• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتين له ټرمپ سره په خبرو کې د ايران د اټومي ستونزې د حل لپاره وړانديزونه کړي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۰۱ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د روسيې د ولسمشر د يوه سلاکار له قوله راپور ورکړی، چې ولاديمير پوتين د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټليفوني خبرو کې د ایران اسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام د لانجې د حل لپاره نوي وړانديزونه وړاندې کړي دي.

تر دې مخکې کرملين ماڼۍ ويلي وو، چې پوتين او ټرمپ د غويي په نهمه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، په يوه ټليفوني اړيکه کې د ايران د اټومي پروګرام او د اوکراين د جګړې په اړه خبرې اترې کړې دي.

پوتين همدارنګه وړانديز کړی، چې د راتلونکې مياشتې په اوږدو کې، د دويمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو له کليزې سره هممهاله، په اوکراين کې يو لنډمهاله اوربند ټينګ شي.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې د ایران اسلامي جمهوريت د اټومي پروګرام او د روسيې له خوا پر اوکراين جګړه لا هم د امريکا او روسيې د بهرنۍ تګلارې له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون: امریکا له ایران سره په جګړه کې تر دې دمه ۲۵ میلیارده ډالر لګولي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱
 پنټاګون: امریکا له ایران سره په جګړه کې تر دې دمه ۲۵ میلیارده ډالر لګولي
100%

د پنټاګون یوه لوړپوړي چارواکي د چارشنبې په ورځ ویلي چې د ایران پر ضد د امریکا جګړې تر اوسه ۲۵ میلیارده ډالر لګښت درلود. هغه زیاته کړې چې دا د دې جګړې د پوځي لګښتونو لومړنی رسمي اټکل دی.

د پنټاګون د مالي چارو سرپرست جولس هرسټ، د چارشنبې په ورځ د امریکا د ولسي جرګې د وسله‌والو خدمتونو کمېټې ته وویل، چې د دې پیسو ډېره برخه پر وسلو او مهماتو لګول شوې ده.

نوموړي دا روښانه نه کړه چې په دغه اټکل کې د منځني ختیځ په پوځي اډو کې د جګړې له امله د زیانمنو شویو تاسیساتو د بیا رغونې او ترمیم لګښتونه هم شامل دي که نه.

د دې کمېټې مخکښ ډیموکرات غړي اډم سمیت د هرسټ له ځواب وروسته وویل، دوی له ډېرې مودې راهیسې د دې جګړې د لګښت په اړه پوښتنې کولې، خو تر اوسه ورته کره څه نه وو ویل شوي.

امریکا د فېبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل او اوس دواړه لوري یو نازک اوربند ساتي.

د مودي ګوند او متحدینو یې په دوو ایالتونو کې تر نورو ډېرې رایې ګټلې

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۱
 د مودي ګوند او متحدینو یې په دوو ایالتونو کې تر نورو ډېرې رایې ګټلې
100%

په هند کې د ایالتي ټاکنو د رایه ورکوونکو د نظر پوښتنو پایلې ښيي چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ «بي‌جي‌پي» ګوند او متحدین یې په څلورو ایالتونو کې د شویو ټاکنو له ډلې په دوو مهمو ایالتونو کې د بریا په حال کې دی.

د هند پوډوچیري فډرالي سیمې په ګډون په څلورو ایالتونو، اسام، لویدیځ بنګال، کیراله او تامیل ناډو کې د نویو حکومتونو د ټاکلو لپاره د چارشنبې په ورځ د رایي اچونې پروسه پای ته ورسېده.

د نظر پوښتنو د ارزونې له‌مخې، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د «بهارت جنتا » ګوند په دوو مهمو ایالتونو کې په اسانۍ سره د اکثریت په ترلاسه کولو درېیم ځل واک ته د رسېدو په حال کې دی.

د راپورونو له‌مخې، په لویدیځ بنګال کې د مودي ګوند د ګانګرس ګوند ته ماتې ورکړي، په تامیل ناډو کې واکمن ډي‌ایم‌کې ګوند په دویم ځل مخکښ ښودل شوی او کیراله کې د هند کمونېست ګوند په یوې سختې سیالۍ کې د ګانګرس ګوند په مشرۍ ایتلاف ته د ماتې ورکولو په حال کې ښکاري.

د دغو ټاکنو رسمي پایلې به د می میاشت په ۴مه نېټه اعلان شي.

