• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا وزیر وايي چې سږ کال د ۱۰۰ محلي روغتونونو د جوړولو چارې پیلیږي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ روغتون د جوړولو د اعلان پرمهال وویل، سږ کال په ټول هېواد کې د ۱۰۰ ورته روغتونونو چارې پیلیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې د یادې ډلې له داخلي بودجې څخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو له ډلې د ۵۶ روغتونونو تدارکاتي چارې بشپړې شوې دي او د روان کال په ترڅ کې به د ۱۰۰ نورو روغتونونو چارې هم پیل شي.

ترویج لرونکی

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي
۱

جي ډي وېنس: په افغانستان کې د بمباریو ملاتړي نن له ایران سره پر مذاکراتو نیوکې کوي

۲
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۳
روغتیا او ژوند

یونیسف: په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ واکسین بشپړ پوښښ ۸۷ سلنې ته رسېدلی

۴

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۵
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

•
•
•

نور کیسې

اوچا په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله بشري وضعیت کړکېچن بللی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۱
اوچا په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله بشري وضعیت کړکېچن بللی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکیچن شوی. اوچا وایي، سره له دې چې مرستې ډیرې شوې خو د څو هممهاله ناورینونو او اکمالاتي ستونزو له امله بشري مرستې محدودې شوې.

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله بشري وضعیت لا پسې خراب شوی او زرګونه خلک یې اغېزمن کړي دي.

د اوچا د رپوټ له مخې، شاوخوا ۷،۵۰۰ کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې ۱،۵۰۰ کورونه ویجاړ او ۶،۰۰۰ نور مهم جوړښتونه لکه سړکونه، پلونه او پراخې کرنیزې ځمکې سختې زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، سېلابونو په پنځو ولایتونو (کندهار، زابل، بادغیس، لوګر او ننګرهار) کې ۶۱ روغتیايي مرکزونه اغېزمن کړي دي.

همدارنګه د زده کړو برخه هم زیانمنه شوې ده. په ننګرهار کې ۶۸ ښوونځي او په جنوبي سیمو کې ۵۵ ښوونځي زیانمن شوي او په شمالي او مرکزي ولایتونو کې هم نور زیانونه ثبت شوي چې لسګونه زره زده کوونکي یې اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، مرستندویه ادارې د ګډو ارزونو پر بنسټ د خوړو، سرپناه، روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ الصحې، زده کړو، ساتنې او نغدي مرستو په برخو کې مرستې وړاندې کوي.

اوچا زیاتوي چې که څه هم تر اوسه ۳۱،۱۰۰ کسانو ته مرستې رسېدلې، خو د عملیاتو ظرفیت د څو هم مهاله بحرانونو او اکمالاتي ستونزو له امله محدود شوی دی.

د کابل طبي پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي طالب رییس د طبي شورا په ازموینه کې ناکام شوی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۱ GMT+۱
د کابل طبي پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي طالب رییس د طبي شورا په ازموینه کې ناکام شوی
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي اسناد ښيي چې د کابل طبي پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي طالب رییس ضیاءالرحمان عمر د طبي شورا د فعالیت د جواز (ایګزیټ ازموینه) کې ناکام شوی دی. نوموړی د طالبانو د رییس الوزرا په حکم په غیرقانوني ډول تېر کال لومړی استاد او بیا رییس ګومارل شوی.

د طبي شورا د ۱۴۰۴ کال پایلې ښيي، چې نوموړی په ۱۴۸.۵ نومرو سره په ازموینه کې پاتې راغلی او نه شي کولی چې په طبي برخه کې کار وکړي.

100%

د کابل د طبي پوهنتون یو استاد د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د عامې روغتیا پوهنځي اوسنی رییس نېږدې لس میاشتې وړاندې د ډاکتر روح الله سخي زاده پر ځای چې په عامې روغتیا کې یې پي ایچ ډي کړې وه او په کابل طبي پوهنتون کې یې کلونه - کلونه تدریس کړی و د ملا محمد حسن اخوند په یو ځانګړي امر مقرر کړ.

