• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د پاور لفټېنګ ملي لوبډله د ۲۰۲۶کال د بېلاروس په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د پاورلفټېنګ ملي لوبډله د «World Cup Series Belarus 2026» په نړۍوالو سیالیو کې برخه واخلي. دغه سیالۍ به د ۲۰۲۶کال د مئ له ۶مې تر ۱۰مې پورې د بېلاروس په پلازمېنې مېنسک ښار کې د «چیزهوفکا ارنا» په ورزشي کمپلېکس کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د بېلابېلو ورزشي څانګو او په ځانګړې توګه د پاور لفټېنګ په برخه کې د خورا معتبرو نړۍوالو سیالیو څخه دي، چې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي به په‌کې برخه واخلي.
د افغانستان ملي لوبډله چې د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو ترکیب لري، په دغه سیالیو کې په بشپړ چمتووالي سره برخه اخلي او موخه یې د نړۍوالو ویاړونو ګټل، د نويو ریکارډونو جوړول او په نړۍواله کچه د افغانستان استازیتوب دی.
د یادې ډلې مسوولانو هیله څرګنده کړې، چې په دغه سیالیو کې ګډون کولی شي د افغانستان د پاور لفټېنګ د ودې او پرمختګ لپاره یو مهم ګام وي او په نړۍواله کچه د یادې برخې دریځ پیاوړی کړي.

100%

ترویج لرونکی

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»
۱
ځانګړی راپور

د قدرت په مرکز کې یخ بادونه: «د هبت الله اخوندزاده او بشر نورزي ترمنځ اړیکې سړیږي»

۲

ملګري متلونه: تر ۲۰۶۰کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند کوي

۳
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

بشري حقونو سازمان: امریکا دې د نړیوال جام پر مهال د کډوالۍ سخت اقدامات وځنډوي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱
بشري حقونو سازمان: امریکا دې د نړیوال جام پر مهال د کډوالۍ سخت اقدامات وځنډوي
100%

د بشري حقونو سازمان له فیفا غوښتنه کړې، چې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام پر مهال دې پر امریکا فشار راوړي څو د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو عملیات وځنډول شي، ځکه د دې سازمان په وینا دا چاره کولی شي د مینه‌والو او ګډونوالو حقونه له ګواښ سره مخ کړي.

د بشر حقونو سازمان په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې فیفا باید د امریکا له حکومت وغواړي څو د ۲۰۲۶ نړیوال جام پر مهال دیا د کډوالۍ د پلي کوونکو ادارو د عملیاتو لنډمهالی ځنډ اعلان کړي.

د راپور له مخې، دا غوښتنه په دې موخه شوې چې د سیالیو پر مهال د لوبغاړو، مینه‌والو، خبریالانو او کارکوونکو د بشري حقونو د احتمالي سرغړونو مخه ونیول شي.

ټاکل شوې د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام د جون له ۱۱مې څخه د جولای تر ۱۹مې پورې د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره شي، چې دا به د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ د پلي کوونکې ادارې (ای سي یي) سختو اقداماتو او د کډوالو پر ضد د تګلارو له امله ښايي نړیوال جام ته تلونکي کسان له ستونزو سره مخ شي.

په راپور کې راغلي: «فیفا باید بېړني ګامونه پورته کړي څو د بشري حقونو د سرغړونو خطرونه کم کړي، او له امریکايي ادارې وغواړي چې د سیالیو په ځایونو کې د کډوالۍ د پلي کېدو عملیات وځنډوي.»

د بشر حقونو څار سازمان د فیفا له رییس جیاني انفانتینو او د دې سازمان له مشرانو هم غوښتي چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو د امریکا حکومت وهڅوي چې د سفر محدودیتونه کم کړي، د تبعیضي تګلارو مخه ونیسي او د بیان ازادي او د راټولېدو حق خوندي کړي.

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ یوه ویاند ویلي چې د نړیوال جام امنیت د امریکا د حکومت لپاره لومړیتوب دی او دا سیالۍ به په بشپړ امنیت او همغږۍ ترسره شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت هم ویلي چې د نړیوال جام لپاره به له فدرالي او سیمه‌ییزو ادارو سره په همغږۍ کار وکړي څو د ټولو ګډونوالو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي، خو ټینګار یې کړی چې د کډوالۍ قوانین به پلي کېږي.

دغه راپور وروسته له هغه خپور شوی چې د بشري حقونو یو شمېر ډلو خبرداری ورکړی و چې نړیوال جام ته تلونکي کسان ښايي له ناسم چلند، نیولو یا حتی اجباري ویستنې سره مخ شي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که دا اندېښنې جدي ونه نیول شي، نو د ۲۰۲۶ نړیوال جام به د سپورټ پر ځای د سیاسي او بشري حقونو له لانجو سره مل شي.