ایران ته د ټرمپ خبرداری: اټومي تړون وکړئ او که نه له سختو بندیزونو سره به مخ شئ

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱
ایران ته د ټرمپ خبرداری: اټومي تړون وکړئ او که نه له سختو بندیزونو سره به مخ شئ
100%

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ له ایران غوښتي چې ژر تر ژره اټومي تړون لاسلیک کړي او خبرداری یې ورکړی چې که خبرې ونه شي نو دغه هېواد به له اوږدمهاله بندیزونو او سمندري محدودیتونو سره مخ شي.

دونالد ټرمپ پر خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي:“ایران باید ژر هوښیار شي” دغه هېواد “نه پوهېږي څنګه غیراټومي تړون لاسلیک کړي.”

رویټرز لیکلې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، ټرمپ دامریکا نفتي شرکتونو سره د احتمالي بندیزونو د اغېزو د کمولو په اړه خبرې کړې دي، چې که وضعیت میاشتې هم وغځېږي، د تیلو نړیوال بازارونه به تر ډېره اغېزمن نه شي.

راپورونه وايي چې امریکا هڅه کوي د ایران د نفتو صادرات د سمندري بندیز له لارې محدود کړي او تهران دې ته اړ کړي چې د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ محدودیتونه ومني.

له بلې خوا، ایران خبرداری ورکړی چې که بندیزونه دوام وکړي نو “بې‌ساري پوځي اقدامات” به وکړي او د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ د ګډوډولو احتمال شته.

چین وايي د منځني ختیځ کړکېچ د انرژۍ نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۱
چین وايي د منځني ختیځ کړکېچ د انرژۍ نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کړی
100%

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په منځني ختیځ کې روانې جګړې د تېلو نړیواله عرضه له ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړي ټینګار کړی، چې د انرژۍ د کمښت د هواري یوازینۍ لاره په سیمه کې دایمي اوربند دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلې اونیزې خبرې غوڼدې پرمهال ویلي، چې د منځني ختیځ کړکېچ د سون توکو پر نړیوالو سرچینو فشار زیات کړی دی.

لن جیان وویل:«تر هغه چې په سیمه کې بشپړ اوربند ونه شي او د نورو کړکېچونو مخه ونه نیول شي، د انرژۍ نړیوال امنیت به له جدي ګواښونو سره مخ وي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت د انرژۍ نړیوال امنیت خوندیتوب او د صنعتي تولید او اکمالاتو لړۍ د ټیکاو په اړه یو ځل بیا له ټولو اړخونو سره د کار د دوام په اړه ډاډ ورکړی دی.

شهباز شریف: د اسلام اباد په هڅو د ایران او امریکا ترمنځ غځول شوی اوربند لا هم روان دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۱
شهباز شریف: د اسلام اباد په هڅو د ایران او امریکا ترمنځ غځول شوی اوربند لا هم روان دی
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د اپرېل ۱۱مې په شپه په اسلام‌اباد کې د امریکا او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ خبرې د اوربند د غځېدو لامل شوې چې لا هم روان دی.

شریف په اسلام‌اباد کې د پاکستان د فدرالي کابینې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې د سیمې د سولې لپاره له اسلام اباد نه «پوره او مخلصانه هڅې» وشوې.

د ده په وینا، په دغو هڅو کې د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نورو مهمو کسانو فعاله ونډه واخیسته.

شریف ټینګار کړی، چې د همدې هڅو پایله هغه اوربند دی چې د امریکا او د اسلامي جمهوریت ترمنځ تمدید شوی او دوام لري.

شریف زیاته کړې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خبرو د دویم پړاو لپاره له خپل پلاوي سره اسلام‌اباد ته ورغلی و او له پاکستاني لوري سره یې مهمې لیدنې کړې دي.

د هغه په وینا، روسیې ته تر سفر وړاندې له عراقچي سره په ټیلیفون غږیدلی او ډاډ یې ورکړی، چې له خپلې مشرتابه سره تر سلا وروسته به ژر مثبت ځواب وړاندې کړي.

د پاکستان د منځګړتوب هڅې تېره اونۍ وروسته له هغه ناکامې شوې، چې ټرمپ اسلام اباد ته د خپل پلاوي له استولو ډډه وکړه او ویې ویل، چې که تهران خبرې اترې غواړي، دوی ته دې زنګ ووهي.

د پاکستان لومړي وزیر دغه راز ویلي، چې د ایران-امریکا جګړې د پاکستان د تېرو دوو کلونو ګډو هڅو ته زیان اړولی او په وینا یې، په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو لوړېدو غیرمعمولي وضعیت رامنځته کړی دی. د ده په وینا، په نړیوال بازار کې د بیو د لوړېدو له امله د پاکستان د اقتصادي ثبات هڅې هم اغیزمنې شوې دي.