• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اتریش د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره نوې هوکړه کوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ غویی ۱۴۰۵ - ۳۰ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۱ GMT+۱

د اتریش حکومت هڅه کوي، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو لپاره له ازبکستان سره د نوې هوکړې له لارې یو نوی لېږدیز میکانیزم جوړ کړي.

د اتریشي رسنیو په وینا، پلان شوې چې دا هوکړه د غویي په ۱۷مه د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان د سفر پر مهال لاسلیک شي. د دې تګلارې له مخې به افغان پناه‌غوښتونکي لومړی ازبکستان ته انتقالېږي او وروسته به له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.

اتریشي ورځپاڼې «دی پرس» لیکلي، چې دا طرحه د کډوالو د ایستلو لپاره د «منځګړي هېواد» د کارولو یوه نوې بڼه ګڼل کېږي، څو د مستقیمو ستنولو حقوقي او سیاسي محدودیتونه کم کړي.

د اتریش حکومت د دې طرحې ملاتړ د خپلو سختو کډوالۍ پالیسیو یوه برخه بولي، چې له مخې یې غواړي د پناه‌غوښتونکو د شمېر کمولو لپاره لا اغېزمن اقدامات وکړي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر، ګرهاډ کارنر ویلي،چې دا ګام به د اخراج پروسه لا منظمه او پراخه کړي، او د هغه په وینا هېواد یې غواړي د پناه‌غوښتنې په برخه کې سخت دریځ وساتي.

خو د بشري حقونو د بنسټونو له نظره، دا ډول تګلارې د کډوالو د خوندیتوب په اړه نوي خطرونه رامنځته کولی شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې افغانستان ته د ستنېدو له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

اتریش له تېر کال راهیسې د یو شمېر افغان وګړو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې دا بهیر په اروپا کې د کډوالۍ د سیاستونو د سختېدو یوه برخه بلل کېږي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې یوه کس یو تعویذګر په کورنۍ کې یې د شخړو د رامنځته کولو په تور وژلی دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۵ GMT+۱
په ننګرهار کې یوه کس یو تعویذګر په کورنۍ کې یې د شخړو د رامنځته کولو په تور وژلی دی
100%

د ننګرهار په سره‌رود ولسوالۍ کې یوه کس یو تعویذګر په خپله کورنۍ کې یې د شخړو د رامنځته کولو په تور وژلی دی. دغه کس ادعا لري، چې یاد تعویذګر د تعویذونو په وسیله دده په کورنۍ کې د دښمنۍ فضا حاکمه کړې وه. طالبانو دغه کس د قتل په تور نیولی دی.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه کس تېره شپه (سې‌شنبه د غويي ۸مه) د سره‌رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه یو تعویذګر په دې تور وژلی چې د تعویذونو په وسیله یې کورنۍ ورسره دښمنه کړې وه.

د خبرپاڼې له‌مخې، یاد کس له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو، خو بالاخره د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې رغلي: «نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ادعا یې کړې چې مقتول پرې تعویذونه کړي وو او د ده کورنۍ یې ورسره دښمنه کړې وه».

له دې سره سم، د دغه ولایت د جلال‌اباد ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو بل کس چې خپل د تره زوی یې له لفظي شخړې وروسته د چاقو په وسیله وژلی وو، هم نیول شوی دی.

طالبانو ویلي، یاد کسان به تر لومړنیو پوښتنو او ګروېږونو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

د امریکا د جګړې وزیر: د میناب ښوونځي د مرګونې پېښې په اړه لا هم څېړنې روانې دي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۵۴ GMT+۱
د امریکا د جګړې وزیر: د میناب ښوونځي د مرګونې پېښې په اړه لا هم څېړنې روانې دي
100%

د امریکا د جګړې وزیر، پيټ هېګسټ ویلي، چې د ایران د میناب په یوه ابتدایي ښوونځي د مرګونې برید په اړه څېړنې لا هم روانې دي.

دغه پېښه چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې رامنځته شوې، له امله یې له ۱۶۵څخه ډېر کسان وژل شوي وو، چې ډېری یې ماشومان وو.

