• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بادغیس د اسلامي دورې ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل شول

۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۶ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته وسپارل. دغه وزارت د یادو تاریخي اثارو د ترلاسه کېدو د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د تاریخي اثارو د ترلاسه کولو د څرنګوالي په تړاو له معلوماتو ورکړې پرته ویلي، په بادغیس کې د دغې ډلې د ولایت مقام د اسلامي دورې اړوند ۸ تاریخي اثار د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د خوندي ساتلو په موخه سپارلي دي.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس د یادو اثارو د ترلاسه کولو پر مهال د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر اهمیت له ټینګار سربېره زیاته کړه، چې تاریخي اثار د هېواد د کلتوري هویت څرګندونه کوي او د تاریخي آثارو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي له ولسونو وغوښتل: «که تاریخي اثار ترلاسه کوئ، نو داطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته يې وسپارئ او د دغو ارزښتناکو میراثونو له قاچاق او له منځه وړلو څخه دې مخنیوی وکړئ».

هغه همداراز ټینګار کړی، چې په بادغیس کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي اثارو د خوندي ساتنې لپاره چمتو دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۵

روسیې له طالبانو سره د «بشپړ شراکت» د جوړولو اعلان کړی

•
•
•

نور کیسې

د داعش ډلې افغان غړی شریف الله د کابل پر هوایي ډګر د برید قضیه کې مجرم وپېژندل شو

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱

د امريکا د ويرجينيا ايالت په يوې فدرالي محکمه کې منصفه پلاوي شريف‌الله چې د داعش ډلې غړی بلل کېږي، د کابل د هوايي ډګر د خونړي بريد په قضيه کې مجرم وپېژانده. هغه د شلو کلونو اعظمي بند له سزا سره مخ دی او تور پرې لګېدلی و چې په دغه بريد کې يې «لوژېستيکي مرسته» کړې ده.

د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلې يوې اوونۍ محاکمې پر مهال پر ځان لګېدلي تورونه نه دي منلي.

دغه ځانمرګی بريد د ۱۴۰۰ کال د وږي په څلورمه، هغه مهال چې طالبان بيا پر کابل واکمن شول او امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل، د کابل هوايي ډګر د «ابي‌ګېټ» دروازې ته څېرمه ترسره شو.

په هغه وخت کې امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه د خلکو د ايستلو په عملياتو بوخت وو. په دې بريد کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول.

د منصفه پلاوي غړو ونه شو کولای پرېکړه وکړي چې ايا د دغو کسانو وژل کېدل د شريف‌الله د مستقيمې دسيسې او همکارۍ پايله وه که نه. که دوی دې پايلې ته رسېدلي وای، کېدای شوای هغه د عمري بند له سزا سره مخ شوی وای.

تمه ده چې د هغه وروستۍ سزا به په راتلونکو اوونيو کې اعلان شي.

د شريف‌الله مدافع وکيلې لارن روزن په محکمه کې وويل چې څارنوالانو د هغه پر ضد د باور وړ کومه ثابته ثبوت نه دی وړاندې کړی، پرته له هغو خبرو چې خپله شريف‌الله د اف‌بي‌آي د څو ساعته پلټنو پر مهال کړې دي.

هغې زياته کړه چې ښايي شريف‌الله داسې خبرې کړې وي چې فکر يې کاوه پلټونکي يې اورېدل غواړي، ځکه هغه وېره درلوده چې مخکې له دې چې امريکا ته ولېږدول شي، په پاکستان کې د پلټنو پر مهال له شکنجې سره مخ شي.

شريف‌الله د پاکستان د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی و، او دا کار د پاکستان د پوځ د قومندان او لومړي وزير له ټرمپ سره د اړيکو د تودېدو پيل وګرځېد.

