د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغان ښځې دوه ځله زیانمنې شوې دي؛ یو ځل طالبانو له خپلو کورونو او ډګرونو وشړلې او بل ځل نړیوالو ورزشي بنسټونو پرې سترګې پټې کړې. د یاد سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت مشر ویلي، د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې رسمي پېژندنه د عدالت پر لور یو مهم ګام دی.
سټیو کاکبرن په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې د ښځو د ملي لوبډلې رسمیت به یوازې د سپورتي حقونو خبره نه وي، بلکې د هغو ښځو د ستړیا او مقاومت د درناوي مانا هم لري چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي. هغه ویلي: «کله چې نړیواله ټولنه سترګې نه پټوي، بدلون ترلاسه کېدای شي.»
د بخښنې نړیوال سازمان په خپلو څرګندونو کې له نړیوالو ورزشي ادارو غوښتي چې د افغانو ښځینه ورزشکارانو د ګډون او استازیتوب خنډونه لیرې کړي او هغو ټیمونو ته واضح چوکاټونه او ملاتړ برابر کړي چې له هېواده د ایستلو او ګواښ له امله په تبعید کې فعالیت کوي. سازمان زیاته کړه چې د رسمیت موضوع باید له عملي اسانتیاوو، مالي ملاتړ او د خوندیتوب له تضمینونو سره مل وي.
دغه بشري حقونو سازمان همدارنګه پر هغو بنسټونو غږ کړی چې د نړیوالو سیالیو تنظیموونکي دي، څو د ښځو د ګډون حق ته په شفافو میکانیزمونو کې ځای ورکړي او د جندر پر بنسټ تبعیض ته صفر زغم عملي کړي. امنستي ویلي چې د ورزش په ډګر کې د افغانو ښځو د حقونو خوندیتوب د نړیوالو مکلفیتونو یوه برخه ده او د بېپروايي دوام به نور زیانونه وزېږوي.
د طالب چارواکو په وینا، له پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۴نیم میلیونه افغان کډوال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه بېرته هېواد ته استول شوي دي. خو طالبانو په دې موده کې یوازې پر څه باندې ۱۰ زره کورنیو د استوګنې نمرې وېشلي،چې د راستنېدونکو پر تله خورا کمې دي.
د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو لهمخې، تر اوسه هېواد ته پر راستنو شویو کډوالو کورنیو ۱۰ زره او ۲۹۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوي او دا لړۍ لا هم په «منظم ډول» روانه ده.
د بشري حقونو او ازادیو بنسټ په وینا، په دې بهیر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ بنسټیزې مسئلې تر بحث لاندې راوستل شوې او د حل لارې یې وڅېړل شوې. بنسټ زیاته کړه، چې د تلپاتې سولې پر لور مهم ګامونه پورته شوي، خو د تفصیلي موافقو یا نیټو په اړه څه نه دي شریک شوي.
دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې د ایران اسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام او د روسيې له خوا پر اوکراين جګړه لا هم د امريکا او روسيې د بهرنۍ تګلارې له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.