نوموړي وویل: "که یو څوک پوهنتون کې استاد کیږي نو لومړی باید د طبي شورا له ایګزیټ ازموینې بریالی شي، بیا کادري ازموینه ورکړي، کنفرانس ورکړي او له کامیابۍ وروسته استاد کېدی شي."

دغه استاد وايي، چې ضیاءالرحمان عمر پرته له دې چې رسمي ډاکتر وي، کادري ازموینه یې ورکړې وي او په یاد پوهنتون کې استاد وي، په فوق العاده بڼه استاد او رییس معرفي شوی دی.

د کابل طبي پوهنتون پر خپلې ویب پاڼې د عمر د کاري تجربې په اړه ویلي چې تجربه لري او د فوق العاده حکم په اساس رییس مقرر شوی دی.

100%

ضیاءالرحمان عمر د پکتیا پوهنتون څخه فارغ شوی او دا مهال له قانوني اړخه طبي ډاکتر نه دی.

د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې ضیاءالرحمان عمر د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم له نېږدې دوستانو او د افغانستان د جمهوري دولت پر وړاندې د جګړې پر مهال نېږدې وسله وال پاتې شوی دی.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوند زاده تازه په یوه سیمینار کې د وینا پرمهال ویلي، چې ګومارنې باید د اهلیت پر بنسټ وشي، خو د طالبانو په لیکو کې ددې ډلې د مشر دې غوښتې ته کمه اعتنا شوې ده.

طالبانو په کندهار کې پر لویو ډیجیټلي سکرینونو د اعلاناتو خپرول بند کړل

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱
•
عبدالله همیم
طالبانو په کندهار کې پر لویو ډیجیټلي سکرینونو د اعلاناتو خپرول بند کړل
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف په کندهار ښار کې د ځینو خصوصي شرکتونو له‌خوا پر لګول شویو لویو سکرینونو د سوداګریزو اعلاناتو پر خپرولو بندیز ولګاوه. د یو شرکت مسوولان وايي، د امربالمعروف بندیز لسګونه زره ډالره زیان ور اړولی.

د کندهار ښار په بېلا بېلو برخو او ګڼه ګوڼه ځایونو کې ځینو شرکتونو لوی ډیجیټل سکرینونه لګولي وو او سوداګریز اعلانات پکې خپرېدل.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له تېرکال راهیسې د طالبانو د بندیز له امله په دغو سکرینونو کې بې روحه اعلانات خپریدل، خو اوس په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د شفاهي امر له‌مخې، د یادو سکرینونو د بشپړ بندیدو امر شوی دی.

د یادو سکرینونو د شرکت یو کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«تېر کال موږ ته طالبانو وویل چې باید د ساکښو انځورونه او ویډیوګانې خپاره نه کړو. هغه مو ورسره منل، اوس وايي، چې باید مطلق باید دا سکرینونو بند شي او هېڅ مواد باید پکې خپاره نه شي».

د یادو شرکتونو مسوولان وایي، امربالمعروف ورته ویلي، چې د سکرینونو د بندولو امر یې د ملا هبت الله د لارښوونې له‌مخې کړی دی.

د سکرینونو د شرکتونو په وینا، د هر سکرین پر فعالولو یې له اتلس زره څخه تر شل زره ډالرو پورې لګښت کړی دی او ښاروالي ته هم په کال کې دوه نیم لکه افغانۍ مالیه ورکوي.

د سکرینونو څښتنان وايي، د افغانستان نورو ښارونو ته په کتو یې په عصري او ډیجیټلي بڼه د سوداګرۍ او اعلاناتو په موخه پانګونه وکړه، خو طالبانو یې پر دې پانګونه بندیز ولګاوه.

د اعلاناتو د خپریدو لپاره سکرینونه چې په کندهار کې په عامه اصطلاح ورته تلویزیونونه وايي، د کابل او ننګرهار په ګډون په نورو ولایتونو کې هم فعال دي چې د اعلاناتو د خپرېدو ترڅنګ ځینې وخت ښاریان د دغو سکرینونو له لارې د افغانستان ورزشي لوبې هم ننداره کوي.