د امريکا د عدليې وزارت څارنوالانو ويلي چې شريف‌الله د ابي‌ګېټ بريد په پلان جوړونه کې مهم رول درلود او د داعش خراسان په څو نورو بريدونو کې هم ښکېل و. هغوی په ځانګړي ډول د ۱۴۰۳ کال هغه بريد ته اشاره وکړه چې په مسکو کې په يوه کنسرت تالار کې شوی و او شاوخوا ۱۴۰ کسان پکې وژل شوي وو.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) څېړنو ښودلې وه چې د ابي‌ګېټ بريد ترسره کوونکی عبدالرحمان لوګری و، چې د داعش غړی و او طالبان يې له يوه زندان څخه خوشې کړی و. د اېف‌بي‌ای د معلوماتو له مخې، شريف‌الله له دغه بريدګر سره په زندان کې پېژندګلوي کړې وه.

د قضیې څارنوال دا هم وويل چې شريف‌الله يوه خبريال ته ويلي و چې غوښتل يې «صليبي» امريکايان د خپل هېواد پر ضد د يرغل له امله ووژني.

اتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره نوې هوکړه کوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱

د اتریش حکومت هڅه کوي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره د نوې هوکړې له لارې یو نوی لېږدیز میکانیزم جوړ کړي.

د اتریشي رسنیو په وینا، پلان شوې چې دا هوکړه د غویي په ۱۷مه د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د سفر پر مهال لاسلیک شي. د دې تګلارې له مخې به افغان پناه‌غوښتونکي لومړی ازبکستان ته انتقالېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.

اتریشي ورځپاڼې «دی پرس» لیکلي، چې دا طرحه د کډوالو د ایستلو لپاره د «منځګړي هېواد» د کارولو یوه نوې بڼه ګڼل کېږي، څو د مستقیمو ستنولو حقوقي او سیاسي محدودیتونه کم کړي.

د اتریش حکومت د دې طرحې ملاتړ د خپلو سختو کډوالۍ پالیسیو یوه برخه بولي، چې له مخې یې غواړي د پناه‌غوښتونکو د شمېر کمولو لپاره لا اغېزمن اقدامات وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهاډ کارنر ویلي،چې دا ګام به د اخراج پروسه لا منظمه او پراخه کړي، او د هغه په وینا هېواد یې غواړي د پناه‌غوښتنې په برخه کې سخت دریځ وساتي.

خو د بشري حقونو د بنسټونو له نظره، دا ډول تګلارې د کډوالو د خوندیتوب په اړه نوي خطرونه رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته د ستنېدو له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

اتریش له تېر کال راهیسې د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې دا بهیر په اروپا کې د کډوالۍ د سیاستونو د سختېدو یوه برخه بلل کېږي.

په ننګرهار کې یوه کس یو تعویذګر په کورنۍ کې یې د شخړو د رامنځته کولو په تور وژلی دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې یوه کس یو تعویذګر په خپله کورنۍ کې یې د شخړو د رامنځته کولو په تور وژلی دی. دغه کس ادعا لري، چې یاد تعویذګر د تعویذونو په وسیله دده په کورنۍ کې د دښمنۍ فضا حاکمه کړې وه. طالبانو دغه کس د قتل په تور نیولی دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کس تېره شپه (سې‌شنبه د غويي ۸مه) د سره‌رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه یو تعویذګر په دې تور وژلی چې د تعویذونو په وسیله یې کورنۍ ورسره دښمنه کړې وه.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو، خو بالاخره د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې رغلي: «نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ادعا یې کړې چې مقتول پرې تعویذونه کړي وو او د ده کورنۍ یې ورسره دښمنه کړې وه».

له دې سره سم، د دغه ولایت د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو بل کس چې خپل د تره زوی یې له لفظي شخړې وروسته د چاقو په وسیله وژلی وو، هم نیول شوی دی.

