د پاکستان په سند ایالت کې پر علي وزیر «د وسلې لېږد او غلا» نوې قضیه ثبت شوې

پاکستاني پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مخکښ غړي علي وزير «د وسلې لېږد او غلا» قضیه ثبت کړې ده. د علي وزیر وکیل امداد حیدر سولنګي په دې اړه ويلي، چې د سند ایالت په شکاپور ولسوالۍ کې پر نوموړي «د وسلې لېږد او غلا» تورونه ناسم دي او دغه قضیه د دولتي ادارو په غوښتنه ثبت شوې ده.