طالبانو په رسمي ډول ددغو سکرینونو د بندولو مذهبي او یا امنیتي دلایل نه دي روښانه کړي.

ملاهبت الله: په ګمرکونو کې د خلکو شتمني باید د شخصي‌ ګټو پرځای د خلکو په ګډو ګټو ولګول شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱
ملاهبت الله: په ګمرکونو کې د خلکو شتمني باید د شخصي‌ ګټو پرځای د خلکو په ګډو ګټو ولګول شي
100%

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د یادې ډلې د مالیې وزارت مسوولانو، ولایتي مستوفیانو او یوشمېر نورو طالب چارواکو ته په یوه سیمنار کې ویلي، چې په ګمرکونو کې دې د بې‌ځایه لګښتونو او فساد مخنیوی وکړي او لګښتونه دې د شخصي‌ ګټو پرځای پر خلکو او عامه ګډو ګټو ولګوي.

په یاد سیمنار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د وینا ډېره برخه د «شریعت پر پلي کولو، د دیني ملایانو سره د مشورو او درناوي پر زیاتېدو، د خپل نظام د ساتنې او په خپلو منځونو کې د همغږۍ پراختیا» ته ځانګړې شوې وه.

نوموړي د ګمرونو طالب مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: «په ګمرکونو کې چې تاسې کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، دا بیت المال دی، ډېر احتیاط کوئ چې بې‌ځایه دا مال مصرف نه‌کړئ. کوښښ وکړئ، چې دا مالونه د خلکو په عامه مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې».

د طالبانو مشر خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که په چارو کې «د غفلت له کبله زیان پېښ شي بیا عذر» د منلو نه‌دی. نوموړي ټینګار کړی، چې ځانونو ته د امتیاز پر ځای خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړئ او کار و اهل کار ته وسپارئ.

هغه ویلي:« له خلکو سره سختي مه کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ او خلک په نفرت کې مه اچوئ. له خلکو سره نږدې اوسېږئ؛ تر څو خلک تاسې ته درشي او ستاسو سیاست له نږدې وویني. مسوولیت داسې چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې ونه لري».

د طالبانو له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده غونډه کې طالب مسوولانو، دیني ملایانو او ګډونوالو له ملاهبت الله سره خپل «بیعت» بیا تازه کړ. د طالبانو مشر پر داسې مهال په خپلو ادارو کې کار اهل کار ته پر سپارلو ټینګار کوي، چې پر یادې ډلې نیوکې دي چې په مسلکي او تخصصي برخو کې یې هم ملایان ټاکلي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې د جګړو او کډوالۍ له کبله یې خلک زیانمن او بې‌ځایه شوي‌ دي. یاد سازمان له نړۍواله مرستندویه سازمانونو غوښتنه کړې، د هغو کورنیو ترڅنګ ودرېږي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

یونیسیار د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) ویلي، د هغو خلکو نوملړ خورا اوږد دی چې د کړکېچ له کبله له خپلو کورونو تښتي. د یونیسیار له‌خوا د خپور شوي نوملړ په سر کې افغانستان، دویم کانګو، ایران، لبنان، میانمار، فلسطین او په ترتیب سوډان، سوریه، اوکراین او یمن هېوادونه راوستلي او کاږلي یې دي، چې د یادو هېوادونو پر وړاندې «بې‌پروا مه اوسئ».

دوی زیاته کړې: «نوملړ خورا پراخ دی او خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي». یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې بې‌غوري دغه وضعیت لاپسې کړکېچنوي. یونیسیار له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې او پاملرنې پر اړتیا ټینګار کړی او د زیانمنو د ملاتړ غږ یې پورته کړی دی.

په افغانستان کې د کډوالۍ او له پاکستان سره تر ترینګتیا وروسته په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او دامهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.