د پاکستان په پنجاب ایالت کې د غنمو حاصلاتو په سر نښته کې درې کسان وژل شوي دي

د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصلاباد ولسوالۍ اړوند په لونډیانواله سیمه کې د غنمو راټولولو پر سر لفظي شخړه په تاوتریخوالي واوښته او د ډزو له امله د غنمو راټولولو یوې ډلې درې غړي ووژل شول.
ځایي خلک وایي، پولیس سملاسي د پېښې ځای ته رسېدلي او جسدونه یې روغتون ته لېږدولي دي. ځایي پولیس وایي، د یاد ښار د پولیسو مشر صاحبزاده بلال عمر په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړې او سملاسي یې د ښکېلو کسانو پر ضد د عملياتو امر کړی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ پېښه د خپلمنځي شخړې له امله رامنځته شوې او تر دې دمه په دې تړاو یو کس نیول شوی او د نورو کسانو د نیولو عملیات دوام لري. د ځایي چارواکو په وینا؛ په فیصلاباد کې د دښمنۍ او خپلمنځۍ شخړو له امله سږ کال لږترلږه ۷۸ کسان وژل شوي دي.
