ایاېچاېچ: د استانبول په ناسته کې د افغانستان او پاکستان د شخړې پر حل خبرې روانې دي

د ترکیې د بشري حقونو او ازادیو بنسټ ویلي، چې د افغانستان او پاکستان استازو د استانبول په غیررسمي ۱،۵ لړۍ خبرو کې ګډون کړی او دا لړۍ د دوی په همغږۍ پیل شوې ده. د بنسټ په وینا، دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو پر حل او لارو چارو بحثونه کېږي.
