• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ټرمپ له اوپک څخه د اماراتو د وتلو پرېکړه وستایله

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو له لوري د اوپک او اوپک‌پلس څخه د وتلو پرېکړه ستایلې ده.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په خبري ناسته کې ویلي، چې دا اقدام کولای شي د نفتو د بازار د بې‌ثباتۍ په کمولو کې مرسته وکړي، په ځانګړي ډول هغه بې‌ثباتي چې د ایران په تړاو د روانو ترینګلتیاوو له امله رامنځته شوې ده.

هغه د ارټیمیس ۲ماموریت د ستورمزلو له لیدنې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، چې د دې پرېکړې په پایله کې به د تېلو او پټرولو بیې راټیټې شي او دا به د نړیوالو بازارونو لپاره مثبت پرمختګ وي.

ټرمپ زیاته کړې: «زه فکر کوم دا په پای کې یو ښه اقدام دی، ځکه چې د پټرولو، تېلو او نورو توکو بیې به راټیټې شي.»

د اماراتو د دې احتمالي پرېکړې په اړه نور جزئیات تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي، خو دا موضوع د نړیوال انرژۍ بازارونو له نږدې څارل کېږي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنه او اروپايي ټولنه: په افغانستان کې دې ټول‌شموله حکومت جوړ شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۱
سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنه او اروپايي ټولنه: په افغانستان کې دې ټول‌شموله حکومت جوړ شي
100%

د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنې او اروپايي ټولنې د افغانستان لپاره د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او د بشري حقونو د وضعیت او روان کړکېچ په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي.

اروپايي ټولنې، پرون د چهارشنبې په ورځ (غویي ۸مه) د دواړو لورو د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې غونډې په پای کې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې باید د ټولو وګړو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو درناوی وشي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ د داسې یو ټول‌شموله او بشپړ استازي حکومت پر جوړېدو ټینګار کوو، چې د قانون پر حاکمیت، د بشري حقونو درناوي او د افغانستان د ټولو اوسېدونکو د بنسټیزو ازادیو پر بنسټ ولاړ وي.»

دغه ګډه اعلامیه همداراز ټینګار کوي، چې باید د افغانستان په ټولو سیمو کې ټولو خلکو ته د بشري مرستو بې‌قیده او بې‌خنډه لاسرسی تضمین شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت او تاوتریخوالي ته هم اشاره شوې او له ټولو لورو غوښتنه شوې، چې زغم وښيي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.

د سوېل ختیځې اسیا هېوادونو ټولنېاو اروپايي ټولنې غړو هېوادونو همداراز د افغانستان د روان بشري کړکېچ د حل لپاره د نړیوالو مرستو پر دوام ټینګار کړی او په دې برخه کې یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د روسيې دفاع وزير: افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچينه ده

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۱
د روسيې دفاع وزير: افغانستان لا هم د ترهګرۍ سرچينه ده
100%

د روسيې د دفاع وزير اندری بلوسوف وايي، چې په افغانستان کې وضعيت لا هم بې‌ثباته دی او دا هېواد د ترهګريزو ګواښونو له مهمو سرچينو څخه پاتې دی. هغه دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې د قرغيزستان په پلازمېنه بشکېک کې وکړې.

بلوسوف ټينګار وکړ: «د افغانستان بې‌ثباته وضعيت لا هم د پولو پورې تړلو جرمونو او ترهګريزو ګواښونو اساسي سرچينه ده».

مسکو د داعش خراسان ډلې او د منځنۍ اسيا د ځينو سختدريځو خوځښتونو، لکه د ازبکستان اسلامي غورځنګ، انصارالله تاجکستان او نورو اسلامپالو ډلو د شتون او فعاليت په اړه اندېښنه لري.

د روسيې د دفاع وزير د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د سيمې څخه بهر هېوادونو پوځي شتون په منځنۍ اسيا کې «د منلو وړ نه» وباله. هغه پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي، وويل: «موږ د سيمې څخه د باندې هېوادونو هغه هڅې په دقت څارو چې غواړي په منځنۍ اسيا کې پوځي حضور رامنځته کړي او لوژستيکي چارې تنظيم کړي، او دا کار موږ ته د منلو وړ نه دی».

