• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د اسلام اباد په هڅو د ایران او امریکا ترمنځ غځول شوی اوربند لا هم روان دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د اپرېل ۱۱مې په شپه په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ خبرې د اوربند د غځېدو لامل شوې چې لا هم روان دی.

شریف په اسلام‌اباد کې د پاکستان د فدرالي کابینې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سیمې د سولې لپاره له اسلام اباد نه «پوره او مخلصانه هڅې» وشوې.

د ده په وینا، په دغو هڅو کې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نورو مهمو کسانو فعاله ونډه واخیسته.

شریف ټینګار کړی، چې د همدې هڅو پایله هغه اوربند دی چې د امریکا او د اسلامي جمهوریت ترمنځ تمدید شوی او دوام لري.

شریف زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو د دویم پړاو لپاره له خپل پلاوي سره اسلام‌اباد ته ورغلی و او له پاکستاني لوري سره یې مهمې لیدنې کړې دي.

د هغه په وینا، روسیې ته تر سفر وړاندې له عراقچي سره په ټیلیفون غږیدلی او ډاډ یې ورکړی، چې له خپلې مشرتابه سره تر سلا وروسته به ژر مثبت ځواب وړاندې کړي.

د پاکستان د منځګړتوب هڅې تېره اونۍ وروسته له هغه ناکامې شوې، چې ټرمپ اسلام اباد ته د خپل پلاوي له استولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې که تهران خبرې اترې غواړي، دوی ته دې زنګ ووهي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، چې د ایران-امریکا جګړې د پاکستان د تېرو دوو کلونو ګډو هڅو ته زیان اړولی او په وینا یې، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو لوړېدو غیرمعمولي وضعیت رامنځته کړی دی. د ده په وینا، په نړیوال بازار کې د بیو د لوړېدو له امله د پاکستان د اقتصادي ثبات هڅې هم اغیزمنې شوې دي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۴۵ GMT+۱
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر: پوځي لارې چارې د افغانستان او پاکستان ستونزې نه شي اوارولی
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهېل اپریدي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړو سوداګري سخته اغېزمنه کړې ده. نوموړي د اروپايي ټولنې له استازي سره په خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لار خبرې دي او پوځي لارې ستونزې نه شي حل کولی.

اپریدي د چارشنبې په ورځ په پېښور کې د اروپايي ټولنې له سفیر رېمونډاس کاروبلیس سره په خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د روانو ستونزو د حل یوازینۍ اغیزناکه لاره خبرې او مذاکرات دي او پوځي لارې چارې نه شي کولای دا ستونزې حل کړي.

د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زرګونو کلونو تاریخي او فرهنګي اړیکې شته او شخړې باید د تفاهم له لارې حل شي.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې شاوخوا اووه میاشتې تړلې پاتې شوې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ګڼ سوداګر او له دغه سکتور سره تړلي زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان تل دا دریځ درلود چې جګړه او پوځي عملیات ستونزې نه شي حل کولای او ټینګار یې کړی چې د افغانستان اړوند مسایل باید د دوه‌اړخیزو خبرو له لارې حل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د تېر کال په لومړیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېدلې وه، خو اوسني کړکېچونه او د ترانزیټ لارو دوامداره بندښت د دې لامل شوي چې دا کچه ښکته شي او سوداګر له درنو زیانونو سره مخ شي.

اېلان ماسک محکمې ته: د اوپن‌اې‌ای مفکوره زما وه خو مدیرانو یې لوری بدل کړ

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱
اېلان ماسک محکمې ته: د اوپن‌اې‌ای مفکوره زما وه خو مدیرانو یې لوری بدل کړ
100%

د نړۍ لوی میلیاردر، د ټېسلا او سپېس‌اېکس بنسټ‌اېښودونکي اېلان ماسک د اوپن‌اې‌ای د راتلونکې په اړه په یوې حساسې محکمه کې وویل، چې د دې شرکت د جوړېدو مفکوره د هغه وه، خو وروسته د شرکت مدیرانو یې لوری بدل کړی دی.

ماسک د سې شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د شاهد په توګه محکمې ته حاضر شو او خپله دعوه یې د اوپن‌اې‌ای، د دې شرکت د اجراییوي رییس سم التمن او د شرکت د مشر ګرېګ بروکمن پر ضد د خیریه فعالیتونو د اصولو د دفاع هڅه وبلله. هغه ادعا وکړه، چې دا شرکت له خپل اصلي ماموریت، یعنې د بشریت له خدمت څخه لرې شوی او پر یوه ګټندویه بنسټ بدل شوی دی.

ماسک د محکمې په لومړۍ ورځ وویل: «که د خیریه بنسټونو لوټل عادي شي، نو په امریکا کې به د خیریه مرستو بنسټ له منځه لاړ شي». هغه همداراز ټینګار وکړ، چې د اوپن‌اې‌ای مفکوره، نوم‌اېښودنه، د مهمو کارکوونکو جذب او لومړنی مالي تمویل ټول د ده له لوري ترسره شوي او هدف یې د یوه غیرانتفاعي بنسټ جوړول وو.

