د یادو سکرینونو د شرکت یو کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«تېر کال موږ ته طالبانو وویل چې باید د ساکښو انځورونه او ویډیوګانې خپاره نه کړو. هغه مو ورسره منل، اوس وايي، چې باید مطلق باید دا سکرینونو بند شي او هېڅ مواد باید پکې خپاره نه شي».
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د یادې ډلې د مالیې وزارت مسوولانو، ولایتي مستوفیانو او یوشمېر نورو طالب چارواکو ته په یوه سیمنار کې ویلي، چې په ګمرکونو کې دې د بېځایه لګښتونو او فساد مخنیوی وکړي او لګښتونه دې د شخصي ګټو پرځای پر خلکو او عامه ګډو ګټو ولګوي.
په یاد سیمنار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د وینا ډېره برخه د «شریعت پر پلي کولو، د دیني ملایانو سره د مشورو او درناوي پر زیاتېدو، د خپل نظام د ساتنې او په خپلو منځونو کې د همغږۍ پراختیا» ته ځانګړې شوې وه.
نوموړي د ګمرونو طالب مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: «په ګمرکونو کې چې تاسې کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، دا بیت المال دی، ډېر احتیاط کوئ چې بېځایه دا مال مصرف نهکړئ. کوښښ وکړئ، چې دا مالونه د خلکو په عامه مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې».
د طالبانو مشر خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که په چارو کې «د غفلت له کبله زیان پېښ شي بیا عذر» د منلو نهدی. نوموړي ټینګار کړی، چې ځانونو ته د امتیاز پر ځای خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړئ او کار و اهل کار ته وسپارئ.
هغه ویلي:« له خلکو سره سختي مه کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ او خلک په نفرت کې مه اچوئ. له خلکو سره نږدې اوسېږئ؛ تر څو خلک تاسې ته درشي او ستاسو سیاست له نږدې وویني. مسوولیت داسې چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې ونه لري».
د طالبانو لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده غونډه کې طالب مسوولانو، دیني ملایانو او ګډونوالو له ملاهبت الله سره خپل «بیعت» بیا تازه کړ. د طالبانو مشر پر داسې مهال په خپلو ادارو کې کار اهل کار ته پر سپارلو ټینګار کوي، چې پر یادې ډلې نیوکې دي چې په مسلکي او تخصصي برخو کې یې هم ملایان ټاکلي.