افغان لوبغاړی اسدالله عاصم به د جرمني حارث منصوري پر وړاندې ولوبېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۶ GMT+۱
افغان لوبغاړی اسدالله عاصم به د جرمني حارث منصوري پر وړاندې ولوبېږي
100%

ټاکل شوې چې د ازادو سیالیو (MMA) افغان لوبغاړی اسدالله عاصم به د جرمني په فرانکفورت ښار کې د دغه هېواد لوبغاړي حارث منصوري پر وړاندې ولوبېږي. دغه لوبه به د «We Love MMA» سازمان د ۸۸م پړاو سیالیو په لړ کې د ۱۴۰۵کال (د غبرګولې ۲مه) نېټه ترسره شي.

د «ټپالوژي» معتبرې وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې؛ د عاصم سیال د درېیو ثبت شویو لوبو ریکارډ لري، چې پایله یې دوه بریاوې او یوه ماتې ده. اسدالله عاصم شاوخوا دوه میاشتې مخکې د جرمني په اشتوتګارت ښار کې خپل سیال ته ماتې ورکړې وه.

دغه سیالي د عاصم لپاره یوه مهمه او جدي ازموینه بلل کېږي، ځکه د «We Love MMA» په څېر د اروپا په کچه په یوه مهم سازمان کې ګډون د دغه افغان لوبغاړي لپاره د ودې، تجربې ترلاسه کولو او لا پرمختګ ښه فرصت برابروي.

100%

کابل کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د ۷ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پای ته ورسېده

۶ غویی ۱۴۰۵ - ۲۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۱
کابل کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د ۷ هېوادونو د لوبغاړو په ګډون پای ته ورسېده
100%

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د یوې خبرپاڼې له‌مخې، د کابل ښار په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيوم کې د دودیزې غېږنيونې نړیواله جشنواره د افغانستان په کوربتوب د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) پای ته ورسېده. دا جشنواره له تېرو درې ورځو راهیسې روانه وه.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې جشنواره کې د ۷ هېوادونو ایران، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ترکیې او افغانستان ۱۶۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.

د جشنوارې سیالۍ په درېیو برخو، کورش، رستمي غېږنيونه او کشتينګيري کې ترسره شوې. د هرې برخې لپاره ورزشکاران په بېلابېلو وزني کټګوریو کې سره سیالي وکړه.

د جشنوارې د پایلو له‌مخې، په کورش برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دويم او افغانستان درېيم مقام خپل کړ. په رستمي غېږنيونه کې افغانستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او تاجکستان درېيم مقام وګاټه. همدارنګه، په کشتينګيري برخه کې تاجکستان لومړی مقام، ازبکستان دويم او افغانستان درېيم مقام خپل کړ.

د طالبانو د سپورټ ادارې ویلي، چې دا ډول نړیوالې سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د ملګرتیا، د تجربو د تبادلې او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخېدو لامل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله ترسره شوه

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۰ GMT+۱
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله ترسره شوه
100%

په ننګرهار د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ورزش د ودې او د ورزشکارانو د هڅونې په موخه د لومړي ځل لپاره ګډه ورزشي مېله د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت بڼ کې ترسره شوه.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې مېله کې د بېلابېلو ورزشي رشتو لکه ووشو، تکواندو، سوک‌وهنې، جودو، پارکور او منډې سیالۍ او نندارې وړاندې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه مراسمو کې د ننګرهار د ورزش رییس عبدالسلام وزیروال، د ځوانانو چارو مسوولین، د بېلابېلو فدراسیونونو استازي او ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینه‌والو ګډون کړی و.

خبرپاڼه زیاتوي، د ننګرهار د ورزش رییس عبدالسلام وزیروال وویل چې د دې مېلې موخه د ورزش پراختیا، د ځوانانو هڅونه او د سپورتي فعالیتونو وده ده.

نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکي کې به د ورزش د لا پراختیا لپاره ورته نورې ورزشي پروګرامونه او مېلې هم ترسره شي.

د افغانستان د سنوکر فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
د افغانستان د سنوکر فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی
100%

د افغانستان د سنوکر فدراسیون خبر ورکړی، چې ددغه فدراسیون د پخواني رییس وحید اصغري مړی موندل شوی. نوموړی دوه شپې وړاندې په قلعه فتح الله کې وسله والو د خپل کور له مخې تښتولی و. د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د اصغري د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون عمومي سکرټر شکیب سخي تایید کړې چې وحید اصغري د روانې اونۍ د سې‌شنبې په ورځ د کابل ښار په قلعه فتح‌الله کې د خپل کور له مخې نه تښتول شوی و او نن یې مړی کورنۍ ته ورسپارل شوی دی.

په ورته مهال د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې هم د افغانستان د سنوکر ملي فدراسیون د پخواني رییس مړینه تایید کړې او له اړوندو ادارو یې د هغه د مرموزې مړینې په تړاو د پلټنو غوښتنه کړې ده.