په مقابل کې، د اوپن‌اې‌ای او التمن وکیل ویلیام ساوېت د خپلې دفاع په ترڅ کې منصفه پلاوي ته وویل، چې دا خپله ماسک وو، چې له پیل څخه یې غوښتل دا بنسټ پر یوه ګټې محور شرکت بدل کړي او حتی غوښتل یې په پای کې یې مشري په لاس کې واخلي. د هغه په وینا، ماسک چې په دې هڅه کې ناکام شو، نو بیا یې دعوه وکړه او په ۲۰۲۳ کال کې یې خپل د مصنوعي ځیرکتیا شرکت «xAI» جوړ کړ.

ساوېت زیاته کړه، چې د ماسک هدف «په سر کې درېدل» وو او دا قضیه د هغه د غوښتنو د نه پوره کېدو پایله ده. په همدې حال کې، د ماسک وکیل سټیون مولو ادعا وکړه، چې د اوپن‌اې‌ای مدیران د شتمنۍ د راټولولو په لټه کې دي او دا شرکت د مایکروسافټ په څېر پانګه‌والو د جذب له لارې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړه، له خپل اصلي مسیر څخه اوښتی دی.

ماسک په خپله دعوه کې له اوپن‌اې‌ای او مایکروسافټ څخه د ۱۵۰ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې، چې ټاکل شوې د دې بنسټ خیریه برخې ته ځانګړې شي. هغه همداراز غواړي، چې اوپن‌اې‌ای بېرته خپل غیرانتفاعي جوړښت ته وګرځي او التمن او بروکمن له خپلو مدیریتي دندو لرې شي.

د محکمې په بهیر کې، د امریکا فدرالي قاضي ایوون ګونزالېز راجرز د ټولنیزې شبکې اېکس کې د ماسک د څرګندونو له امله هغه ته خبرداری هم ورکړ. ماسک مخکې التمن «درغل‌ګر» بللی او هغه یې د یوه خیریه بنسټ د ناوړه ګټې اخیستنې په تور تورن کړی وو. قاضي ترې وغوښتل چې په ټولنیزو رسنیو کې خپل فعالیت محدود کړي؛ هغه غوښتنه چې ماسک او التمن دواړو ومنله.

تمه کېږي، چې په دې محکمه کې به د التمن او د مایکروسافټ د اجراییوي رییس ساتیا نادېلا په څېر څېرې هم شاهدي ورکړي. دا قضیه د اوپن‌اې‌ای د داخلي اختلافاتو او د دې شرکت د بدلون بهیر ته بې‌ساری نظر وړاندې کوي، له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د یوه غیرانتفاعي څېړنیز لابراتوار په توګه پیل شو، تر دې چې اوس له ۸۵۰ میلیارده ډالرو څخه ډېر ارزښت لرونکی ټکنالوژیکي لوی شرکت ګرځېدلی دی.

ماسک د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب په اړه یې جدي اندېښنې لرلې او د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره تر لیدنې او د ګوګل د بنسټ‌اېښودونکي لېري پېج سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلی وو، چې باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره یو بنسټ جوړ شي.

په مقابل کې، د اوپن‌اې‌ای وکیلانو ټینګار وکړ، چې د مصنوعي ځیرکتیا خوندیتوب د ماسک لپاره لومړیتوب نه وو او حتی هغه د دې برخې پر کارکوونکو ملنډې وهلې.

اوپن‌اې‌ای وروسته له هغې چې ماسک له مدیره پلاوي ووت، خپل جوړښت بدل کړ او په ۲۰۱۹ کال کې یې ګټې محور څانګه جوړه کړه، څو وکولای شي د ګوګل اړوند د مصنوعي ځیرکتیا لابراتوار «ډیپ‌ماینډ» په څېر سیالانو سره سیالي وکړي. دا شرکت اوس د «Anthropic» په څېر نورو شرکتونو له زیاتېدونکې سیالۍ سره مخ دی.

دا قضیه کولای شي د اوپن‌اې‌ای د احتمالي عامه ونډو د وړاندې کولو پروګرامونه هم اغېزمن کړي او په عین حال کې د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکې او خوندیتوب په اړه عامه اندېښنې لا پسې زیاتې کړي.

ندا محمد ندیم: د پاکستان په بریدونو سره د افغانانو روحیه نه‌خرابېږي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۳۸ GMT+۱
ندا محمد ندیم: د پاکستان په بریدونو سره د افغانانو روحیه نه‌خرابېږي
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کونړ کې د یوې دیني جامعې اړوند غونډه کې پر کونړ د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دغه ډول بریدونه د افغانانو روحیه نه‌شي خرابولی. پر کونړ د پاکستان په پروني بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ندا محمد ندیم په کونړ کې د عبدالله بن عباس دیني جامعې له رهبرۍ سره په کتنه کې پر کونړ د پاکستان وروستي بریدونه وغندل او زیاته یې کړه: «په دې ډول بریدونو د افغانانو روحیه نه‌خرابیږي او تر دې په سختو حالاتو کې هم فاضلانو، محصلینو او زده‌کوونکو خپلو درسونو ته دوام ورکړی دی».