هېګست دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د ډیموکراټ غړي رو کانا د پوښتنو په ځواب کې کړې، چې د دې برید د انساني تلفاتو او پایلو په اړه یې وضاحت غوښته.

هغه دا پېښه «خواشینوونکې» بللې او ویلي یې دي چې د دې ډول پېښو لپاره هېڅ مادي ارزښت نه شي ټاکل کېدای.

هېګست تېره میاشت ویلي وو،چې د امریکا پوځ د دې پېښې د څېړلو لپاره د مرکزي قوماندې (سنتکام) څخه بهر یو جنرال ګومارلی دی، څو بشپړه څېړنه وکړي.

خو هغه د چهارشنبې په ورځ (غوایي ۹مه) د کانګرس په ناسته کې د پېښې د رامنځته کېدو د علت په اړه له وضاحت ورکولو ډډه وکړه او بیا یې ټینګار وکړ چې امریکا ملکي وګړي هدف نه ګرځوي.

دغه پېښه په نړیواله کچه د ملکي تلفاتو او پوځي عملیاتو د پایلو په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.

د تخار پوهنتون محصلين: له اوو مياشتو راهيسې زموږ د اعاشې لګښت نه دی راکړل شوی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۴۹ GMT+۱
د تخار پوهنتون محصلين: له اوو مياشتو راهيسې زموږ د اعاشې لګښت نه دی راکړل شوی
100%

د تخار پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان چې د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي دي، د چهارشنبې په ورځ وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د «بدل اعاشې» پيسې نه دي ترلاسه کړې. دوی وايي، چې د دې پيسو د نه ورکړې له امله د کور کرايې او د خوړو د برابرولو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دغو محصلينو په وينا، وروستی ځل دوی ته د تېر کال د تلې مياشت کې بدل اعاشه ورکړل شوې او له هغه وروسته تر اوسه پورې د پوهنتون مسولينو د دې پيسو د ورکړې لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته کړی.

دغه محصلين چې له لرو پرتو ولسواليو او ولايتونو څخه د کانکور ازموينې له لارې دې پوهنتون ته داخل شوي، وايي چې د زياتېدونکي بې‌وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د خونو کرايه او د خوړو لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغوی د خپلو حقونو د اوږدمهاله ځنډ له امله ژوره اندېښنه څرګندوي او وايي چې په تخار کې د طالبانو مسؤلينو نه يوازې د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی، بلکې هغه محصلين يې هم په چوپتيا ګواښلي چې د خپلو حقونو غوښتنه يې کړې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هغه زده‌کړیالانو ته چې له لرو سيمو پوهنتون ته راځي، په ليليه کې نه اوسېږي او د اوسېدو ځای نه لري، تر دوه زره افغانیو کمې پيسې د «بدل اعاشې» تر نوم لاندې ورکوي.

په تخار پوهنتون کې يوې باخبره سرچينې هم دا ستونزه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د پوهنتون مسؤلينو ژمنه کړې، چې د دغو پيسو يوه برخه به په راتلونکو دوو اوونيو کې ورکړل شي، خو لا څرګنده نه ده چې دا ژمنه به عملي شي که نه.

د بدل اعاشې په ورکړه کې ځنډ د دې سبب شوی چې ځينې محصلين، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان ولايتونو زده‌کوونکي، خپلې زده‌کړې پرېږدي او د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د سرو زرو په کانونو کې سخت کار ته مخه کړي.

طالبان په تېرو څو کلونو کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو او حقونو په منظم ورکړه کې پاتې راغلي دي. که څه هم دا ډله ادعا کوي چې د حکومت بودجه له کورنيو عوايدو برابروي، خو دا نه روښانوي چې ولې د ښوونکو معاشونه او د مستحقو محصلينو لګښتونه پر وخت نه شي ورکولای.

