د اروپايي کمېسیون مشرې په ایران او لبنان کې د اوربند د دوام غوښتنه کړې

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین په منځني ختیځ کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي، اروپايي ټولنه غواړي چې په ایران او لبنان کې اوربند دوام وکړي. هغې ټینګار کړی، چې «اوربند له ډیپلوماټیکو لارو د سولې او ټیکاو د بېرته راګرځولو لپاره بېړنۍ اړتیا ده».
هغې خبرداری ورکړی، چې د یادې شخړې پایلې ښایي میاشتې یا هم کلونه دوام وکړي.
