په بلوچستان کې په جلا، جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جلا، جلا پېښو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. په لومړۍ پېښه کې په کوټه کې د «سول لاینز» تاڼې د مشرې زرغونې منظور زوی او د هغه ساتونکو په یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او د یوه اته کلن ماشوم په ګډون دوه نور ټپیان دي.
همداراز د کوټې په سریاب سړک ناپېژاندو وسلهوالو په یوه رېړۍ چلوونکي ډزې کړې، چې له امله يې رېړۍ چلوونکی وژل شوی دی. له بل پلوه په عبدالله کلا والسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسلهوالو په یوه ځوان ډزې کړې، چې له امله یې د خیبر پښتونخوا د سوات ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژل شوی دی.