عبدالجبار نعیمي: ملګري‌ملتونه باید په خپلواکه توګه پر کونړ د پاکستان د بریدونو څېړنه وکړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۲۲ GMT+۱
عبدالجبار نعیمي: ملګري‌ملتونه باید په خپلواکه توګه پر کونړ د پاکستان د بریدونو څېړنه وکړي
100%

د جمهوري نظام پر مهال د کندوز پخواني والي عبدالجبار نعیمي ویلي، چې د کونړ پر مرکز اسعداباد، مرورې او سرکاڼو ولسوالیو د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو باید ملګري ملتونه بې‌ پرې څېړنې وکړي. هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

نعیمي پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې دا بریدونه قصدي بللي او ټینګار یې کړی چې «پر ښوونځیو او پوهنتونونو بریدونه جګړه نه ده؛ ښکاره جنګي جنایتونه دي». ده وویل چې بازارونه تړل شوي، د خلکو عادي ژوند ټکنۍ شوی او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان قربانیان شوي دي.

د هغه په وینا، پاکستان په نږدې وختونو کې څو ځله له نړیوالو اصولو سرغړونه کړې او د بشري حقونو د نقض تکراري تګلاره یې خپله کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې تر دې مخکې هم د پاکستاني بریدونو له امله د کونړ په بریکوټ کې ماشومان له خپلو ټولګیو شړل شوي وو او اوس په اسعداباد کې تعلیمي بنسټونه او استوګنځایونه په نښه کېږي. نعیمي وویل، چې دغه ډول بریدونه د افغانانو د زده‌کړو او د راتلونکې له هیلې د محرومولو هڅه ده او باید پر وړاندې یې جدي دریځ ونیول شي.

د نسکور شوي جمهوري نظام دې پخواني چارواکي له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې «ژر تر ژره د دغو بریدونو په اړه خپلواکه څېړنه وکړي، په واضحه توګه یې وغندي او د افغان ملکي وګړو د ساتنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي».

هغه له طالبانو څخه هم وغوښتل چې د نجونو د زده‌کړو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، او ټینګار یې وکړ چې د بحران د ختمېدو یوازینی دوامدار قوت ملي یووالی، متقابل درناوی او اتحاد دی.

ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې د افغانستان له ښځو سره د «جنسیتي اپارتاید» پر ضد اقدام وکړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
ملاله یوسفزۍ: نړیواله ټولنه دې د افغانستان له ښځو سره د «جنسیتي اپارتاید» پر ضد اقدام وکړي
100%

د نوبل سولې جایزې ګټونکې او د بشري حقونو فعالې، ملالې یوسفزۍ د سکالینډ له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له ښځو او نجونو سره لا زیات ملاتړ او یوالی وښيي او د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو لپاره عملي ګامونه واخلي.

ملالې یوسفزۍ د چهارشنبې په ورځ (غویي ۹مه) د سکاټلنډ له لومړي وزیر جان سویني سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې افغان ښځې او نجونې نږدې پنځه کاله کېږي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او ډېری هېوادونو د دوی د وضعیت په اړه «چوپتیا» غوره کړې ده.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې ښځې د زده‌کړې او کار له حق څخه محرومې شوې دي او حتی د عامه حضور یا د زده‌کړو هڅې هم د محدودیتونو او مجازاتو سبب ګرځي.

د ملالې په وینا، وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره عملي اقدام وکړي.

هغې ټینګار کړی، چې د «جنسیتي اپارتاید» د نړیوالو قوانینو له مخې رسمیت پېژندل کولای شي طالبان د خپلو کړنو مسؤل وګرځوي او هېوادونه اقدام ته وهڅوي.

په همدې حال کې، جان سویني په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د جنسیتي اپارتاید د جرم‌پېژندنې هڅو ملاتړ به کوي.

د دواړو لورو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو د ښځو پر وړاندې سیاستونه غندل شوي او هغه د ښځو له اساسي حقونو څخه سیستماتیک محرومیت بلل شوی دی.

ملالې یوسفزۍ همداراز غوښتنه کړې، چې افغان ښځې دې په نړیوالو مذاکراتو کې له طالبانو سره شاملې شي او ټینګار یې کړی، چې دا مسله یوازې د افغانستان نه، بلکې د نړیوالو بشري حقونو موضوع ده او د ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو، ملاتړ ته اړتیا لري.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو پر ژوند بې‌ساري محدودیتونه لګېدلي دي. په لومړنیو پرېکړو کې د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده‌کړې بندې شوې، چې نږدې پنځه کاله وروسته هم دوام لري او میلیونونه نجونې له زده‌کړې بې‌برخې پاتې دي.