تر دې مخکې، د روسيې لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي، ويلي وو چې امريکا هڅه کوي افغانستان ته بېرته ستنه شي، او روسيې څو ځله په دې اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي، ضمير کابلوف، ويلي وو چې مسکو په افغانستان کې د امريکا د پوځي اډو بيا فعالېدل، په ځانګړي ډول د بګرام اډې ته بېرته ستنېدل، په بشپړه توګه د منلو وړ نه بولي. هغه دا هيله هم څرګنده کړې وه چې طالبان به خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او امريکا ته به د بېرته راتګ اجازه ورنه کړي.

د همدې اندېښنو په ترڅ کې، کابلوف د سې‌شنبې په ورځ د وري په ۲۸مه کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنيو چارو او کورنيو چارو له وزيرانو سره يې وليدل.

په همدې حال کې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو نيوکه کړې او هغه يې «شرموونکی» بللی دی. هغه ويلي وو چې امريکا بايد د بګرام اډه د چين د اټومي تاسيساتو د څار لپاره ساتلې وای.

ځينې شنونکي هم باور لري چې د سيمه‌ييزو کړکېچونو، په ځانګړي ډول له ايران سره د تاوتريخوالي وروسته، د بګرام اډې ارزښت د امريکا لپاره نور هم زيات شوی دی.

بګرام اډه د امريکا له سترو پوځي مرکزونو څخه وه چې په ۲۰۲۱ کال کې پرېښودل شوه.

د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د غويي په اتمه، د قرغيزستان په بشکېک ښار کې ترسره شوه.

شانګهای همکارۍ سازمان يو سيمه‌ييز جوړښت دی چې د منځنۍ اسيا هېوادونه، چين، روسيه، پاکستان، هند او ايران پکې شامل دي او د امنيتي، اقتصادي او سياسي همکاريو د پياوړتيا لپاره رامنځته شوی دی.

د دې سازمان کلنۍ غونډې د غړو هېوادونو د لوړو چارواکو لپاره مهم فرصت برابروي، څو د ګډو ننګونو په اړه سلا مشورې وکړي او د سيمه‌ييزو تګلارو په همغږۍ کې پرمختګ رامنځته کړي.

امريکايي سناتوران: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د امريکا حيثيت زيانمنوي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۱۸ GMT+۱
امريکايي سناتوران: کانګو ته د افغان کډوالو لېږد د امريکا حيثيت زيانمنوي
100%

د ډيموکراتو سناتورانو يوې ډلې په يوه ليک کې د امريکا له حکومت څخه غوښتي، چې له قطر څخه کانګو ته د څه باندې زر افغان کډوالو د لېږد پروګرام باید سملاسي ودروي. په دې ليک کې ۲۱ امريکايي سناتورانو دا اقدام «د امريکا په تاريخ کې له تر ټولو بدو او ناپوهانه خيانتونو څخه يو» بللی دی.

هغوی خبرداری ورکړی چې د دغو کسانو لېږل، چې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، داسې هېواد ته چې خپله له سخت بشري ناورين سره مخ دی، «د امريکا نوم به د تل لپاره بدنام کړي».

سناتورانو ټينګار کړی چې دغه افغان کډوال، چې پکې ژباړونکي، ځانګړي عملياتي سرتېري او د هغوی کورنۍ شاملې دي، کلونه د امريکايي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو او داعش پر ضد جګړه کړې او خپل ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی دی.

دوی د کابل له سقوط وروسته د امريکا د بيا مېشتېدو ژمنه ترلاسه کړې وه، خو دا پروګرام د ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا درول شوی دی.

په ليک کې راغلي: «دا چې زموږ افغان متحدين په بې‌رحمانه ډول يوې بلې فاجعه‌ځپلې سيمې ته ولېږو، دا د امريکا د ميراث برخه نه شي کېدای. موږ هغوی ته ژمنه کړې چې يوازې به يې نه پرېږدو».

هغوی ويلي چې بېرته افغانستان ته ستنېدل يا په کانګو کې ژوند کول، دواړه خراب انتخابونه دي چې د ټرمپ حکومت دغه کډوال ورته اړ کړي دي.

