په پاکستان کې دامهال ۸۴زره کسان پر ایډز اخته دي

د پاکستان روغتیا وزیر مصطفی کمال د روانې اونۍ د سېشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ويلي، چې په پاکستان کې دامهال ۸۴زره کسان د ایډز په رنځ اخته دي. هغه زیاته کړه، چې په پاکستان کې د ایډز معاینې د مرکزونو شمېر ۹۸ ته لوړ شوی؛ دغه شمېر په ۲۰۲۰کال کې ۴۹ وو.
د نوموړي په وینا؛ په ۲۰۲۴کال کې ۳۷زره او ۹۴۴ کسان په ۴۸ مرکزونه کې معاینه شوي، چې له ډلې یې د ۴زره او ۹۱۰ کسانو ازموینې مثبتې وې. همداراز په ۲۰۲۵کال کې په ۹۷ مرکزونه کې ۳۷زره او ۴۱۲۶ کسان معاینه شوي، چې له ډلې ۱۴زره او ۱۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د پاکستان د روغتیا وزیر د معلوماتو له مخې؛ په پاکستان کې دامهال ۸۴زره کسان پر ایډز ناروغۍ اخته دي، چې له دې ډلې ۶۱زره تر درملنې لاندې دي او پاتې نور لا نهدي موندل شوي.
بل لور ته کارپوهان وايي، چې په پاکستان کې د ایډز ناروغانو اصلي شمېر ۳۶۹زره دی؛ خو اوسنۍ کچه یوازې ۰.۱ سلنه ده. راپور ورکړل شوی، چې ښایي د نړۍوالې مرستې صندوق «ګلوبل فنډ» یوه ډله به پاکستان ته د ایډز د زیاتېدونکو پېښو د ارزونې لپاره سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه رسنیو په پنجاب ایالت کې د مظفر ګړه ولسوالۍ مرکزي ښار کې د ایډز د مثبتو پېښو له زیاتېدو خبر ورکړی دی.
