د پاکستان بریدونه او مرګژوبله؛ ملګري ملتونه وایي ملکي وګړي زیانمن شوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند اسټفان دوجاریک وايي، چې د ځایي روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان له لوري د کنړ ولایت په اسعداباد کې د شویو بریدونو له امله لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۷۹نور، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
