په برېتانیا کې دوه افغانان پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمه کېږي

پولیسو ویلي، چې یو ۳۱ کلن او بل ۱۹ کلن افغان د برېتانیا په پلیموت ښار کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په قضیه کې تورن شوي او د جون په لومړۍ نېټه به محاکمه شي.

پولیسو ویلي، چې یو ۳۱ کلن او بل ۱۹ کلن افغان د برېتانیا په پلیموت ښار کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په قضیه کې تورن شوي او د جون په لومړۍ نېټه به محاکمه شي.
د برېتانیا پولیسو ویلي، چې حشمت الله او سید هوشمند دواړه د پلیموت ښار اوسېدونکي دي او تېره ورځ د یاد ښار محکمې ته د شیرفورډ په سیمه کې په یوه کور کې پر یوې ښځې د جنسي تېري په تور محاکمې ته وړاندې شوي دي.
پولیسو ویلي، چې یاد کسان د یکشنبې په ورځ د قرباني شوې ښځې له شکایت وروسته نیول شوي دي.
پولیسو ویلي، محکمې د یادو دوو تورنو کسانو محاکمه د جون تر لومړی نیټې ځنډولې ده او تر هغه وخته به دواړه تورن کسان د پولیسو په توقیف کې وي.
پولیسو زیاته کړې، چې د موضوع حساسیت ته په کتو یې د تورنو کسانو پېژندګلوي په ډاګه کړې، خو له خلکو یې غوښتي چې د محکمې تر وروستۍ پریکړې پوررې له قضاوت او تبصرو ډډه وکړي.
په ورته مهال پولیسو د قرباني شوې ښځې هویټ پټ ساتلی او هغې ته یې د ځانګړو مرستندویه خدمتونو ډاډ ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لار خبرې دي او پوځي لارې ستونزې نه شي حل کولی.
اپریدي د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د اروپايي ټولنې له سفیر رېمونډاس کاروبلیس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لاره خبرې او مذاکرات دي او پوځي لارې چارې نه شي کولای دا ستونزې حل کړي.
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو تاریخي او فرهنګي اړیکې شته او شخړې باید د تفاهم له لارې حل شي.
د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې شاوخوا اووه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ګڼ سوداګر او له دغه سکتور سره تړلي زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان تل دا دریځ درلود چې جګړه او پوځي عملیات ستونزې نه شي حل کولای او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اړوند مسایل باید د دوهاړخیزو خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې وه، خو اوسني کړکېچونه او د ترانزیټ لارو دوامداره بندښت د دې لامل شوي چې دا کچه ښکته شي او سوداګر له درنو زیانونو سره مخ شي.
د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته د طالبانو یو قوماندان حمید خراسانی په یوه ویډیو کې راڅرګند شوی او وايي، چې سرتېري یې ډیورند کرښې ته نږدې ځای پر ځای شوي دي. د هغه په وینا، پر پاکستاني پوستو د برید لپاره د قوماندې په تمه دی.
د طالبانو دغه قوماندان ویلي چې له خپلو ځواکونو سره د دانګام ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې دی او د پاکستاني پوځ پر پوستو د احتمالي برید لپاره د قوماندې په تمه دي.
نوموړي په یوه ویډیو کې، چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویلي: «نن چارشنبه، د غویي نهمه، له خپلو مجاهدینو سره په دانګام ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته نږدې یو».
نوموړي ویلي، چې پاکستاني پوځ تېره ورځ په دانګام کې ملکي کورونه په نښه کړي دي.
خراساني ټینګار کړی چې د هېواد دفاع «فرض» ده او باید هېڅ لوري ته اجازه ورنه کړل شي چې ملکي وګړي په نښه کړي.
د نوموړي په وینا، ځواکونه یې چمتو دي چې پر پاکستاني پوستو برید وکړي.
پر کونړ د پاکستان د تېرې ورځې بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یادې ډلې د مالیې وزارت مسوولانو او ولایتي مستوفیانو په سیمنار کې د وینا پرمهال د پاکستان د بریدونو په اړه هېڅ یادونه نه ده کړې. د کونړ پر مرکز، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالۍ د پاکستان په بریدونو کې ۷ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
پاکستان له یوې لنډې وقفي وروسته د دوشنبې په ورځ، د غويي پر ۷مه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په ګډون د کونړ په مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه وکړل.
سیمهییزو طالب چارواکو ویلي، چې د پاکستان د یادو بریدونو په پایله کې په کونړ کې ۷ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.
له یادو بریدونو دوه ورځې وروسته د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د یادې ډلې د ماليې وزارت په دوه ورځني سیمنار کې ګډون او وینا وکړه، خو د نوموړي د وینا ټول تمرکز پر دولتي عوایدو او مالیاتو و.
نوموړي د پخوا په څېر نه د پاکستان بریدونه وغندل او نه یې هم د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې په اړه کوم غبرګون وښود.