سناتورانو په خپل ليک کې ټينګار کړی چې دا اقدام نه يوازې غيرانساني دی، بلکې د امريکا نړيوال اعتبار ته جدي زيان رسوي. هغوی د امريکا د بهرنيو چارو له وزير، مارکو روبیو، غوښتي چې په دې تړاو له کانګو سره هر ډول خبرې بندې کړي.

د دې خبر له خپرېدو وروسته، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، چې له قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد له دې طرحې بې‌خبره دی. هغه د غويي په درېيمه نېټه په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته په ځواب کې يوازې دومره وويل: «زه نه پوهېږم.»

تر دې مخکې، نيويارک ټايمز راپور ورکړی و چې د ټرمپ اداره، د افغان کډوالو د بيا مېشتېدو د پروګرام له درولو او د منځني ختيځ د کړکېچونو له امله، پرېکړه کړې چې په دوحه، قطر کې په يو کمپ کې بند پاتې شاوخوا زر افغان کډوال کانګو ته ولېږدوي.

بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې هم طالبانو او هم نړیوالو ورزشي بنسټونو له پامه غورځولي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱
بښنې نړیوال سازمان: افغان ښځې هم طالبانو او هم نړیوالو ورزشي بنسټونو له پامه غورځولي
100%

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې افغان ښځې دوه ځله زیانمنې شوې دي؛ یو ځل طالبانو له خپلو کورونو او ډګرونو وشړلې او بل ځل نړیوالو ورزشي بنسټونو پرې سترګې پټې کړې. د یاد سازمان د اقتصادي او ټولنیز عدالت مشر ویلي، د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې رسمي پېژندنه د عدالت پر لور یو مهم ګام دی.

سټیو کاکبرن په یوه لیکلي بیان کې ټینګار کړی، چې د ښځو د ملي لوبډلې رسمیت به یوازې د سپورتي حقونو خبره نه وي، بلکې د هغو ښځو د ستړیا او مقاومت د درناوي مانا هم لري چې د طالبانو تر واک لاندې له سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي. هغه ویلي: «کله چې نړیواله ټولنه سترګې نه پټوي، بدلون ترلاسه کېدای شي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په خپلو څرګندونو کې له نړیوالو ورزشي ادارو غوښتي چې د افغانو ښځینه ورزشکارانو د ګډون او استازیتوب خنډونه لیرې کړي او هغو ټیمونو ته واضح چوکاټونه او ملاتړ برابر کړي چې له هېواده د ایستلو او ګواښ له امله په تبعید کې فعالیت کوي. سازمان زیاته کړه چې د رسمیت موضوع باید له عملي اسانتیاوو، مالي ملاتړ او د خوندیتوب له تضمینونو سره مل وي.

دغه بشري حقونو سازمان همدارنګه پر هغو بنسټونو غږ کړی چې د نړیوالو سیالیو تنظیموونکي دي، څو د ښځو د ګډون حق ته په شفافو میکانیزمونو کې ځای ورکړي او د جندر پر بنسټ تبعیض ته صفر زغم عملي کړي. امنستي ویلي چې د ورزش په ډګر کې د افغانو ښځو د حقونو خوندیتوب د نړیوالو مکلفیتونو یوه برخه ده او د بې‌پروايي دوام به نور زیانونه وزېږوي.

پوتين له ټرمپ سره په خبرو کې د ايران د اټومي ستونزې د حل لپاره وړانديزونه کړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱
پوتين له ټرمپ سره په خبرو کې د ايران د اټومي ستونزې د حل لپاره وړانديزونه کړي
100%

رویټرز خبري اژانس د روسيې د ولسمشر د يوه سلاکار له قوله راپور ورکړی، چې ولاديمير پوتين د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټليفوني خبرو کې د ایران اسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره نوي وړانديزونه وړاندې کړي دي.

تر دې مخکې کرملين ماڼۍ ويلي وو، چې پوتين او ټرمپ د غويي په نهمه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، په يوه ټليفوني اړيکه کې د ايران د اټومي پروګرام او د اوکراين د جګړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

پوتين همدارنګه وړانديز کړی، چې د راتلونکې مياشتې په اوږدو کې، د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو له کليزې سره هممهاله، په اوکراين کې يو لنډمهاله اوربند ټينګ شي.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې د ایران اسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام او د روسيې له خوا پر اوکراين جګړه لا هم د امريکا او روسيې د بهرنۍ تګلارې له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.