پر اوکراین د روسیې په تازه برید کې استوګنیزو ودانیو او یو روغتون ته زیان رسېدلی

روسیې د چهارشنبې په سهار د اوکراین پر سویل د اودیسه ښار پر ځینو برخو ډرون بریدونه کړي، چې له امله يې لږترلږه دوه کسان ټپيان شوي او دارنګه استوګنیزې ودانۍ او د روغتون یوه برخه ویجاړه شوې ده.
د اوکراین هوايي ځواک د معلوماتو له مخې؛ روسیې د دوشنبې له ماښام راهیسې ۱۷۱ ډرون پر دغه ښار توغولي چې ۱۵۴ يې د هوايي دفاع لهخوا نسکور شوي دي. د اودیسه د والي په وینا؛ د برید پرمهال د روغتون ډاکټران او ناروغان په خوندي خونو کې وو، چې ورورسته بل روغتون ته ولېږدول شول.