یو شمېر شنوونکي د پاکستان د بریدونو په تړاو د ملا هبتالله دغه چوپتیا له پاکستان سره د هغه د اړیکو له امله د نوموړي یو ډول مجبوریت ګني، خو ځینې نور په دې باور دي، چې ښايي ملا هبتالله له پاکستان سره د روان کړکېچ له جزییاتو ناخبره ساتل کېږي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړه له تېرو څو میاشتو راهیسې دوام لري، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري او تګ او راتګ په ټپه دریدلي دي.
د جرمني د فریبورګ ښار د ښاروالۍ شورا پرېکړه کړې چې ښار به په داوطلبانه ډول له افغانستان نه د کډوالو یوه ډله ومني. د ښار د شورا غړو ټینګار کړی چې دا پرېکړه سملاسي عملي پایله نه لري، خو د انساني پیغام په توګه مهمه ده.
د فریبورګ ښار د ښاروالۍ شورا یو ځل بیا پرېکړه کړې چې ښار به د افغانستان د زیانمنو کسانو د منلو لپاره خپل چمتووالی وساتي او فدرالي او ایالتي حکومتونو ته به خپل دا دریځ په رسمي ډول څرګند کړي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې د جرمني فدرالي حکومت له ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو راهیسې له افغانستان نه د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه بند کړي او مخکې ورکړل شوې ډېری ژمنې یې هم لغوه کړې دي.
د ښار د شورا غړو د شنو، سوسیال ډیموکراټانواو نورو سیمهییزو ډلو له ویناوو وروسته ښاروال ته دنده وسپارل شوه چې د «خوندي بندرونو د ایتلاف» له غړو ښارونو سره په همغږۍ د کډوالو منلو لپاره د فریبورګ چمتووالی بیا تایید کړي او دا دریځ له فدرالي او ایالتي حکومتونو سره شریک کړي.
خو دا پرېکړه په شورا کې په یوه واحد نظر ونه منل شوه. د ښي اړخو ګوندونو استازو، په ځانګړي ډول افراطي ښي اړخي ګوند، مسیحي ډیموکراتانو او ازادو رایه ورکوونکو له دغه وړاندیز سره مخالفت وکړ.
د مسیحي ډیموکرات ګوند استازي وویل چې فدرالي حکومت د بدیلونو په وړاندې کولو سره د دغو کسانو لپاره نورې لارې برابرې کړې دي او د ښار دا ډول پرېکړې عملي اغېز نه لري.
د ښار د شورا غړو ټینګار کړی چې دا پرېکړه سملاسي عملي پایله نه لري، خو د انساني پیغام په توګه مهمه ده.
د فریبورګ ښاروال هم له دې پرېکړې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا اقدام که څه هم په لنډ مهال کې عملي نه وي، خو حکومت ته یو اخلاقي او سیاسي پیغام لېږي.
د ځینو ګوندونو استازو ویلي، چې جرمني باید د هغو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې مخکې یې د خوندیتوب ژمنې ترلاسه کړې وې. د نورو په وینا، انساني ژمنې باید تر سیاسي پریکړو پورته وي.
د رسمي معلوماتو له مخې تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا اووه دېرش زره افغانان جرمني ته داخل شوي دي، خو زرګونه نور لا هم په پاکستان کې د ویزو او انتقال په تمه دي.
د ۲۰۲۶ کال په پیل کې د جرمني حکومت اعلان وکړ چې له پاتې کسانو څخه به یوازې یوه برخه ومنل شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې کړکیچن شوی. اوچا وایي، سره له دې چې مرستې ډیرې شوې خو د څو هممهاله ناورینونو او اکمالاتي ستونزو له امله بشري مرستې محدودې شوې.
اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله بشري وضعیت لا پسې خراب شوی او زرګونه خلک یې اغېزمن کړي دي.
د اوچا د رپوټ له مخې، شاوخوا ۷،۵۰۰ کورونه زیانمن شوي چې له دې ډلې ۱،۵۰۰ کورونه ویجاړ او ۶،۰۰۰ نور مهم جوړښتونه لکه سړکونه، پلونه او پراخې کرنیزې ځمکې سختې زیانمنې شوې دي.
د راپور له مخې، سېلابونو په پنځو ولایتونو (کندهار، زابل، بادغیس، لوګر او ننګرهار) کې ۶۱ روغتیايي مرکزونه اغېزمن کړي دي.
همدارنګه د زده کړو برخه هم زیانمنه شوې ده. په ننګرهار کې ۶۸ ښوونځي او په جنوبي سیمو کې ۵۵ ښوونځي زیانمن شوي او په شمالي او مرکزي ولایتونو کې هم نور زیانونه ثبت شوي چې لسګونه زره زده کوونکي یې اغېزمن کړي دي.
د راپور له مخې، مرستندویه ادارې د ګډو ارزونو پر بنسټ د خوړو، سرپناه، روغتیا، تغذیې، اوبو او حفظ الصحې، زده کړو، ساتنې او نغدي مرستو په برخو کې مرستې وړاندې کوي.
اوچا زیاتوي چې که څه هم تر اوسه ۳۱،۱۰۰ کسانو ته مرستې رسېدلې، خو د عملیاتو ظرفیت د څو هم مهاله بحرانونو او اکمالاتي ستونزو له امله محدود شوی دی.