طالبانو ویلي، یاد کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږونو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

د تخار پوهنتون محصلين: له اوو مياشتو راهيسې زموږ د اعاشې لګښت نه دی راکړل شوی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱

د تخار پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د «بدل اعاشې» پيسې نه دي ترلاسه کړې. دوی وايي، چې د دې پيسو د نه ورکړې له امله د کور کرايې او د خوړو د برابرولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دغو محصلينو په وينا، وروستی ځل دوی ته د تېر کال د تلې مياشت کې بدل اعاشه ورکړل شوې او له هغه وروسته تر اوسه پورې د پوهنتون مسولينو د دې پيسو د ورکړې لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

دغه محصلين چې له لرو پرتو ولسواليو او ولايتونو څخه د کانکور ازموينې له لارې دې پوهنتون ته داخل شوي، وايي چې د زياتېدونکي بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خونو کرايه او د خوړو لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغوی د خپلو حقونو د اوږدمهاله ځنډ له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي چې په تخار کې د طالبانو مسؤلينو نه يوازې د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، بلکې هغه محصلين يې هم په چوپتيا ګواښلي چې د خپلو حقونو غوښتنه يې کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هغه زده‌کړیالانو ته چې له لرو سيمو پوهنتون ته راځي، په ليليه کې نه اوسېږي او د اوسېدو ځای نه لري، تر دوه زره افغانیو کمې پيسې د «بدل اعاشې» تر نوم لاندې ورکوي.

په تخار پوهنتون کې يوې باخبره سرچينې هم دا ستونزه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د پوهنتون مسؤلينو ژمنه کړې، چې د دغو پيسو يوه برخه به په راتلونکو دوو اوونيو کې ورکړل شي، خو لا څرګنده نه ده چې دا ژمنه به عملي شي که نه.

د بدل اعاشې په ورکړه کې ځنډ د دې سبب شوی چې ځينې محصلين، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان ولايتونو زده‌کوونکي، خپلې زده‌کړې پرېږدي او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د سرو زرو په کانونو کې سخت کار ته مخه کړي.

طالبان په تېرو څو کلونو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو او حقونو په منظم ورکړه کې پاتې راغلي دي. که څه هم دا ډله ادعا کوي چې د حکومت بودجه له کورنيو عوايدو برابروي، خو دا نه روښانوي چې ولې د ښوونکو معاشونه او د مستحقو محصلينو لګښتونه پر وخت نه شي ورکولای.

عبدالجبار نعیمي: ملګري‌ملتونه باید په خپلواکه توګه پر کونړ د پاکستان د بریدونو څېړنه وکړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱

د جمهوري نظام پر مهال د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې د کونړ پر مرکز اسعداباد، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو باید ملګري ملتونه بې‌ پرې څېړنې وکړي. هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

نعیمي پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې دا بریدونه قصدي بللي او ټینګار یې کړی چې «پر ښوونځیو او پوهنتونونو بریدونه جګړه نه ده؛ ښکاره جنګي جنایتونه دي». ده وویل چې بازارونه تړل شوي، د خلکو عادي ژوند ټکنۍ شوی او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان قربانیان شوي دي.

د هغه په وینا، پاکستان په نږدې وختونو کې څو ځله له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې او د بشري حقونو د نقض تکراري تګلاره یې خپله کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې تر دې مخکې هم د پاکستاني بریدونو له امله د کونړ په بریکوټ کې ماشومان له خپلو ټولګیو شړل شوي وو او اوس په اسعداباد کې تعلیمي بنسټونه او استوګنځایونه په نښه کېږي. نعیمي وویل، چې دغه ډول بریدونه د افغانانو د زده‌کړو او د راتلونکې له هیلې د محرومولو هڅه ده او باید پر وړاندې یې جدي دریځ ونیول شي.

د نسکور شوي جمهوري نظام دې پخواني چارواکي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «ژر تر ژره د دغو بریدونو په اړه خپلواکه څېړنه وکړي، په واضحه توګه یې وغندي او د افغان ملکي وګړو د ساتنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي».

هغه له طالبانو څخه هم وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، او ټینګار یې وکړ چې د بحران د ختمېدو یوازینی دوامدار قوت ملي یووالی، متقابل درناوی او اتحاد دی.