وړاندې د سېمې اوسېدونکو ویلي وو، چې د خاص کونړ ولسوالۍ د هجرت اباد کمپ او شالۍ ډاک اوسېدونکو خپل کورونه پرېیښي او خوندي ځایونو ته روان دي.

د غور ولایت سېلاب‌ځپلو له طالبانو او مرستندویو ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۲ GMT+۱
د غور ولایت سېلاب‌ځپلو له طالبانو او مرستندویو ادارو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې
100%

د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ (د غويي اوومه) مازدیګر د یاد ولایت الفاروق ولسوالۍ کې د سختو سېلابونو د بهیدو له امله دوی ته درانه زیانونه اوښتي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دیادې سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغو سېلابونو د غور مرکز ته غځېدلې لارې تړلې او د خلکو کرنیزې ځمکې یې له منځه وړې دي. همدارنګه زرګونه ونې له منځه تللې او د خلکو ګڼ شمېر څاروي هم سېلابونو وړي دي.

یادو کسانو زیاته کړې چې تر اوسه پورې د ځایي مسوولینو او یا هم مرستندویه ادارو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده ورسره شوې.

د الفاروق ولسوالۍ اوسېدونکي له اړوندو ادارو غواړي، چې د دوی وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او لازمې مرستې ورسره وکړي.

د امو سیند نفتي حوزې د زمردسای سیمې له ۵ څاګانو څخه د نفتو استخراج پیل شوی

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
د امو سیند نفتي حوزې د زمردسای سیمې له ۵ څاګانو څخه د نفتو استخراج پیل شوی
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د امو سیند نفتي حوزې اړوند د زمردسای سیمې له پنځو څاګانو څخه د نفتو استخراج پیل شوی. د طالبانو په وینا، د زمردسای سیمې له ۱۲ څاګانو څخه له پنځو هغو په ازمویښتي ډول استخراج پیل شوی چې په ورځني ډول ٥٠٠ ټنه نفت اېستل کېږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن سې شنبه، د غويي پر ۸مه وویل، چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډ کې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ، د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري کډون کړی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له درې کلونو سروې، څېړنې او برمه‌کارۍ وروسته دوی وتوانېدل چې د زمرد سای سیمې له ۱۲ څاګانو څخه د پنځو هغو چارې پیل کړي.

طالبان وايي، چې د دې پروژې ټولې چارې د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي او یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د زمرد سای په سیمه کې ۴۰۰ کیلومتره نوې سروې شوې، چې په پایله کې یې د نفتو او ګازو نوې نښې موندل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د هرات نفتي حوزې د تېرپل سیمې لپاره یو افغاني شرکت چمتو دی، چې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.