هغه تر دې مخکې د کونړ په اسعداباد ښار کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د وروستۍ پېښې د ټپي شویو محصلانو د پوښتنې پر مهال ویلي، چې دوی کمزوري نه‌دي، خو غچ به «د وخت په تناسب» اخلي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: موږ کمزوري نه یو، له دښمن نه به «د وخت په تناسب» غچ اخلو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو پخواني ویاند اجمل عمر شینواري له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان د پرمختګونو پر اړوندو بنسټونو بریدونه کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني ځواکونو تېره شپه د کونړ پر مرکز او ولسوالیو د درندو وسلو بریدونه وکړل او له امله یې ۷ تنه ملکیان وژل شوي او تر ۷۵ پورې نور ټپیان شوي دي.

سي‌اېن‌اېن: ايران به ډېر ژر پاکستان ته يو نوی وړانديز وسپاري

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
سي‌اېن‌اېن: ايران به ډېر ژر پاکستان ته يو نوی وړانديز وسپاري
100%

سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستاني چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو څو ورځو کې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ايران څخه يو اصلاح شوی وړانديز ترلاسه کړي.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران اسلامي جمهوريت له وروستي وړانديز څخه خوشاله نه‌دی او هغه به ونه مني.

د دغو سرچينو په وينا، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي به له روسيې څخه تر راستنېدو وروسته په تهران کې د ايران له مشرانو سره سلا مشورې وکړي.

سرچينو زياته کړې، چې دا بهير ورو روان دی، ځکه د ایران اسلامي جمهوريت له مشر مجتبی خامنه‌يي، سره چې د اوسېدو ځای يې پټ ساتل کېږي، اړيکه ټينګول ستونزمن کار دی.

دوی وايي، چې دا بهير لا هم روان دی او بدلون په‌کې راځي او همداراز ډېر څه په دې پورې تړلي دي چې ايا ايران به يو داسې اصلاح شوی وړانديز وړاندې کړي، چې د امريکا لپاره د منلو وړ وي که نه.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې ليکلي وو، چې ايران امريکا ته ويلي: «د ړنګېدو په حالت کې دی» او ټينګار يې کړی وو، چې تهران غواړي د هُرمز تنګی پرانيستی پاتې شي، په داسې حال کې چې «هڅه کوي د خپل مشرتابه وضعيت روښانه کړي.»

تر دې مخکې «اکسیوس» هم د باخبره سرچينو له قوله راپور ورکړی وو، چې ټرمپ د تهران په اړه د دوو لارو تر منځ پاتې دی: يا نوي پوځي بريدونه وکړي او يا انتظار وباسي څو وڅېړي چې ايا روان بنديزونه کولای شي اسلامي جمهوريت دې ته وهڅوي چې د خپلو اټومي وسلو د پروګرام د پای ته رسولو په اړه خبرو ته کېني که نه.

په راپور کې ويل شوي، د ټرمپ ځينې لوړپوړي سلاکاران باور لري، چې بايد د هُرمز تنګي کلابندي وساتل شي او نور اقتصادي بنديزونه هم ولګول شي، څو پر ايران فشار زيات شي.

د راپور له مخې، ټرمپ له حکومت څخه بهر له ځينو څېرو سره هم مشورې کړي او هغه ته سپارښتنه شوې، چې له دې بند حالت څخه د وتلو لپاره پوځي اقدام هم په پام کې ونيسي.

د ټرمپ د يوه سلاکار په وينا، هغه په دې وروستيو کې ويلي: «يوازنی څه چې د اسلامي جمهوريت مشران پرې پوهېږي، بم دی».

د بشري حقونو څار سازمان له پاکستانه غوښتي چې د ملکي افغانانو خوندیتوب ته ‌پام وکړي

۸ غویی ۱۴۰۵ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۰۵ GMT+۱
د بشري حقونو څار سازمان له پاکستانه غوښتي چې د ملکي افغانانو خوندیتوب ته ‌پام وکړي
100%

د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د توغندیزو بريدونو له دوام سره سم د بشري حقونو څار بنسټ يو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد او طالبان باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي. همدا تېره ورځ هم پاکستان پر کونړ توغندیز بریدونه کړي او ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دې بنسټ د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په وسله‌والو شخړو کې ټولې ښکېلې خواوې مکلفې دي، چې د پوځي عملياتو پر مهال «په پرله‌پسې توګه لازم احتياط» وکړي، څو ملکي وګړو ته زیان ونه‌رسېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ خبرداری ورکړ، چې د دې اصل نه مراعت کولی شي د انساني تلفاتو لامل شي او د ملکي وګړو د حقونو جدي سرغړونه رامنځته کړي. دغه بنسټ له ټولو خواوو غوښتي، چې د عامو خلکو پر وړاندې د خطرونو د کمولو لپاره لازم ګامونه واخلي.

پر کونړ د پاکستان په پروني بریدونو کې لږ تر لږه ۷ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۵ نور یې ټپیان شوي دي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې پر افغانستان هوایي او توغندیز بریدونه پیل کړي، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو هم د پاکستان دغه بریدونه غندلي او غوښتنه یې کړې، چې باید ژر تر ژره یې ودروي.